نظــر

چی می سترګی غړولی نو سری وینی می لیدلی!

AfghanCivilianCasualtiesبسم الله الر حمن الر حیم
زما دمور له وینا په دیرشمه ورځ می سترګی خلاصی کړ ی او دا بدرنګه دنیا می ولیده خو د مور او پلار مینی رانه هر څه پټ کړ ل د مهاجرت شپی او ورځی وی پلار جان می د کمونیزم او سره لښکر له زندانه نوی راوتلی وو خپل کور ژوند او هر سه تری پاتی او د پاکستان په سره ګرمی کی د نورو مهاجرو خویندو او ورونو سره د خیمی لاندی شپی او ورځی سبا کولی.

د مهاجرو په کیمپ که را ته ځای راکړ ل شو او پلار جان د مجاهدینو سره په کمک بوخت وو. یو ماښام د کور په صفه کی سره ټوله کورنی ناست وو او پلار جان می راډیو ته غوږ نیولی وو یو ځل په ژړا شو

او مور ته می وویل چی ضیاء الحق شهید شو نو ما په ډیره وارخطایی پوښتنه وکړه پلاره هغه زموږ څه کیږی راته یی وویل زویه هغه زموږ د وطن د جهاد ملګری وو اوس نو خدای خبر چی د افغانستان به څه کیږی نو موږ هم وژړل او دعا مو کولی چی خدایه روسان تباه کری خدایه ته یی وشرموی.

