fbpx
facebook-voting-dead

د فېسبوک نړۍ: تر ټولو ډېر خوښ کړل شوی سټېټس” زه مرم” دی

نن ټکی آسیا (سه شنبه) : د امریکا د مشېګن ایالت اوسېدونکی هربیز هنري په يوه جنایې پېښه کې د یو تن تر وژلو وروسته تېښته غوره کړه کله چې يې ولېدل پولیس یې له شا تعقیبوي؛نو یې ژر خپل ګرځنده تلیفون (موبایل) ته لاس کړ او په فېسبوک کې یې د خپلې پاڼې د یوه سټېټس له لارې ولیکل چې زه به ډېر ژر ووژل شم.
د دغه لنډ خبر په لېدلو سره پر ده د نوموړي فیسبوکي انډیوالانو باور ونکړ او هر یوه د ټوکې په دود د نوموړي دا جمله خوښه کړه اوځنې نورو بیا جلا- جلا تبصرې وکړې، چا ویل هربېزهنري غواړي په دې سره د خلکو توجه ځانته جلب کړې،ځېنو نورو بیا ویل چې هېربېز د هغو کسانو له ډلې دی چې غواړې د زړه هره خبره له خلکو سره شریکه کړې او د زړه ټول بړاس پر فېسبوک وباسي ؛خو د نوموړې تر دې لیکنې اېله څلور ساعته وروسته د هغه یو نیږدې ملګري پر خپل فېسبوک پاڼه ولیکل چې د مشېګن پولیسو وروسته له هغې چې هېربزهنري ور ته ځان په لاس ورنکړ او مقاومت یې وکړ، د پولیسو په ډزو ولګېده او ووژل شو.
پر همدې اساس د فېسبوک ادارې او ځېنو نورو سرچېنو ومنله چې په فېسبوک کې تر دې مهاله تر ټولو زیات خوښ کړل شوی سټېټس د ښاغلي هېربزهنري «زه مرم» دی، چې خوا و شا څلور سوه زرو(۴۰۰۰۰۰) کسانو خوښ کړی.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د