نظــر

يو ځل بیا دپاټکیانو وحشت

د امریکايي اشغال له راتګ سره دپاټکیانو وحشتونو هم زور واخیست، له کومې ورځې چې اشغالګر راغلي له همغه ورځې په افغانستان کې د انساني کرامت پر سر لوبې روانې دي.

په زرهاوو مېرمنو یا خو ځانونه وسوځول او یایې زهر وڅښل، او په سلهاوو نورې د جنسي تیریو ښکار شوي، په ځانګړي ډول د اربکیانو له خوا. 

له دې پرته د فساد او فحشا څپو چې ټول حکومت پر مخه کړی هغه خو لا څه کوې، د لومړي ځل لپاره په ټوله نړۍ کې د غیرتي او پر دین مینو افغانانو د ټاټوبي په سپین تندي تور داغ کېښودل شو، د یو څو فاسدو او عیاشو څېرو له خوا ګران افغانستان د نړۍ په کچه په فساد او درغلی کې لومړی مقام وګټلو. او دا ټول د نیواکګرو او ددوی د همنظرو د هغه دیموکراسۍ ارمغان دی چې دوی یې شپه او ورځ په مدح او صفت نه مړېږي. 

څو ورځې وړاندې په انټرنېټ کې یوه وېډیو خپره شوه چې د غرب غلامان د یو زخمي مجاهد مبارک جسد په غربي ټانک پورې تړي او په خورا وحشت سره یې په سرک کشوي، تر دې چې نوموړی مجاهد په همدې وحشتناک حالت کې په شهادت رسېږي! داسې چې انسان څه چې ځناور به هم داسې ونه وکړي، مګر دغه بې حیثیته او بې ظرفیته د غرب ګوډاګیان پرې ویاړي. 
http://www.facebook.com/photo.php?v=122360727932046

په ټولو انساني ټولنو کې د ټولو بشري قوانینو، او انساني ارزښتونو له مخې له ټپیانو سره انساني چلن یو معمول دی، ټول د مړیو جسدونو ته په درنه سترګه ګوري، مګر د غرب داړه مارانو د انساني کرامت په تر پښو لاندې کولو کې ریکارډ قایم کړ.

دشهیدانو د جسدونو غړي یې له ځان سره د یادګار په توګه وساتل، د شهیدانو له جسدونو سره یې د افتخار په ډول انځورونه وکښل، د شهیدانو پر پاکو جسدونو یې بولې وکړې، او له شهادت وروسته یې په اور وسوځول، دا او دېته ورته نور په سلهاوو جنایتونه یې تر سره کړل. 

د پام وړ دا چې دا ټول جنایتونه د دیموکراسۍ د استاذانو له لوري تر سره شول، اوس چې ددیموکراسۍ استاذان خپلې کډې باروي نو میراث یې شاګردانو ته پاتې کېږي.

اوس اوس په نېټ کې یوه بله ویډیو داسې خپره شوه چې په روزګان ولایت کې یو ځايي اربکی قوماندان حاجي شاه محمد چې دلوی پاټکسالار قوماندان مطیع الله چې د امریکایانو نېږدې خواخوږی او دوست دی قوماندان دی، د سیمې یو اوسېدونکی په دې تور چې پر کومه ښځه یې دجنسي تېري هڅه کړې په عام محضر کې لپ لغړ کوي، او بیا ټول ټوکې او مسخرې ور پورې کوي، هغه که هر څو عذر او زارۍ ورته کوي، الله او رسول ورته شفیع کوي مګر د غرب د ګوډاګیانو په زړونو کې انساني کرامت ته هېڅ رنګه د احترام او درناوي احساس نه را پورته کېږي.
http://www.youtube.com/watch?v=PzswFboTs_Y 

په دې کې شک نشته چې د یو چا په ناموس د تېرې هڅه غلط او ناسم کار دی، مګر دا رنګه سزا خو نه په کوم آسماني کتاب کې راغلې او نه هم دځمکې پر مخ په کوم قانون کې شته، داسلامي شریعت له مخې د دارنګه جرم لپاره دځانګړو شرایطو او شرطونو په رڼا کې ځانګړې سزا ټاکل شوې ده. 

داسې ښکاري چې مخکنیو پاټکیانو یو ځل بیا خپل مخکنې وحشت ته مخه کړې ده، دوی غواړي یو ځل بیا ګران افغان ولس د اویایمې لسیزې دلومړۍ نیمايي نادودو او جنایتونو په اورونو کې وسوځوي، یو ځل بیا همغه خپل مخکنی عادت تکرار کړي، بلکې له نیواکګرو څخه د جنایتونو نوي نوي تکتیکونه او وحشتونه هم پر افغان ولس کې عملي کړي.

مګر نه کله به هم داسې ونه شي،الحمد لله افغان مسلمان او بیدار ولس په هر څه ښه پوهېږي، له همدې کبله دخپلو مخلصو بچیانو تر څنګ اوږه پر اوږه د نیواکګرو او ددوی دګوډاګیانو په وړاندې دا لس کاله خپل مقدس جهاد مخ په وړاندې بیایي، او فعلا هم په کلکه سره د اسلامي امارت تر شا ولاړ دی، تر څو یو ځل بیا ولس د دا رنګه درنده ګانو په ناولو منګولو کې راګير نه شي.

سيد ولي حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x