هره ورځ به زموږ کلی ته یوه یا سو جنازی راوړل کیدی او موږ به بیا پوښتنه کوله چی دا ولی مړ شوی صرف دا یوه خبره به مو اوریدله چی د روسانو سره په جهاد که شهید شوی زموږ د کلی هدیره له شهیدانو نه ډکه شوه موږ را ستر شو.
یوه شپه په حجره کی میلمه وو نو موږ به همیشه د میلمه د خدمت لپاره د حجری وضیفه دار وو تره می هم ناست یو ځل چغی شوی او ټولو بیرون ته منډه کره او هری خوانه ډزی شوی زه او زما د تره زوی وارخطا شو او موږ هم بیرون منډی کړی ومو کتل چی تره می هم تفنګچه په لاس ډزی کوی او ژاړی او د الله اکبر ناری وهی اسمان کی ستوری نه ښکاری یوازی سری مرمی دی چی ټول اسمان یی نور هم خایسته کړی بیا مو چغی کړی چی لالا لالا دا سه خبره ده تاسو ولی هم ژاړی هم ډزی کوی او هم الله اکبر ناری وهی نو په ډیر ډک ستونی راته وویل زویه زموږ وطن افغانستان آزاد شو روسان مو مات کړل جهاد مو کامیاب شو زموږ د شهیدانو وینو رنګ راوړ نور به خپل وطن ته زو چی اوس هم رایادیږی نو ژړا رازی او سترګی می اوښګی تویوی هغه شپه ټوله په ویښه سبا شوه او هر چا خیرات کاوه یو بل ته یی غیږی ورکولی له که اختر چی وی هر چا خپلی کډی ټړل شروع کړل چی نور خپل کلی ته زو نور خپل وطن ته زو کډی بار شوی او قطارونه جوړ شول نیم خلک لاړل ما به پلار جان ته ویلی موږ به کله زو موږ به کله زو زه به کله افغانستان ګورم هغه به ویل زویه صبر وکړه هر څه په وخت سره کیږی خو افسوس افسوس چی ډیر لګ وخت باد بیا د راډیو نه غږ راغی چی په افغانستان کی خانه جنګی او قدرت جنګی شروع شوه هغه څوک چی تللی وو بیا مهاجر شول بیا بیرته لوڅ راغلل بیایی د کور څو غړی نوو بیا خلک په ویر وو بیا نو د هر سړی غوږ ته راډیو وه بیا د هر چا دخولی نه صرف صق صق اوریدل کیده.
هر چا بیرته خپلی غریبی ته مخه کړه وران شوی کورونه بیرته بیا پټ شول زموږ درسونه بیا شروع شول یوه ورځ می بیا د پلار جان له خولی واوریدل چی دا ښه وسو اوس به دوی ته الله جزا ورکړی اوس به دوی ته چوکی مزه ورکړی دا اوس ښه خلک راغلل بیا می پوښتنه وکړه پلارجانه بیا څه وشو په افغانستان کی بیا څوک لاړل اوڅوک راغلل په جواب کی می واوریدل چی د طالبانو تحریک راغی او دا ټول جنګ سالاران او ټوپک ماران یی پسی واخیستل او د ټول ملت ملاټړهم ورسره ده خو افسوس افسوس چی دوی نه هم وشنیډه او دوی هم په خپلو شخصی اغرازو بوخت شول بیا هماغه وینی وی چی تویدی بیا همدا بیچاره ولس وو چی کړیده بیا یتیمان را زیات شول بیا میندی او خویندی بربنډی شوی هاه…………..
ما به ویل چی کله زما د وطن نوم په تلویزیون کی راشی کله به زموږ د کرکټ ټیم په تلویزیون که ښکاره شی کله به زما د وطن بیرغ په تلویزیون کي راشی خو په نادراتو که کله به می د افغانستان نوم په تلویزیون کی واوریده نو سترګی به می ډنډ شوی او ژړا به راغله چی ولی زه بی وطنه یم ولی زما وطن په ښه خبر کی نه راځی ولی تنها زما د وطن د جنګ خبر رازی ولی اخر ولی.
دا وو چی یو مازدیګر د خپل کور په حویلی کی له خپلو وروڼو سره په کرکټ بوخت وم چی د مور جانی غږ راغی چی زر راشه کوټی ته او دا وګوره چی راغلم نو د تلویزیون به صفحه لیکلی وو چی بیړنی خبر ( امریکا په افغانستان حمله وکړه او غواړی چی دا د طالبیزم رژیم رانسکور کړی) هاه نور نو هاغه ساعت وو چی په ما او زما په کورنی تیر شو ټولو ژړل او دا مو ویل چی موږ خو اوس اوس له سره لښکر نه ځان خلاص کړ دا صلیبیان به اوس څنګه کوو ډیر ځوانان راغلل او په سنګرونو کی پځای شول خو دا ټوله معامله ډیر ژر ختمه شوه او ټول افغانستان د دوی په ولکه کی شو بیا د آزادی خبری شوی بیا د خلکو د خپلواکی خبری شوی خلکو ته وویل شول چی راشی خپل حکومت خپله جوړ کړی او هر چاته چه غواړی هغه ته رایه ورکړی خپل سرنوشت خپله وټاکی.
