شعـــــرونه

د سيد اباد شهیدانو ته ـ حلميار

حمدالله حلمیار
 سمندر دی اور اخیستی کناره لمبو کې ورکه

قیامت دی، حشر جوړ دی، نغاره لمبو کې ورکه

د وحشت لښکرې راغلې د مظلومو چم یې وران کړ
پر جومات لوخړې ګرځي مناره لمبو کې ورکه

بلبلان ماشومان نشته، زمزمې فضا کې ګرځي
مدرسه تر خاورو لاندې، سیپاره لمبو کې ورکه

مرګ مو ووینو په سترګو، حلمیاره خو په خدای چي
حنجرې مو شولې څیرې او ناره لمبو کې ورکه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x