نظــر

له زندانیانو سره ناوړه چلند

دملګروملتونواستازي دفتر(یوناما)په خپل وروستي څیړنیزراپورکي په ډاکه کړې چي دکرزي دکورنیوچارووزارت اوملي امنیت  ریاست کي دزندانیانوسره ډیر ناوړه چلندکیږي اوپه پراخه پیمانه بشري حقونه پکي ترپښولاندي کیږي  .یوناماددتېریوه کال په اوږدوکي د۶۰۰زندانیانوڅخه دپوښتنوګرویږنوپربنسټ همداراپورچمتوکړی  اوپه هغومحبسونوکي  چي همدابندیان پکي ساتل شوي ،د۱۴ډوله شکنجوڅخه دڅونومونه یې (له چته ځوړندول ،وهل – ټکول ،بریښنایې شارټونه ورکول ،په مرګ ګواښل اوجنسي تیري )په ګوته کړي دي .

له تېرویوولسوکلونوراهیسي نیواکګرواومزدوررژیم یې په افغانستان کي دومره زندانونه جوړکړي دي چي دافغانستان مساحت اونفوس ته په پام یوبېساری انکشاف دی ،دوی دافغانستان سره په نړیوالوکنفرانسونوکي دبسپنویوخاص مقداردزندان جوړولواوزنداني کولوپروژواوپروسوته وقف کړي دي .
دکابل په ګډون  په یوشمېرولایتونوکي اوس هم دیرغلګرواوکابل حکومت درسمي اوغیررسمي  زندانونوڅخه پرته شخصي محبسونه شته چي په بیلوبیلونومونومظلوم افغانان پکي ځوریږي اوشکنجه کیږي اوتراوږده بندوروسته بیادډیروپیسوپه بدل کي خوشي کیږي  .پوښتنه داده چي په معلومورسمي زندانونوکي داسي وحشت  لکه یوناماچي اشاره ورته کړې  تکراریږي چي دبشري حقونوفعالان اوژورنالیستان کله ناکله ورځي ،نوپه پټوشخصي بندیخانوکي به څه ډول چلندرواج وي ؟.
په هرصورت زندانونه که شخصي دي یاحکومتي  ټول  دکرزي ادارې پوري مربوط دي ، مخکي به ویل کیدل  چي  په زندانونو کي ناوړه چلنددټوپکسالارانوله خواتکراریږي ،خودوخت په تیریدوسره اوس داهم جوته شوه چي نه یوازي ټوپکسالاران بلکي دکمونیستي رژیم پاته شوني اوغرب ځپلي   تکنوکراتان هم  په دې بربریت کي ترستوني غرق دي .دوی چي دمتمدني نړۍ (امریکااواروپا)په غیږکي پالل شوي اولوبیدلي دي ،وخت ناوخت چي دراډیوپه څپواودټلویزیون پرپرده راڅرګندشي ځانونه دبشردحقونومدافعین ګڼي ،خوپه عمل کي  ترنوربدتردي  .دوی په افغانستان کي دروان څوبعدیزظلم اووحشت په ټولوڅانګوکي اغیزمن رول اولوی  لاس لري ،که دمځکوغصب ، اداري فساد،جاسوسي ،اخلاقي فساداو…..دي ،په تېره په اخلاقي فساداوپردیوته وفادارۍ کي  خویې پام وړجایزې اخیستي دي . دوی نورخلګ هم د چل اوزورله لاري  هڅوي چي  دښکېلاک دغلامي  ځنځیرونه په غاړه کړي .
دکمونستي رژیم په څېردکابل اوسني چارواکي هم دزندانیانوسره ډیروحشیانه چلندکوي  ،په تشنابونو،قفسونو،زیمناکه مځکتلونو(زیرخانو)کي یې په میاشتومیاشتوساتي  ،دوهلو- ټکولوترڅنګ برېښنایې شارټونه ،په چت ځوړندول ،دنوکانوایستل ،اورازرازروحي اوجسماني تعذیبونه ورکوي  .دکابل رژیم په زندانونوکي یادشوي مظالم په ځلونودبشري حقونودځینوټولنوله خواهم تائیدشوي اودمخنیوي ږغ یې پورته کړی دی ،خوتردې مهاله دزندانونوپه وضعیت اودزندانیانوسره په چلندکي کوم مثبت تغیر نه دی ترسترګوشوی  .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x