نظــر

بين الافغاني تفاهم

دا یو حقیقت دی چي جګړه دولسونو لپاره یو ناورېن اوستره بد مرغي ده او او نژدې نېمه پېړۍ تېرېږي چي دا ناورېن زمونږ په ملت تپل شوی دی، دیرغلګرو له وتلو وروسته له جګړو ستومانه شوی افغان ولس نور داضافی خپل منځي جګړو دتحمل وس نلري . په کار دادی چي زمونږ دمقاومت اتلان او دهغوی مشرتابه لکه څرنګه چي يې دتېر لس کلن جهاد په ډګر کي د (اشداء علی الکفار) دحربي سیاست دپلي کولو له مخي اود بېدرېغه سترو قربانیو له لاري دسیمي او اسلامي امت په سطحه  تاریخي امتیازات ترلاسه کړل،

په ورته شکل دسولي په راوستلو ، او دټولو ذی دخله افغانی سیاسي حلقو په ګډون په یوه نظام دتوافق، دوېجاړ او لوټ شوي هېواد دبیا رغوني او دهېوادوالو لپاره دهوسا او پرامنه ژوند داسانتیاوو دبرابرولو په ډګر کي هم د (رحماء بینهم) دسیاست دعملي تطبیق له لاري ویاړونه خپل کړي او پرې نږدي چي دیرغلګرو له وتلو وروسته مو هېواد یوځل بیا دسیمه اېزو لوبغاړو او خود غرضه کړیو دسیالۍ ډګر او ولس مو دخپل منځي جګړو او ورور وژني په اور کي را اېسار کړل شي .

پدې مورد کي دمحترم مشر اغاجان وروستۍ لیکنه چي د طالب بندیانو د ازادولو په تړاو کي یې کړي او په تاند کي نشر شوی ده پداسي مناسب وخت کي لیکل شوي ده چي دکورنۍ چګړي دمخنیوي لپاره زمونږ دنژدې راتلونکي وخت بنسټېزه اړتیا ده اوپه عین وخت کي دهېواد او هېوادوالو لپاره دیوه نوي سباوون زېری دی، لیکنه که څه هم چي ډېره لنډه ده خو ډېره پرمحتوا او دسولي د تامین په مورد کي ديوه نوي خوځښت دپیل یوه ارزښتمنه سرېزه ده، دمحترم مشر داډول په زمکنیو حقایقو مبني پرله پسې لیکني دهغه دسیاسي زېرک توب، اصیل فکر، ژور ادراک  او دامارت دمشرانو په افکارو کي دمثبت نوښت ترجماني کوي رښتیا هم چي دپاکستان دواکمني ادارې وروستی اقدام که په هر نیت وي له انساني، اخلاقي او شرعي پلوه یو دستایلو وړ نېک عمل او دافغاني لانجې دحل په لوري یو مثبت ګام دی الله تعالی دي وکړي چي مونږ ټول ګاونډیان دحسن نیت له مخي په ورته بڼه زمونږ دکړېدلي ولس په یوه ځلانده راتلونکي کي لا زیات مثبت او اغېزمن رول تر سره کړي .

دا دهرافغان وګړي دزړه اواز دی چي هر بارسوخه، متدین، پخپل هېواد مین او دخپل ولس خواخوږی افغان دمحترم مشر اغاجان داغږ په هو!!! سره بدرګه کړي، دزړه له کومي ورته لبیک ووايي، پدې مورد کي خپل منځي تماسونه ټېنګ کړي، دکور کلي او ملت په سطحه خپل ټول استعدادونه او امکانات په هېواد کي ددایمي سولي دراوستلو په موخه په کار واچوي دازمونږ دځورېدلي ولس چېغه ده او باید واورېدله شي .

سرله اوسه زمونږ مشران باید دیو اوبل منلوته غېږي خلاصي کړي، یو دبل شتون وزغمي، دفکر او واک انحصار ته دپای ټکی کېږدي، دخپل منځي تفاهم دپیلولو په موخه په یوه مېکانېزم کار پیل کړي تر څو وکولای شو دیرغلګرو ځواکونو دوتلو په وخت کي له یوې ستري خلاء سره چي دیوې بلي غمېزي مقدمه به وي مخ نشو او له متوقع ناورېن څخه خپل هېواد او ولس وساتو.

د محترم مشر اغاجان په لیکنه دتبصرې په پای کي دیوه مسلمان افغان په صفت زما هیله داده چي هغه افغانان چي څوک يې خبري ته غوږ نیسي، یایو ډول سیاسي شهرت او زعامت لري، خواه که هغه هرچېرته وي، که دجهاد په سنګرکي وي، که واکمنه اداره کي وي، او یا که له هېواده بهر وي خو چي په ملت يې زړه بدېږي، اسلام اوهېواد ته هوډمن وي باید دمحترم مشر اغاجان دهمدې مثبت فکر ملا وتړي دا صادقانه غږ او اصیل فکر دي دولس بېلابېلو اقشارو او طبقاتو ته ورسوي او عمومي ذهنیت ددې ته چمتو کړي چي سوله زمونږ تر هرڅه دمخه بنیادي اړتیا ده او ددې لپاره بین الافغاني تفاهم او بیا توافق حتمي او ضروري دی،  دیرغلګر له بشپړ وتلو وروسته نور باید چاته ددې اجازه ورنکړو چي له هېواده مو دجګړه اېزو سیالیو او مسابقو ډګر جوړ کړي که بیاهم دتېري غمېزي دتکرار له ګواښ سره لاس او ګرېوان کېږو نو له عمومي ملي پاڅونه پرته يې بیا په چېغو او ژړاګانو دمخنیوي امکان نشته

والسلام

ابو خلیل قدوسي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x