نظــر

تاندوالو ! زه ناافغان یم که تاسو ؟

زما نوم  مصطفي احمدي دی ، دین مې اسلام او دافغانستان په پاکه جهاد پاله خاوره او افغان په درانه او سرلوړي ټبر کې زیږیدلی یم ، په همدې خاوره ( افغانستان ) مې خاپوړې کړې او دهمدې شهیدپالې خاورې او سرلوړي اسلام  مینه مې له کوچنیوالي له شیدو سره رودلې ده ،  دهمدې وطن او اولس تر تعلیمي نصاب لاندې مې زده کړې کړي ، او خپلې زده کړې مې تر دوولسم ټولګې پورې رسولي دي ، له زده کړو سره په څنګ کې مې خپل دیني او وطني اصالت هم نه دی هیر کړی ، او د یو مثالي افغان ځلمي له موقفه مې له هرڅومره مصروفیتونو او تعلیمي دورې سره سره  له خپل دین ، وطن ،اولس ، کلتور ، عنعناتو او ارزښتونو څخه ددفاع سنګر ټینګ ساتلی دی ، دسپیڅلي جهاد په لار کې د دماغي او کاري انرژۍ په مصرف سربیره په روحي او بدني ډول هم بیا بیا ځوریدلی یم ، دجهاد په لاره کې مې دبدن زیاتره حصه داورپه لمبو سوځیدلې ، او په بیا بیا دمرګ او زندان له ګواښ سره مخ شوی یم ، زه داخبره ددې لپاره نه کوم ، چې ګوندې خپله تزکیه بیانوم اویا په تاسو ځان تلم ، زما معامله له الله سره ده ، هغه مې ټول اعمال ویني او که دا دیني او وطني خدمات مې دریاء او شهرت لپاره کولای نوشاید  دمستعار نوم په ځای مې خپل اصلي نوم کارولی وای .

خو له دې ټول دیني او افغاني  اصالت سره سره دتاند ویب پاڼې چلوونکو  زما په اړه په یوه تبصره کې لیکلي (ډاکتر صاحب په ډېر معذرت ستاسو تبصره مو د یوه احمق طالب د غبرګون په خاطر خپره نه کړه،. د مصطفي احمدي په نوم یوه پنجابي طالب د دغه خبر په خاطر په تاند نیوکه کړې دغه پنجابی ښايي له دې کبله چې په پښتو نه پوهېده دا خبره له تاند سره تړلې او سپکې سپورې یې راته لیکلي )

  اول خو به دې ناخبرو ته ووایم چې که تاسو دافکر کړی وي ، چې زموږ په خلاف  وسلوال پاڅون او قلمي جهاد یوازې طالبانو پیل کړی دی ، نو په دې ګومان کې سخت تیروتلي یاستئ ، ځکه یوازې طالبان هیڅکله دومره توان نلري چې د نړۍ د ۴۹ ابرقدرته کفارو په مقابل کې پوځي مقاومت دبریا پولې ته ورسوي ، او یا ستاسو په شمول د درستي کفري نړۍ دپراخ تبلیغاتي یرغل په مقابل کې په اغیزمن ډول مقاومت وکړي .

دا چې ستاسو په خلاف پاڅون او جهاد یوازې طالبي نه بلکې افغاني او اولسي دی ترټولو ښه مثال یې زه خپله یم ، زه چې تاسو  په خپله مؤدبانه اصطلاح سره ( احمق طالب ) بللی یم ، په قسم درته وایم چې یوه  ورځ مې هم متعارفه  طالبي نه ده کړې ، بلکې دمکتب او لیسې شاګرد یم ، خو څرنګه چې دین یوازې دطالب او دیني عالم نه دی ، بلکې دټولو لپاره رالیږل شوی او دساتنې مسؤلیت یې ټولو ته راجع دی ، نوځکه دګڼو نورو محصلینو ، متعلمینو او دټولنې دبیلابیلو قشرونو سره یوځای دصلیب په خلاف په اسلامي افغاني جهاد کې ونډه اخلم .

تاسو چې دافغانستان  تیر یوولس کلن جهاد یوازې  ترطالبانو پورې محدودوئ په حقیقت کې دعصري علومو دمجاهدو متعلمینو په حق کې خورا ستره ناروا کوئ ، آیا په پکتیکا کې دامریکا په خلاف لومړنی جهادي حرکت معلم عتیق الله خالد پیل نه کړ ، آیا دطالبانو په تشکیلاتو کې دپکتیکا دمرکز او دریو ولسوالیو عمومي مسؤل دکابل پوهنتون محصل شهید انجینیر طارق نه وو، آیا د وردګود سیداباد دسالارو دجبهې ( چې تاسو یې پل صراط بولئ ) مسؤل دکابل پوهنتون محصل شهید انجینیر حکم وردګ نه وو، آیا په هرات کې ددشهید اکبري دسترې جبهې اوسنی مشر سمیع الله سلحشور دهرات پوهنتون دادبیاتو دپوهنځي محصل نه دی ، دغسې تاسو یوځل دکابل ، ننګرهار ، خوست ،هرات ، کندهار او داسلام اباد دنړیوال پوهنتون  له محصلینو پوښتنه وکړئ ، چې څومره محصلین یې یې په شهادت رسیدلي او څومره ډیر یې دفرعوني ملي امنیت په زندانونو کې پراته دي .

