نظــر

د امریکایانو د وتلو سره سوله ده جنګ نشته

بسم الله الرحمن الرحیم
دا  مهمه نه ده چه څو کسه یرغلګر مړه دی ، دا جنګ دی( دوی مونږ او مونږ
دوی وژنو ) جنګ کی حلوا نه ویشل کیږی ، خو یوه خبره  چه مونږ  د دوی په
حریم  نه یو ورننوتی  دوی  په مونږ تیری او یرغل کړی دی ، زمونږ خلک وژنی
 ،  نه  دوی پوهیږی چه  مونږ ولی وژنی  او نه مونږ پوهیږو چه مونږ ولی
وژنی .  دا چه مونږ بی ګناه وژنی خپله وژنه به یی خامخا  منلی وی  چه دوی
به هم وژل کیږی او له هغو به هم  ډیر وژل کیږی کوم چه دوی یی اعلانوی،

دا
 ځکه چه اوس دد وی (عسکرو) ته  پته ولګیده چه د یو نامقدس جنګ او د مظلوم
اولس د وژنی د پاره راوستل شوی دی  او هم د استعمارګرو عوام  په دی پوه
شوی  چه دا جنګ د تیلو د کمپنیو جنګ دی. زمونږ د مظلومو خلکو  وژنه خو
دغه وحشیانو ته   کوم اهمیت نه لری  بلکه  زمونږ تباهیپه  خپلو اولیتونو
کی  شمیری  خو د دوی وژنه او مالی تاوان  دوی په وحشت کی اچولی ،  د دوی
د عسکرو او عوام پوهیدنی  د  دوی جنګی مورال مات کړی ورځ له بلی  یی
تلفات زیاتیږی  .
دا چه  څوک وایی( چه که امریکایان ووځی دلته به جنګ شروع شی) ،  ولی اوس
ارامه ارامی ده  ؟  څوک په هوایی بمباریو ، څوک په ټانکونو او ټوپونو ،
څوک په بمونو او کلاشینکوفونو ، څوک په زندانونو او لا علاجه ناروغیو  ،
څوک له ګرمی او څوک که سړو  ، څوک له لوږی او تندی او   څوک د حکومتی
فسادونو او شخصی دشمنیو مری ،  څوک د ځپلو او لادونو  په مخ کی  مری  او
د چا په مخ کی یی  اولادونه  مری   د چا په مخ کی د هغو ناموس  او حیا بی
حیا کیږی  او کله د رسوایی له ډاره  ټولی کورنی د شهادت  مقام ته رسیږی ،
څوک د نشه توکو په بلا اخته شوی نیم ژوندی او نیم مړه بی کوره او بی اوره
ژوند لری  ، د چا د واده شپه په غم بدله  او د چا د جنازی د خاطره ټول
کلی تباه او برباد شی . خو دا ټول  غریبان او بی وزلی خلک دی ، د هغو مرګ
ته  دوی  مرګ نه  وایی .
 دغه دننی لاسپوڅی  او   خارچی وحشی قاتلان    د مظلوم  اولس له مرګه
خبر هم  نه دی  اونه  د ی جنګ ته جنګ وایی  ( چه د نړی ۴۸ ملکونه پکی
نظامی حضور لری )  او دغه  نوی خوار ماړه بیلونران   خو  دومره  د ډالرو
په مزو کی ننوتی دی چه  کله  یی د بادارانو سره د کبابو او شرابو میلی
جوړی وی  له ناموسه  هم خبر نه دی چه د چا سره  اخته دی .  نو دا  پرله
پسی  ډلییز مرګونه  او دا چنګونه خو  دوی جنګ نه ګڼی چه غریبان او یا
هغوی پکی مری  چه ددی وطن ، خاوری ، خپلواکی ، خلکو د دفاع    او اسلامی
نظام د پیاده کیدو د پاره شپه او ورځ په سر او مال  د جهاد سنګر کی
قربانی ورکوی  اوس جنګ نه شتنه  چه  ملی او بین المللی مافیه او تروریزم
سره لاسونه یوکړی دی  یوله بله دفاع کوی  امریکایا ن  د دوی ژوند  او دوی
د امریکایانو ناروا ګټی خوندی کوی  .  خو دا  جنګ  به هله  را برسیره شی
چه امریکایان  خپلو اهدافو ته نه شی رسیدی   د خپلو ګتو سر او سود دواړه
له لاسه ورکړی  نو دغه وخت دی چه د ملی مافیه  او ملی خاینانو د  ژوند د
ساتانی د پاره  ( لکه مخکی چه وو )   وسیلی ختمی شی ، امریکایان خپله
اخری  ماته اعلان  کړی او لکه د روسانو په شان  په خپلو اوښانو کی پړی
واچوی  او د زمریاتو له وطنه و تښتی  نو  د دوی د مرګ پیلی ته دوی داخلی
جنګ وایی .
