نظــر

دنړۍ بې وزله ولس مشر

بسم الله اکبري
دیوروګوای منتخب ولس مشرمویېکاپه ګرده نړۍ کې یوغریب اوبې وزله ولس مشردی چې دخپل ولس په زړه کې اوسي شپه اورځ دخپلوخلکودسوکالۍ اونیکمرغۍ په چوپړبوخت دی .ساده ژوند،ساده خوراک،ساده کوراوساده لباس لري اولکه یوکلیوال بزګرپه همدغه ساده کالیوکې دبهرنیوهیوادونوله مشرانواوچارواکوسره رسمي لیدنه،کتنه کوي.

جمهور ریس مویېکایوزوړماډل فولکس واګون موټرلري چې یوه عربي شیخ پتییلي څودولس مشرموټرپه یومیلیون ډالره وپیري که چیرې په دې بیه یې موټرخرڅ شي دهغه پیسې به دبې وزله اوبې کوره خلکوپه واک اوخدمت کې ورکړي.ښاغلی ولسمشردخپل میاشتني معاش دوه پردرې برخه دخیرښیګڼې په چاروکې لګوي هغه دوه درې تنه امنیتي ساتونکي لري اوپخپل کورکې یوسپی ساتي چې هغه هم یوه پښه نه لري درې پښی دی خو هغه ورسره مینه اوخواخوږي پالي.

ولس مشردولس پالني اوبشرپالنې په رښتیني اوژوره روحیه دخلکوپه زړونوکې اوسي اوله هغوڅخه هیڅ رازویره اوترهه نه لري اوتل دخلکوپه منځ کې ښکاري.

رحمان باباپرځای فرمایلي دي چې وایي

که څوک تله دانصاف په لاس کې درکړي خپل ټاټواودبل آس به برابرکړې

وایي په یوه ښوونځي کې زده کوونکي له خپل استاذه وپوښتل چې عبدالله ته ولې ډبل عبدالله وایې؟استاذپه ځواب کې ورته وویل:

د دې لاملونه ډیردي خوزه به یې څودرته په ګوته کړم اوهغه داچې.

ډبل عبدالله ځکه ورته وایې چې هم یې نوم عبدالله اوهم یې تخلص عبدالله دی.

ډبل عبدالله ډبل سلاکاران دمحقق اومحمد خان په نومونولري چې یو یې ښي اوبل یې کیڼي خواته ولاړوي.

ډبل عبدالله دوه ډبل لوړبیه موټرونه لري چې هریو یې په زرګونو،زرګونوډالره قیمت لري.

ډبل عبدالله دوه ډبل دسروزروساعتونه لري چې دآلماسوپه غمیومزین اوهریویې په لکونو،لکونوافغانۍ ارزښت لري.

ډبل عبدالله ډبل واکونه لري خوریې هم دمالیې وزارت لوړپوړی مرستیال اوهم د اجرایه ریاست دسلاکاردنده لري.

ډبل عبدالله ډبل پلرونه لري یوېی پنجشیری اوپلندرپلاریې کندهاری دی.

ډبل عبدالله ډبل وادونه لري اصلي میرمن فخریه نامي یې دهند په ډیلي اومعشوقه یې دمریم نجفي په نامه دفرانسې دپاریس په ښار کې استوګنه لري.

ډبل عبدالله ډبل لوکس کورونه په کابل اودامریکادویرجینیا ایالت دمکلین په ښارکې لري.

داریانا افغانستان دتلویزیوني شبکې دمشرښاغلي مسکینیاراواغلي ژورنالیستې سجیه کامرانی دموثقومعلوماتوله مخې ډبل عبدالله دامریکا دموډاوفیشن دخورالوړومغازوخوش پوشه مشتري دی چې دهالییووډپه سیمه کې دبیورلي هلزپه نوم یادیږي چې مولټي ملیونران اودسینمامشهورستوري په کې زرګون ،زرګون ډالري دریشی اخلي دمغازوکارکوونکي داسې انګیري چې ګني عبدالله یوعربي شهزاده دی.

داستاذلیکچرلاختم نه و چې دښوونځۍ دتفریح ګړیال وکړنګیده ویې ویل په بل لیکچر کې به دسوپرغني

دسوپر،سوپرششتمنیودلبنان اوامریکا په آسمان څکووغږیږواستاذپه ټوکو،ټوکوشاګرد ته وویل.

چوپ شه چاته مه وایه!

دژمي په سخته یخنی کې دشکیدلواوڅیروخیمودچاودمخوماشومانواودسمندرپه مرګونوڅپوکې درا ایساروافغانانودژغورني اونیکمرغۍ په هیله.

۶/۱۲/۲۰۱۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x