تاسو باید پوه شئ ، چې اسلامي امارت ته تاسو دطالبانو نوم ورکړئ ترڅوخپل دښمن محدود او یوازې دټولنې یو قشر معرفي کړئ ، حقیقت دادی چې اسلامي امارت یوستر جهادي چوکاټ دی ، چې له افغان طالب  او متعلم څخه نیولې ، انجنیر ، ډاکټر ، بزګر ، غریبکار ، مالدار او دټولنې بل هر وګړئ په کې دخپلو امکاناتو په چوکاټ کې جهادي خدمت کوي .

راځم دوهمې خبرې ته .

تاندوالو په ماباندې ټاپه وهلې چې زه ګوندې افغان نه یم بلکې ددوی په زعم پنجابی یم او په پښتو سم نه پوهیږم .

تاندوالو لومړی خو ماته دیوه انسان او مسلمان په حیث نژادي تبعیض کومه داهمیت وړ مسئله نه ده ، موږ ته رسول الله ویلي چې تور په سپین او سپین په تور  هیڅ فضیلت نه لري ، الله تعالی فرمایي  تاسو مې یوازې  دخپل منځي تعارف لپاره  قومونه او ډلې ډلې وګرځولئ ستاسو بهتري یوازې په تقوا سره ده ، خو ددې ټولو دیني ارشاداتو په نظر کې نیولو سره داچې  افغان ولس په تاریخي لحاظ او هم په اوسنیو امتحاني شرائطو کې دبل هرقوم په نسبت دین  ته متعهد پاته شو ، او دنړیوال معاصر فرعون په پښو کې یې دنورو ملتو غوندې سر ښکته نه کړ ، زه ویاړم او دالله تعالی شکر ادا کوم چې خدای تعالی په داسې سرلوړي  اولس او وطن کې پیدا کړی یم .

تاسو چې ما ته پنجابی وایاست باید پوه شئ چې زه له پنجابیانو سره هیڅ مشابهت نلرم  ، بلکې زما قوم همیشه په دیني او انساني مسائلو کې دپنجاب په ګډون دنړۍ تر نورو قومونو پیشتاز پاته شوی ، زه  ددین ، جهاد او استقلال استاذ پاته شوی یم ، او په تاریخي لحاظ رانه  دهند ټول براعظمي همیشه الهام اخیستی ، ددوی مندرونه  زما سلطان محمود او احمدشاه په  جوماتونو وربدل کړل ، د ددوی دازادۍ تحریک زما دمیوند او لته بند له حماسو څخه الهام واخیست ، دوی همیشه  داستقلال غوښتنې او جهاد په مسائلو کې زموږ تحت الشعاع پاته شوي ، نو نن به څنګه ماته لاره راوښیي او دخپل وطن ازادۍ ته به  مې وهڅوي ، آیا دیرغل په خلاف مبارزه ، جهاد ، ازادي غوښتنه او وطن ګټنه دافغانانو خپل بومي ارزښتونه نه دي ؟ معلومه خبره ده چې جهاد او استقلال زموږ خپل اقدار دي ، چې نورو ته منسوبول  یې ترټولو ستره جفا او حماقت دی .

که خبره په اعمالو کې دمشابهت شي ، نو معلومه خبره ده چې په دې برخه کې زماپه نسبت له  یو شمیر بدعمله پنجابیانو سره ستاسو مشابهت ډير دی ، ځکه تاسو هم دهغو غوندې په بیلمازۍ شهرت لرئ ، د پټان جاڼې  رمضان جاڼې دشعار غوندې تاسو هم په روژه کې شراب  وهئ ، د کفر او اسلام درک مو نه لګیږي ، اود اسلام ارزښت  درته یوازې دا ښکاري چې دفیسبوک  ددین په خانه کې یې ولیکئ ، مګر اوس خو اسلام هلته هم نه لیکئ ځکه ستاسو یوه انډیوال عبدالهادي حیران خپل دفیسبوک ددین په خانه کې (بي دینه ) لیکلي دي العیاذبالله ، تاسو داسلام له حقیقت ، داسلام له علمي عملي نظام  او داسلام  له ولاء اوبراء څخه اصلا خبر نه یاستئ او  له همدې امله دکفر په تبلیغاتي اتڼ کې څڼئ غورځوئ ، مسلمانان دنړۍ له بل سر څخه دلته جهاد ته راځئ ، خوتاسو دجهاد له صف څخه داروپا په پراګ کې دصلیب تبلیغاتي سنګر ته منډې وهئ ، ترڅو په ښه توګه دکفارو په استازیتوب وجنګیږئ .