دا د هماغه جنګ سالارانو ویره ده چه امریکا ته یی د ځان ساتنی په خاطر
ورمخی ته کوی . له امریکایانو مخکی هم  دوی   تر اخری سلګی وجنګیدل چه دا
وطن وران او دا خلک بدمرغه کړی ، وسه یی ونه شوه تر څو چه امریکایان یی
راوستل  اول یی ځانونه او بیا یی دا ملک او خلک پری خرڅ کړل . امریکایانو
ورته بدل کی  ډیر اوچت معاشونه او مقامونه ورکړل  چه په خوب او خیال کی
یی هم کله  نه وو لیدلی   او نه یی ددی مقامونو  کفایت او لیاقت  درلود .
وایی( غدار ته  دوست او دشمن  یو شی دی )  نو د خپل دوست  امریکا او د
خپل دشمن  ( ددی ملت خلکو )  دواړو سره  یی غداری وکړه ، دغه فاسده اداره
 له  اوله  فاسد ه  او په نشه توکو معتاده  اداره  وه،   فساد او غداری د
دوی  دین او ایمان  وو  ، او د دوی د غداری او فریب کاری کچه خو هله لوړه
شوه چه د بین المللی مافیه او تروریزم سره یی اړیکی ټینګی شوی  او په دی
هکله یی د نړیوال  فساد اوله  جایزه  وګټله  ،  همدارنګه  د نشه توکو په
تولید او قاچاق کی  د ټولی نړی یواځنی مخزن ګڼل شوی دی ، دا او داسی نوری
 زمونږ د اوسنی اداری او د یرغلګرو لویه  د یوولس کلونو  لاسته راوړنه ده
.   .
 خوله بده مرغه همدا لاسته راوړنی  به یی د منځه وړلو سبب کیږی ، دا چه
جناب کرزی صاحب واشنګټن ته ځی  دا په دی خاطر نه چه امریکایاتو غوښتی دی
بلکه دده  فاسدی اداری امریکا ته د ننواتو  د پاره  لیږلی  چه  که
امریکایان  څه  وخت  نور هم  د دوی د ساتنی د پاره افغانستان کی پاتی شی
او په دی هکله د  اوباما سره د  ځان او ملک دواړو د خرڅولو ژمنه وکړی،
اوباما ته دا څرګنده کړی  چه  مونږ اوس د ملت د دشمنانو په نامه پیژندل
شوی یو،  سرمایه مو ډیره شوی ،  د ملی او اسلامی  مقاومت سره د جنګ توان
نه لرو   (زمونږ هغه ملګرو چه مونږ به کارول هغو هم مونږ پیژندلی او  په
مونږ  نه یواځی بی باوره  بلکه  له مونږ ډیره کرکه  لری   ، ( زمونږ
دپاره نه ځانونه وژنی او  نه خپل ورونه ) له بلی خوا  د ی  یوولس کلونو
مونږ دومره نازبین  او  نازدانه کړی یو چه ډوډی  په خوله کی بل څوک راکوی
نو  سنګر کی زمونږ  کنیاستل  خو محال خبره ده ،   بی ډزو به مو زړه چاودی
 او مرداری  به مو په پښو پرته  وی . همدا اوهم مونږ  پنځه شپږ قطاره
کانګریتی دویوالونو کی ځان  په امن کی نه ګڼو مونږ نه غواړو د ربانی صاحب
او یا د خالد د برخه لیک سره مخ شو  هغوی  تر مونږ زیات په کانکریبتی
پیړو دیوالونو کی شپی ورځی تیرولی  او تر مونږ زیات محافظین یی درلودل
چه د  دوی څارنه یی کوله خو د خپلو محافظینو او یا نزدی ملګرو له خوا  په
سزا ورسیدل  نو زمونږ د ژوندی پاتی کیدلو ټولی هیلی مو ستاسی په شتون او
نظامی حضورپوری ټړلی دی  او بیا له ځانه راته دا نوی  سرمایه  محبوبه ده
 دا به هم له لاسه ورکوو  ، وایی(  د شیطان خپل نه شو او خدای ته مو مخ
تور شو) ، (که تاسی ووځی  نو زمونږ به څه حال وی) د غوښو او هدوکو ذری به
مو په هوا کی بادیږی..
