نظــر

داسلامي امارت دریځ (کتاب )ته لنډه کتنه

په دې وروستیوکي دافغانستان اسلامي امارت دفرهنګي کمیسیون له لوري ((داشغال په  وړاندي داسلامي امارت دریځ ))په نوم کتاب پرښه سپین کاغذاوښکلي صحافت چاپ شو، په کتاب کي    دعالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله )پیغامونه ،دامارت اعلامیې ،دمحترم ملاعبدالغني «برادر»،مولوي جلال الدین حقاني صاحب ،قاري محمدیوسف احمدي اوذبیح الله مجاهدخوراپه زړه پوري  مرکې اوڅرګندوني اوډل شوي دي اوپه ټولیزه توګه په دغه  کتاب کي ټولټال  ۱۳۵عنوانونه راغلي دي .
داسلامي امارت دریځ (کتاب ) په خپل ډول کي یوبېساری پرمختګ بلل کیږي ،

ځکه تردې مخکي داسلامي امارت دموقفونوکومه ټولګه نه وه چاپ شوې ،بل داچي څېړونکوبه داسلامي امارت اړوندمعلومات له رسنیواوژورنالیستانوله راپورونواویادښتونوڅخه اخیستل  چي ترډیره حده یوطرفه اوخیالي انګیرني وې نه ثقه معلومات .
داسلامي امارت دریځ په لنډي سریزي پیلیږي چي په لومړي اووروستي پاراګراف کي لولو :
دیویشتمي پیړۍ پیل چي نړیوال یې دډیالوګ ،بشري خواخوږۍ،زغم اوتمدن دورګڼي ،برعکس پرافغان ملت دعصري وحشت اوماډرن جاهلیت خونړۍ پیل ؤ . دیوولسم سپټمبردپیښي په بهانه دغربي تهذیب اوتمدن سروالانودامریکا په مشرتوب  د۲۰۰۱ز،داکتوبرپر۷مه نیټه پرافغانستان ناروااووحشیانه یرغل وکړ. په لسهاووزره افغانان یې شهیدان اوټپیان کړل   ،کلي ،کورونه اوشنه باغونه یې ویجاړکړل ،پر ودونو ،جنازو اوجرګو یې ټنونه بمونه اوکیمیاوي (سپین پاسفورس او…..)مواداستعمال کړل . پخواني  کمونسټ مسلکي قاتلان اوهغه دسپېڅلي جهادبدنامونکي ټوپکسالاران یې چي طالبانوشړلي وویوځل بیاپرافغان ولس وتپل . دمخدره موادوکراوقاچاق،دایډزوژونکې ناروغي ،دمنسوخ اوتحریف شوي  نصرانیت  تبلیغ ، اداري اواخلاقي فساد،بې کارۍ ،غلاوو ،ماشوم تښتونو او….. پر افغان ولس خپل کرغیړن وزرونه وغوړل . له بلي خوابیاهمدې دډیموکراسۍ اتلانوپه افغانستان کي  دعقیدوي ،فکري اوعنعنوي انحراف لپاره په کوردننه اوبهر په سوونوچاپي اوبرېښنایې رسنۍ فعالي اواستخدام کړي دي چي  شپه اوورځ په خپلو تبلیغاتو سره زموږ د ملي ویاړونو مسخه کول غواړي  .په ملي اتلانومولکه محمودغزنوي ،میرویس نیکه ،احمدشابابا،وزیراکبرخان،محمدجان خان ،ملامشک عالم ،دهډې ملاصاحب ،ایوب خان  ،ملالۍ ،ناهیداوپرلارویانویې  ملنډي وهي ، دسومنات ماتیده ،دپاني پت سوبه ،د«لته بند»اومیوندغزاګاني اوبریاوي اودسرووحشي لښکروپرضددافغان ولس مبارزه هسي دوخت اوانرژۍ ضیاع ګڼي. جهادترهګري ،مجاهدټروریسټ ،خپلواکي دنړیوالتوب(ګلوبلایزیشن ) له پرمختګ اواستراحت !!څخه بغاوت او اسلامي نظام انتهاپسندي  بولي ،مګردګمراکوونکوفلمونوننداره ،فحشاء اوفساد دبیان دازادۍ ،عصري توب ،بیارغوني اوپرمختګ تمرین  ګڼي .داټول په داسي حال کي چي خپل ځانونه دبیان دازادۍ دفاع کونکي  اودبشریت خواخوږي بولي اوپه نورویې دتېري  تورونه پوري کوي .