ما لا تر اوسه افغانستان نه ده لیدلی ما لا تر اوسه په خپله خاوره خپی ندی لګولی ما لا تر اوسه د خپل وطن خوږه هوا نه ده تنفس کری نور می زړه تنګ شو نور می هوسله پای ته ورسیده او د اجازی پرته می افغانستان ته د تللو اراده وکړه سهار وختی د پیښور ملی بوس ته پورته شوم او بیا د نوی اډی نه مخ په تورخم کله چی تور خم ته ورسیدم نو د سنګ ملګری می یو بابا وو هغه ته می مخ واړوو او ورته می وویل چی بابا ته هم کابل ته ځی جواب یی راکړ هو بچیه ولی ته چیرته ځی ما ورته وویل زه هم کابل ته ځم خو اول ځل می ده چی د افغانستان خاوری ته داخلیږم که مهربانی وکړی چی کله خپلی خاوری ته ننوتم نو غږ راباندی وکه ویی ویل ښه بچیه زه به دی تر کابله ملګری یم څو شیبی بعد غږ وشو چی زویه دا اوس نو په افغانستان ور داخلیږی هاه چی می کتل ډیر خوند یی راکه دا زړه می یو ځل تازه شو او یو عجیبه غوندی احساس می وکړ د وجود ویښتان می ودریدل او سترګو نه می اوښکی راغلی دا می نو د ژوند تاریخی ورځ وه دا نو زما د ژوند له سره شروع وه په داخلیدو می سر ټیټ کړ او خدای ته می سجده وکړه چی شکر دی چی د خپل وطن دیدار می په نصیب شو بیا می په موټی که د خپل وطن خاوره واخیسته او په خپل تندی می ښکل کړه بیا د کابل په موټر کی کیناستم او له تورخم نه تر کابله بابا راته هر ځای تشریح کړ نو کابل ته ورسیدم دا سفر ډیر خوندور وو او هر ځای وران ویجاړ او کنډواله وو خو بیا هم راته ډیر ښایسته او په زړه پوری وو بلاخره انتخابات شول هرچا د خپلی خوښی کاندید ته رایه ورکړه خو ما پدی کی برخه ندرلوده ځکه ماته دا اسلام په خلاف ښکاریده او خپلی عقیدی راته اجازه نه راکوله چی د کفارو د ملاټړی حکومت ته رایه ورکړ م یا یی ومنم ځکه دلته ټول هغه ظالمان او قاتلین راټول شوی وو چی دا ملت یی په رنګ رنګ په وینو لړلی وو او دا چی اوس ټولو ته ښه په ډاګه شوه چی دا سنګه خلک دی او هر چا چی دوی ته رایه ورکړی اوس پښیمانه دی نو بیا هم هره ورځ بیړنی خبر چی په ځانمرګی برید دومره مړه دومره زخمیان بیړنی خبر په تخار کی په جومات کی بمی چاودنه په جلال اباد کی په بانک حمله او بیګناه مړه په هلمند کی بمی چاودنه او بیګناه مړه به وردګو کی بمبارد او بیګناه مړه په لوګر کی بمبارد او بی ګناه مړه داسی په لغمان ، کنړ، نورستان، غزنی،پکتیا………. بیا هم زما ورور زما خویندی او زما بچیان په ډول ډول مړه کیږی څوک می د طالب په نوم څوک می د امریکایی په نوم.
هره ورځ پدی انتظار یو چی کله به دا افغان وژنه بنده شی کله به د نورو دلاسونو نه خلاص شو کله به ځان راته انسان ښکاره شی تر کله به د پردیو په خوله ځانونه وژنو ترکله به د بل ډول ته ګډیګو کله به دنیا والو ته دا وایوو چی بس نور بس زما له وطن نه نور د جنګ میدان مه جوړوه نور زما ملت مه وژنه نور زما کورمه ورانوه پریږده چی زما ملت ارامه نفس واخلی پریږده چی زما ملت خپل زخمونه دوا کړی پریږده چی د آزادی نفس وباسی.
نو رازی چی په ګډه سره د یو آزاد خپلواکه او اسلامی افغانستان د جوړولو هڅه وکړو راځی چی سره یو شو او دی دنیا ته د یوالی مثال ورکړو راځی نور ځان وژنه او افغان وژنه بنده کړو راځی چی ماضی هیره کړو او دخپل راتلونکی په فکر کی شو نفاق ته شاه کړو او اتفاق خپل کړو په یو بل تورونه ونه لګو یو بل ته لاره وښیو او پرینږدو چی زموږ راتلونکی نسل هم خپل ژوند په سرو وینو لړلی وګوری پریږدو چی دوی په شنه او آباده افغانستان کی سترګی وغړوی پرینږدو چی دوی د باروتو په بویونو کی ساه واخلی او دوی ته د ټوپک په ځای هر چیرته قلم پریږدو.
دالله جله وشانه نه می دعا ده چی موږ افغانانو ته یووالی ریښتینولی او ورورولی را برخه کړی تر څو خپل ګران هیواد ګل او ګلزار کړو (آمیین ثم آمیین)

ابو محمد عمرخیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x