کرزی صاحب چه کله امریکا ته ورځی  اوباما  ته په پښو پریوځی او  لاس د
زنی کیږی ورته وایی چه  ( چه افغانستان کی د ډیر وخته پوری  پا تی شی
ستاسی نظامی حضور کی زمونږ ژوند نغښتی دی )  مونږ په ټول عمر ستاسی
غلامان  او ستاسی  پالیسی به کما حقه  عملی او تعقیبوو  او تاسی زمونږ
ستاتنه او پالنه  کوی .  زمونږ شرمیدل او له منځه تلل   تاسو د پاره
ماته  او شرم دی .   هو ، که تاسی هم د ملی او اسلامی مقاومت  د مقابلی
توان نه لری  نو مونږ له ځانه مخکی کړی او  ستاسی په ملکونو  کی پناه
راکړی  چه  مونږ او  زمونږ ډالری خوندی شی.
دا چه  فاسدی اولاسپوڅی اداری اوازه ګده کړیده ،( چه که امریکایان ووځی
داخلی جنګ به پیل شی)  ، (نه هیحکله جنګ نه پیل کیږی   برعکس د دوی له
وتلو سره جنګ  ته نوره اړه نه لیدل کیږی ، دوی د جنګ وسیله شوی وو  .  د
دوی اوازه  په سلو کی سل  ناسمه ده  ،  او د داخلی جنګ سالارانو پخوانی
دریز  بدل شوی  ، دوی اوس  د خپلو سرمایو  د خوندی کولو په غم کی دی دوی
په له امریکایانو مخکی مندی وهی  همدا اوس یی ټول ناروا  ملکیتونه خرځ
کړی( او ورځی شماری)  دیرو په خبلو کورونو کی کوچنی  الوتکی اماده باش
ودرولی او یا هوایی ډګرونو ته یی زیرزمینی سرکونه ویستلی دی  ،  هغه
ورونه قومونه چه دوی به تر ی د خپلو ګتو د پاره کار اخست وخته دوی
پیژندلی دی .  که احیانا  دغه ملی خاینان د تیشتی لیار پیدا نه کړی  نو
اول به هماغه د دوی خپل قومونه  دوی ته د مرګ سزا اوروی . چه  حالات داسی
وی  نو داخلی جنګ به ولی رامنځته کیږی ، هو دغه عدارانو سره  به د ټولو
ظلمونو او فریب کاریو  حساب کتاب او محاکمی  کیږی  او دوی ته به د دوی  د
جنایانو سزا اورول کیږی  چه دی محاکمو  او دوی ته د سزا ورکولو ته به دوی
د داخلی جنګ  بڼه ورکړی .
