نظــر

دکابل دوروستیو تعروضي بریدونو په اړه !

تیره ورځ طالبانو د کابل ښار په دهمزنګ مرکزي سیمه کې په ترافیکو ریاست  برید وکړ اودخپلوپنځو بریدکوونکو په وسیله یې دکابل په دغه مرکزي برخه کې ټول دولتي اودهغوئ تر څنګ  بهرني ځواکونه ترنهوساعتونوپوري مصروف  وساتل.

په یوه اونۍ کې دطالبانولخوا دکابل ښار په مرکزي مهموسیموکې دطالبانوداشاني  دوه  پرلپسي تعرضي بریدونه  ددولت اودهغوئ دبهرنیوحامیانو هغه ادعاوې چې ګواکې طالبان یې کمزوري کړی بلکل ناسمې ثابتوي .

ځکه دژمي په دې ساړه موسم کې به نوروختونه معمولا دطالبانوپه پوځي فعالیتونوکې کمی ترسترګوکیده او هغوئ به په خپلو سیموکې دبهرنیوځواکونو په مقابل کې یواځي دفاعي حالت خپل کړی وه .

خواوس چې دمعمول خلاف په دې ساړه موسم کې دهیواد له لیرو پرتوسیموڅخه  دهغوئ تعرضي فعالیتونه دپلازمینې کابل په مرکزي نقطو او حساسو پوځي او امنیتي سیمو باندې متمرکزدي  دا له پوځي نقطه نظره د طالبانو په مقابل کې ددولتي ځواکونو له کمزوري نه سیوا بله هیڅ توجیه نه لري .

ځیني سیاسي شنونکي په دې نظردي چې طالبان په اوسنیو شرائطوکې  په کابل کې  داشاني تعرضي بریدونه  ځکه ترسره کوي  چې دسولې په روانوخبرو اتروکې  امتیاز او سیاسي تفوق ترلاسه کړي .

دغه نظریه  ښايي تریوه حده سمه وبلل شي خو که دطالبانو پوځي تګلارې ته وکتل شي نودهغوئ پوځي فعالیتونه کله هم  دسیاسي تحرکاتو اویا په اصطلاح  دسولې  په خبرو پوري  وابسته  موسمي  حالت نه  لري، بلکې  دهغوئ ټولو پوځي فعالیتونو په هیوادکې دبهرنیوپوځونو تر شتون پوري په مسلسله  توګه دوام لرلای  تردې چې  هغوئ دسولې دخبرو په جریان کې هم دخپلو اعلامیو په ترڅ کې داخبره په ډاګه کړي چې دبهرنیو ځواکونو تروتلو پوري به یې دهغوپه خلاف  مقاومت  دوام لري .

دغه بریدونه  دولت او بهرنیانوته څه پیغام ورکولای شي ؟

دغه بریدونه  هم له پوځي اوهم له تبلیغاتي اړخه  ددولتي اوبهرنیوځواکونو په  مورال  سخت منفي تاثیر غورځوي ؛ځکه  هغوئ له  نړیوالواومحلي رسنیوسره په  څرګندونوکې  تل دطالبانو دله منځه وړلو اوکمزوري خبرونه کوي  ،خودلته عملا لیدل کیږي  چې دکابل غوندې په مهم  ښار اوهالته هم بیا په مهمو دولتي تأسیساتو باندې  طالبان  داسې  مسلسل تعرضي بریدونه ترسره کوي چې بهرنیان او دولتي ځواکونه له خپلو ټولوپوځي او امنیتي تدابیرو او امکاناتوسره  له مخنیوئ څخه ناتوانه  اویواځي په دفاعي  حالت کې قرارلري .

له  عسکري نقطه نظره تعرض خپله  دبرلاسي مانا لري  داچې نن  دولت  اوبهرنيو  ځواکونه  له خپلو ټولو امکاناتوسره په کابل باندې دطالبانو دبریدونوپه مقابل کې  دمخنیوي ابتکار اوتوان له لاسه ورکړی  اویواځي دفاعي حالت یې خپل کړی دادې  ښکارندوینه کوي  چې په  پوځي لحاظ دبریالیتوب  ابتکار  په ښکاره توګه  له طالبانوسره  ده .

اوهغوئ وغوښتل چې دغه  پیغام  دکابل دوروستیو پرلپسي تعرضي بریدونو په وسیله  خپله  دبهرنیانو دنشراتي  رسنیو  په وسیله بهرنیانوته ورسوي .

شاهد غزنیوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x