شعـــــرونه

دوتلې شاعرې حنیفه زاهد تازه شعر چې خپل شهیدزوي(اظهر) ته یې ویلی

له کراچۍ نه کوټې ته پر لار وم خداي مي دي غاړې نه بندوي دخضدار سیمه وه دټلیفون دمسیج زنګ رابیدار کړم ،ټلیفون مې راواخیست  پرمخ یې دیوه ناویلي پیغام (مسیج) علامه پرته وه پیغام مي پرانیست له واره مي پر یوه دردونکي خبر سترګې ولګیدې (په ډیره خواشیني سره باید ووایم دتکړه شاعرې حنیفه زاهد ځوان زوي په شهادت رسیدلی انا لله واناالیه راجعون) ټلیفون مې بیرته په خپل پوښ کې دننه کړ،شهید ته مي په جنت کې دلوړ مقام ،مورجانې او نورو قریبانو ته مي دجمیل صبر او عظیم اجر غوښتنه دلوي خداي ج له درباره وکړه.

دنوموړي له شهادت نه څه موده وروسته نن غرمه مهال  له ملګرو سره په مجلس کې ناست وم له یوه شاعر ملګري سره په خبرو بوخت وم، دمجلس یوه بل ملګري په خپل مبایل کې دخوږ ژبي ترانه ویوونکي ساجدیوه ترانه  چالانه کړه چې دشهید په یاد کې ویل شوې وه ،ترانه ډیره خوږه لګیده ، په ترانه کې دنورو الفاظو په نسبت دا کلیمه (الله اظهر شهید)ډیره دردمنه او له سوز نه ډکه وه چې دشاعر دخوږ من زړه حال یې بیاناوه.

ترانه لا پایته نه وه رسیدلې  ملګري مي راته وویل دا شعر دهیواد دوتلې شاعرې حنیفه زاهد شاجوي  دي چې خپل ځوانیمرګ شهیدزوي اظهر ته یې ویلي

اظهرشهید

دحق دلارې لاروی شهید ملا ضیاء احمد اظهر دمولوي مطیع الله اخندزاده زوي ، دهیواد دوتلې او نوموتې شاعرې ،داسلامي او افغاني ادب دځلاندې څهرې پتمنې خور حنیفه زاهد شاجويي دزړه ټوټه وو.

۱۹ کلن شهید ضیاء په صورت او سیرت ښکلی ځوان ،دډیرو عالي اخلاقو ،پوهې او زکاوت څښتن ؤ،لومړنۍ دیني زده کړې یې په خپل کور کې له خپلې مور او پلار نه  ترلاسه کړې ،له جهاد سره دزیاتې مینې او شوق له امله یې زده کړې نیمګړې پاته شوې په تنکي عمر دجهاد ګرمو سنګرونو ته لاړ، داشغالګرو او دهغوئ دګوډاګیانو په ضدیې په خپله سیمه شاه جوي ولسوالي کې  په وسلواله مبارزه لاس پوري کړ. نوموړي له کابو یو کلن جهادي فعالیت نه وروسته بالاخیر …….. داجل داعي ته لبیک ووایه، دیرغلګرو امریکایی ځواکونو او ګوډاګیو عسکرو په کمین کې په شهادت ورسید- انا لله واناالیه راجعون

دشهید اظهر  دمور دا لومړی ځل نه دي چې په زړه دغم دروند وار خوري ، تردې وړاندیې دیو بل ځوانیمرګ  زوي غم هم لیدلی ،چې د دیوال دچپه کیدوپه پېښه کې ترخاورو لاندي شو او په شهادت ورسید.

حنيفه زاهدشاجويي

(حنیفه زاهدپه ۱۳۳۴ل ،کال د زابل ولايت د شاه جوي ولسوالۍ د جعفرو د کلي د محمدعبدالله اخندزاده صاحب په دينداره او متدينه کورنۍ کي زوکړې ده .لومړنۍ زده کړي یې له خپل پلار څخه زده کړي دي ،اوددیني علوموبیلابیل فنون لکه صرف،نحوه ،فقه ،تفسیراوحدیث  یې له خپل خاونداوخسرمشهورپه اخندزاده صاحب څخه ترلاسه کړي دي .اغلې زاهدپه افغاني عنعنوي اواسلامي ټولنه کي هغه نیکمرغه میرمن ده چي دکوراوکلي دکارونواومناسبتونوترڅنګ  په ساعتونوساعتونوپه تعلیم اوتعلم بوخته وي ،له خپلي مطالعې څخه علاوه دیوې پوهي ،مینه ناکي اومهرباني مورپه څېرروزمره شپږساعته کلیوالي انجونوته په زده کړه ورکولوتیره وي  .زاهددډیري مودې راهسي شعروشاعري کوي خوتراوسه یې کومه شعري ټولګه نه ده چاپ شوې مګردناچاپوهغوبډایه زخیره اوسرمایه لري  ..حنیفه زاهددسپېڅلي احساس اوویښ ضمیرڅښتنه ده ،له خپلي خاوري اوخپلواکۍ سره یې مینه لري لارویان یې ستایې اوپرې ویاړي ،ځوانان په زغرده دښکېلاک پرضدبغاوت اوپاڅون ته رابولي ،استعمارګروته دافغان ولس سره دټکرتېري بوږنونکي پایلي ورپه زړه کوي اوپه حال کي یې دراتلونکوهغوپه اړه سرې (خطر)اشارې ورکوي .)

وحیدزابلوال

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شعر په لاندي لینک کې اوریدلی شئ

https://ia601603.us.archive.org/14/items/azharshahid/mp3

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x