 خو د( اوباما ځواب) به جلالت ماب کرزی صاحب ته  دا وی ، چه  زمونږ د
ماتی عواماو وسایل  خو  ستاسی فاسدی او بی کفایتی اداری رابرابر کړل ،
مونږ په تاسو باور وکړو ، تاسو مونږ ته ډیری دروغینی وعدی او ژمنی مونږ
سره کړی وی ( چه  ټول ملت ستاسی تر شا لاړ دی  او مونږ ددی اسری د پاره
څومره ونازولی ، څومره  معاشونه اومقامونه مو درکړل چه په خوب اوخیال کی
مو نه  وو لیدلی او نه یی تاسی مسلکیت ، پوهه او کفایت درلود  ، برعکس
تاسی نه یواخي د خپل مظلوم اولس سره   بلکه مونږ ټولو لویدیزو هیوادونو
سره هم غداری او جفا  وکړه او ستاسی غداری مونږ د ماتی سره مخ کړو، زمونږ
اقتصاد مو رامات کړو ، زمونږ نظامی مورال مو په زمکه ، زمکه کړو  او مونږ
د نړیوال لوی قدرت  کیفیت او دریز ل هم بایلود  ، برسیره  به دی ټولو
مونږ نړیوالو  ته د تل د پاره بی باوره او بی پته شو . مونږ ستاسو د پستو
پستو خبرو په سر په زرونو نظامیان او په ټریلونونو ډالر له لاسه ورکړل ،
او زمونږ د نړیوالی حکومت دد قایمولو  پروژه مو راشنډه کړه   د روسانو
له برخه لیک سره مو مخ کړو  کوم چه د ټول وارسا پکت  یی له منځه ولاړو او
کمونیزم تس ونس شو  ،  ( نو زمونږ په څه حال وی )  دا ټول هغه وخت په
ډاکه کیږی  چه زمونږ نظامی یوتټونه خپل هیواد ته وګرځی  اوزمونږ خلک
زمونږ څخه  ددی جنګ د نتایجو او لاسته راوړنو پوشتنه وکړی چه تاسی څه د
پاره تللی وی او څه مو راوړل ؟    نو هغه وخت دی چه مونږ به د هیوادوالو
د بی باوری سره هم مخ کیږو  ، نو ایا زمونږ حال به له روسانو بدتر نه شی
؟  اوزمونږ د  ټولو  بدمرغیو ستاسی په غاړه  ده .  او ددی سره سره بیا هم
ستاسی د  بی خونده ژوند  ساتنه وکړو؟ ، مقامونه اومعاشونه مو  برحال وی
؟ او که نه بیا سیاسی پناه درکړو ؟  .
 مونږ چه د ۴۸ ملکونو  د لکونو  نظامیانو په حضور ، عصری وسلو ، پیسو او
دسیسو سره سره ونه توانیدو  چه اسلامی او ملی مقاومت مهار کړو (نو زمونږ
د یو څو زرو عسکرو پاتی کیدنه   خو به د هغو  د ځان وژنو په معنی وی)  او
هغه هم غیر له دی جه (تاسی غداران ژوندی وساتی نوره څه ګته لری ؟ ) او
دا به کوم زړور عسکر وی چه پاتی شی ؟ . یواخی دوهم ابشن مونږ لرو چه
(تاسو ته پنا ه درکړو که نه ؟ ) په دی به مونږ په پاتی دوه کلونو کی فکر
کوو. خو اوباما  فکر کوی چه شاید دوی ته به پناه ورکړی تر څو په هغه
هیواد  کی  که د یوی خوا  د دوی د محاکمه کولو مخه یی  نیولی وی د بلی
خوا دغه خاینین یو ځل بیا د قومی  جنګونو  او  احتمالی تاو تریخوالی  سبب
نه شی  څکه دوی سره اوس تجربه ،  پیسی او وسلی ډیری دی   او ممکن ځینی
ګاوندی ملکونه هم ورسره  ملګرتیا وکړی  ، خو په دی پناه درکولو کی به دری
 شرطونه  وی .
اول   داچه د ا پناه به سیاسی نه بلکه د مجرمینو او غدارانو په نوم وی
دوهم   ستاسی ټوله سرمایه  به  واپس کیږی چه مونږ درکړی  او یا مو له
خپلو خلکو غلا ، عصب او غبن کړی ده ،   او تاسی به ډیر ذلیله  او د نظارت
لاندی ژوند تیروی .
دریم    شرط هم دادی چه تاسی به دجنګی مجرمینو اوبین المللی  غدارانو په
نوم  بین المللی  محکمو  او  یا د افغانستان ملی او خپأوا ک حکومت ته د
محاکمی  د اورولو د پاره تسلیموو چه هغوی درسره  ټولو وژنو  ،ملی
اواسلامی خیانتونو او غداریو محاسبه وکړی خو هغه وخت مونږ ستاسی د ژوند
تصمین  نه  شو کولی ولی کورنی  به مو په امن کی وی  .
  مونږ نه غوښتل چه زمونږ دا خبری دافغانستان خلک واوری  او ستاسی ټول
رازونه  افشا شی  نو ځکه مو واشینګتن ته را وغوښتی .     په درناوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x