نه پوهیږم ستاسو دژوند هدف څه دی او له دې  شپیته یا اویا کلن ژوند څخه دڅه شي تمه لرئ ، آیا دژوند معنی یوازې داده چې ( نان بخور ټـ ….   بزن ) که چیرې تاسو ته انسان یوازې  دمرداریو فابریکه ښکاري او له دې پرته دژوند په هیڅ معنوي او عقیدوي پایله او هدف باندې باور نلرئ ، نو بیا خو ستاسو او دهغه وحشي حیوان چې په ځنګله کې زیږي ، لویږي او بالاخره مري هیڅ فرق نشته ، هغه هم دومره کولای شي چې دسهار اوماښام خوراک څښاک پیدا کړي ،  تاسوچې  عقیده  اوعملي دین له لویه سره بې ارزښته بللی ، دنیايي  پاداش او لاسته راوړنه مو هم دنشت برابره ده ، ځکه  کوم تبلیغات چې تاسو په کې کومۍ شلوئ ، ګټه یې دامریکا جیب ته لویږي ، تاسو یوازې دماشین دپرزو کار کوئ ، او پرزه چې خرابه شي ځای یې دکباړي دوکان دی ، تاسو به هم  دامریکا لپاره په راډیو او انټرنیټ کې  ښه عمرونه تیر کړئ ، خو کله چې زاړه او مړه شئ ، معلومه نه ده چې دجنازې او تدفین څوک به مو پیدا شي او که به  دپراګ په کومه فیکټري کې صابون درڅخه جوړ شي .

دخدای په خاطر څاروان  صاحب او نورو چې برحقو مجاهدینو ته لارښوونې کوئ لږ په خپلو ګریوانو کې سرونه ښکته کړئ ، خپل ارزښتمن ژوند دڅه لپاره تیروئ او په دې لار کې په دیني او دنیوي لحاظ اخر څه په لاس درځي ، زموږ په عرف کې ترټولو نا اهله سړی هغه بلل کیږي  چې له  چا سره ( په نس مزدور ) وي ، په نس مزدور دامعنی چې دټول کار نتیجه یې یوازې د ډوډۍ پیدا کول او نس ډکول وي ، تاسو دازادۍ راډیو ، تاند او نورو امریکایي رسنیو کارکوونکي یو څه وخت له ځان سره فکر وکړئ چې په تیرو لسوکلونوکې مو له دې  مزدورۍ او دندې څخه په دیني او دنیوي لحاظ څه ترلاسه کړي دي ، پخوا خو ښه  وئ ، له عادي ژوند سره مو یوڅه فرهنګي ادبي خدمت هم کاوو ، خو په تیرو یوولسو کلونو کې مو دنس له موړ ساتلو پرته هیڅ لاسته راوړنه هم نه ده درلودلې ، پخوا موږ لیدل چې دایمل پسرلي کال په کال دکیسو کتاب چاپیږي ، داجمل پسرلي اوبو وړی ناول چاپ شو ، عصمت څاروان  دانګلیسي ګرامر ولیکه ، اجمل اند په هردوو کلونو کې دشعر یو خوندوره ټولګه چاپوله ، دغسې  نور درواخله خو کله مو چې دامریکا مطبوعاتي چوپړ ته ځان سپارلی ، بیا هیڅ ادبي یا بل داسې دنیوي کار موهم نه دی کړی چې لږترلږه ستاسو ددنیاوي لاسته راوړنې ګوته ورته ونیول شي .

که تاسو خپل ژوند غنیمت ونه شمیرئ او یو اساسي تحول په کې رانه ولئ ، دتیرو یوولسو کلونو غوندې به راتلونکي کلونوهم دباد غوندې درباندې تیر شي ، بیا به ښاغلی احمد شیبر ( اجمل پسرلی ) خپله د ( اوبو وړي ) مصداق وي ، دیني او اخروي فکر خو یې هسې په ترخه کې ایښي ، دنیایي نوم به یې هم ځکه نه وي  چې نوموړي دغه وخت په مستعار نامه تېر کړئ ، او ادبي کار به هم ترینه پاته وي ، په دې اړه به له هرې خوا تش لاسی  او اوبو وړی وي ، علاوه به یې راتلونکې نسلونه هم شاید دپراګ له فضا نه  متأثر  او عیسویان یا یهودیان شي ، او دقیامت ورځ به یې  نسل دیهودو په جم کې راپورته کیږي .  

خبره مې لنډه لیکله خورانه اوږده شوه ، تانداولو ته بایداطمینان ورکړم چې زه پنجابی نه یم ، پښتون یم افغان یم او مسلمان یم ، ستاسو دغه افتراء ماله ځان سره یادداښت کړې ده ، ان شاءالله یو وخت به یې درته وړاندې کړم او دا به هم  درست افغان اولس ته په اثبات ورسوم چې څوک یم ، بناء زما له اړخه مطمئن اوسئ مګر دځان غم ضرور وخورئ ځکه  که  څه هم تاسو افغانان یئ ، خو که له پراګه راونه وزئ راتلونکي نسلونه مو ضرور چکیان او عیسویان کیږي ، چې بیا به مو خندی دغاړې غړوندی وي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

لیکنه دلیکوال خپل نظر دی  –  اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x