
حامد کرزي د سید اباد پېښه وغندله
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په ميدان وردګو ولایت کې د جمعې د ورځې خونړۍ پېښه وغندله.
د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملکي وګړو وژنه « د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل دی. »
د تېرې جمعې ـ لېندۍ ۱۳مه ـ په ورځ د ملي اردو عسکرو د سید اباد په اوتړیو کلي کې د اتو ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ولسي وګړي ووژل شول.
د ارد عسکرو په اوتړیو کې پر مسجد توغندیز بريد وکړ او یاد شمېر ولسي وګړي يې ځای پر ځای ووژل.
حامد کرزي د وژل شویو له کورنیو سره په غم کې ځان شريک بولي او شهيدانو ته يې د جنت غوښتنه کړې ده.
یاده دې وي د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني هم د خبرپاڼې په خپرولو سره د اعلی سرقومندان په توګه د ۱۲ تنو پر وژل کېدو خواشيني ښوودلې.
په ورته وخت کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور دغه پېښه غندلي او طالب ځواکونو يې بیا د غچ ژمنه کړې ده.