نړۍ

امریکا: پوهنتون کې د ډزو په پایله کې درې محصلین ټپیان شوي دي

نن ټکی آسیا (چهارشنبه): د امریکا د ټکزاس ایالت په یوه پوهنتون Lone Starکې د ډزو په پایله کې درې تنه ټپیان شوي، چې ښایې خپله مجرم هم په کې شامل وي ،دوی سمدستې روغتون ته رسول شوي او تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
پولیس وايي، چې دغه پېښه تیره ورځ رامنځته شوې او د یوې څلرم تن د قربانۍ خبره هم کیږي؛ یوه بوډا میرمن هم چې هلته حاضره وه د ډزو د اورید په وجې ورته د زړه سکته پیدا شوې وه.
د یادونې وړ ده د روان زېږدېز کال په لړ کې دا د خپل ډول دوهمه پېښه ده . کابو یوه میاشت وړاندې هم یو وسلوال د خپلې ښوونکې مور په ګډون ۱۸ شاګردان ووژل. راپورونه وایې د امریکا په مختلفو برخو کې تېره میاشت شاوخوا زر کسان په ډزو لګېدلي.
شنونکی په امریکا کې دغه حالت بېساری ګڼي او وایې ممکن په نورو جګړو کې د لاښکېلتیا او ګډېدا په پایله کې د هېواد داخلي امنیت ته سخته صدمه ورسېږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x