افغانستان

طالبان: یوه امریکايي کشفي الوتکه رانسکوره شوه

د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د سورکۍ غره په سیمه کې د امریکايي عسکرو یوه کشفي الوتکه رانسکوره شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا الوتکه چې د جاسوسۍ په فعالیت بوخته وه د مجاهدینو لخوا په نخښه شوه او له ویشتلو سره سم د اور په لمبو کې پټه او پر ځمکه رانسکوره شوه.

نوموړی د عیني شاهدانو په حواله زیاتوي چې الوتکه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

د ګلوبل ریسرچ سنټر (Gloabal Research Center) د سروې له مخې د ۲۰۰۷م کال څخه راپدیخوا یوازې په افغانستان کې (۴۰) څلویښت کشفي الوتکې رانسکورې شوي دي.

د دې راپور له مخې د کال په حساب د نسکورو شوو جاسوسي الوتکو شمیره په لاندې ډول ده:

۲۰۰۷- ۱ الوتکه
۲۰۰۸- ۵ الوتکې
۲۰۰۹- ۱۳ الوتکې
۲۰۱۰- ۷ الوتکې
۲۰۱۱- ۹ الوتکې
۲۰۱۲- ۵ الوتکې

په دې رانسکورو شوو الوتکو کې (۲۹) الوتکې د امریکایانو دي، د کاناډایانو (۳) دي، د اسټرلیا، جرمني، او انګلستان یوه-یوه ده، او د پنځو الوتکو هیوادونه نه دي یاد شوي، یوازې دومره ویل شوي چې د آیساف مربوطې دي.

دغې سروې د ۲۰۱۲م کال د سپتمبر تر لومړۍ نیټې رانسکورې شوې جاسوسي الوتکې شمیرلي دي، په داسې حال کې چې د نومبر په ۲۸ یوه کشفي الوتکه په هرات ولایت، او ډیسمبر په ۱۱ یوه بله کشفي الوتکه په پکتیا ولایت کې رانسکوره شوې وه، او دا دی اوس بیا په پکتیا ولایت کې د بلې کشفي الوتکې د نسکوریدو خبر ورکړل شو.

د یادې پیښې په اړه تراوسه ناټو، امریکایانو او یا هم افغان چارواکو څه نه دي ویلي. 

د یو بل خبر له مخې پرون ناوخته د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې یو افغان سرتیري ۲ خارجي عسکر په ډزو وژلي دي.

معمولا د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو سرتیري هغه افغان عسکر ژوندی نه پریږدي کوم چې په خارجيانو ډزې وکړي، او اکثره افغانان چې د اردو او پولیسو له لیکو ئې په خارجیانو ډزې کړي د خپلو ملګرو لخوا ځای پرځای وژل شوی دی، خو د یادې پیښې په اړه طالب ویاند زیاته کړې چې د ده په وینا نفوذي مجاهد په تیښته بریالی شوی او روغ رمټ له دوی سره یوځای شوی دی.

د سرښندونکو بریدونو په شان دا ډول بریدونه هم، چې د افغان عسکرو له منځه په خارجیانو ډزې کیږي، د بهرنیو او افغان دولت لپاره یو داسې ننګوونکی ګواښ دی چی تر اوسه ئې په مخنیوي کې عاجز ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x