غزل – مفتون

قنداغا همت

دمفتون صاحب دا غزل دميدان وردګو شهيدانو ته ډالي کوم

هسي په سترګو اوپه زړه زمونږ پرده پرته ده
کني دا ژوند خو لکه پاڼه پر څپه پرته ده

د وخت غلام حاکم به اوس دي ته څه نوم ورکوي
دهر کوچني شهيد په غيږ کي سيفاره پرته ده

په دين مينو ښايسته زلمو حساس وسيږې
درته په وړاندي لا محدوده معرکه پرته ده

په سر دلاري دغه سپينه غوندي ماته جنډه
په دي کي هم ديوه چا د ژوند کيسه پرته ده

دا لوي کالي او ګډي وډي ولونه ولونه پکړي
دي کي هيبت او غرونه غرونه حوصله پرته ده

دښو او بدو توپير هر انسان په خپله کړاي شي
هر چاته خپل عمل په وړاندي ائينه پرته ده

د وخت ځوانانو ته پيغور دي او پيغام غوندي دي
دا چي سنګر کي سره په وينو لوپټه پرته ده

منم شفق به مي تمصيل وي دماضي او دحال
خو په اوفوق کي مي دهيلو نمونه پرته ده

مفـــتونه دا څه دنيمګړي خوښي نوم خو نه دي
اخترکي نوره بﻻ لويه فلسفه پرته ده

په درنښــت قنداغا همت

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د