شعـــــرونه

الله شاهددى

زره زره به راښــــكاره شي په عــقـبى ګــنـاوې
الله شــــا هـــد دى نه پټيږي د هـيـچــا ګنـــا وې

بايـد چي ونــيـســو ژونـد ون كــي د تــوبې لمـنه
هرچــا چي كـــړي په ژوندن كي دي بلا ګنـاوې

نه پا ته كــيــږي بخـښـل كـيـږي په رښتني توبه
كه لكــه غــرونه د و مره غټ وي دهر چــاګناوې

دې كي ثواب نشته عذاب مو پرې زياتيږي هنوز
زه ستـــا ګنـــا وې حســـا بم او تــه زمــا ګنــاوې

دهر چا خپل حساب كتاب دى په محشر ملګرو
زوى ترېنه خلاص دى كه يې كړي وي باباګناوې

نيك بخت مؤمن دى چي په ښه عمل يې سوځي ګنا
كلـــه تـــو يــېــږي دمــشـــر ك بې انــتــها ګناوې

ګورئ بد بخت منافقت دى چي تيارې ترې زيږي
دصـــداقـت رڼــا وې تل وهــي پـــر شــا ګـنـاوې

شراب خــوري ، قتل ، زنا اوحق خــوري شـه وركه
دغــه څــــلو واړه جــرمـــونه دي رښتيا ګناوي

الهــامه! ځـــان ژغــوره دكـيـن اوعـدا وت له سايو
دكــين او بغض ترســا يــولاندي دي دريـاګـناوې
2013/02/20 زابل شينكئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x