ستاسي په لاس کې کتاب (داسلامي امارت دریځ )به ترډیره بریده دحقیقت پلټونکوسره دحقایقوپه بیانولواودوقایعو په څرګندولوکې مرسته وکړي ، دتېري لسیزي دحقایقوپه روښانولوسره  به اغېزمن شوي افکاراوتیاره اذهان تنویر کړي په تېره بیاافغان ځوان کهول ته به  دخپل هیواددسیاسي،جهادي- پوځي اوټولنیزوپیښوپه اړه به داسلامي امارت دریځ  اوواقعیتونه روښانه اووړاندي کړي .
په کتاب کي   تر سریزي وروسته   د«څوخبري »ترسرلیک لاندي دطالبانوداسلامي  تحریک دپیل ،چټک یون اودواکمنۍ پرمهال دپوځي ،سیاسي ،تعلیمي اوټولنیزو پیښو اوپه ټوله کي دکورنۍ تګلارې اوبهرنۍ پالیسي اړوندډیره  ګټوره  تحلیلي اومعلوماتي مقاله راغلې ده ، چي تردې مخکي په کوم کتاب اویارسنۍ کي په همداسي موثق ډول داسلامي امارت په اړه څه نه دي وړاندي شوي  .
فرهنګي کمیسیون تردې (داشغال په وړاندي داسلامي امارت دریځ )کتاب مخکي «په افغانستان کي زندانونه اوناویلي حقایق »په نوم کتاب چاپ اوخپورکړ،په دغه کتاب کي دګوانټانامووحشي زندان اوپه افغانستان کي دننه دبګرام ،پل چرخي ،کندهارعمومي اوامریکایې محبس اونوروزندانونواړونداجمالي معلومات  ،دمجاهدینوله لوري پرله پسې په څوولایتونوکي دزندانونوماتیدل ،دعیني  شاهدانومشاهدې اوڅرګندوني اودزندانونو ناوړه وضعیت په کي توضیح شوي  دي  .
فرهنګي کمیسیون دبرېښنایې مطبوعاتوپه برخه کي دالاماره په نوم ویبسایټ جوړکړی اودهغه دښمن چي دبیان ازادۍ شوراوځوږیې نړۍ پرسراخیستې دپرله پسې بریدونوسره سره همدایاده شوې ویبپاڼه سمبالوي اوچلوي .الاماره ویبپاڼه  په پښتو،دري ،عربي ،اردواوانګیزي ژبوبیلي بیلي څانګي لري اوپه هره یوه کي یې تازه تازه جهادي خبرونه ،راپورونه ،تبصرې ،علمي اوسیاسي مقالې خپریږي ،دغه رازداسلام په نوم پاڼه لري چي پربیلابیلودیني موضوعاتولیکني په کي خپریږي اوپه ځانګړې توګه دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه دخلګودیني – فقهي پوښتنوته ځوابونه ورکوي .
دالاماره سمبالونکي ډاکټرطارق غزنیوال صاحب په ویناچي الاماره ویبپاڼه په میاشت کي دیرش لکه(۳۰۰۰،۰۰۰) لیدونکي اولوستونکي لري . دادلیدونکوهغه شمېر دی چي ډیري رسنۍ دومره لوستونکي اولیدونکي نه شي موندلی .
دغه رازفرهنګي کمیسیون دچاپي رسنیوپه ډګرکي مورچل ،څرک اوشهامت په پښتواودري ژبو،الصمودمیاشتنۍ په عربي ژبه اوشریعت میاشتنۍ مجله په اردوژبه   خپروي .په یادوشوومجلوکي سیاسي ،جهادي ،علمي ،تحقیقي اوادبي مضامین ،دمجاهدینومرکې ،دشهیدانوژوندلیکونه اوپردښمن دمجاهدینودبریدونوخبرونه ،راپورونه اواحصائیې خپریږي .
همدارازدفرهنګي کمیسیون دسمعي اوبصري څانګي په چوکاټ کي دالاماره ،منع الجهاد،الهجرت او…..سټوډیوګانوله لوري دجهاد ي عملیاتو،استشهادي ،جبهې اوچریکي بریدونوژوندۍ صحنې خپریږي تردې مهاله یې ترپنځوس ډیري ویډیوګاني شایع کړي دي .ویډیوګاني اوچاپي مجلې ډیرزیات مینه وال لري اودځوان پښت په سالمه روزنه کي یې خوراپراخه ونډه لرلې ده .
داسلامي امارت دریځ (کتاب )په چاپ سره دفرهنګي  کمیسیون له لوري دچاپ شووکتابونوشمېردوولس (۱۲)عنوانه ته ورسید، شایقین کولای شي چي همداکتاب  په بیلابیلوکتابپلورنځیوکي ترلاسه کړي ،په دې هیله چي دریځ هرومروولولئ اونوروته یې دلوستلوترغیب ورکړئ !

والسلام

میوندسادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x