افغانستان

ميدان وردګ چارواکو د سید اباد پېښې د قاتلينو د نیولو ژمنه وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان وردګ سیمه ییز چارواکي وايي چې د جمعې د ورځې د ملکي وژنې په تړاو يې څېړنې پیل کړې دي.

د ميدان وردګو ولایت والي حیات الله حیات وايي چې دوی تراوسه درې تنه نيولي، چې پر مسجد يې توغنديز بريد کړی، خو په وينا يې دوی کميسیون ټاکلی چې دغه پېښه وڅېړي او نيول شوي کسان مجرمين ثابت کړي.

د تېرې جمعې ـ لېندۍ ۱۳مه – په ورځ د ميدان وردګو په سید اباد کې د اوتړیو د کلي پر مسجد توغندیز بريد وکړ او د اتو ماشومانو په ګډون يې ۱۲ تنه ووژل او څلور نور ټپيان کړل.

د وردګو والي وايي دوی ژمن دي چې له څېړنو وروسته به په دې پېښه کې ښکېل کسان محاکمه شي، خو د هغه په خبره تر اوسه معلومه نه ده چې د اردو عسکرو « ولې ډزې کړې، ایا د دوښمن له خوا هم ډزې شوې کنه؟»

د سیمې قومي مخور او د وژل شويو وارثين وايي چې که د دوی د بچيانو قاتلين محاکمه نه شي دوی به د دولت پر ضد وسلې ته لاس کړي.

یاده دې وي کابل مېشتي وردګ مشران او ځوانان سبا – دوشنبه – په پلازمېنه کابل کې د همدې پېښې په تړاو خبري کنفرانس لري او ګواښ يې کړی چې دولت ته به د ضرب الاجل په ټاکلو سره وخت ورکړي چې د پېښې عاملين محاکمه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عپدالقدوس امین

د وردګو با احساسه مشرانو او ځوانانو زه وایم یوازی پردی چی وردګ او سیدآباده په غم کی د شریک یم د چاه درد نه دوا کیږی، حق همیشه اخیستل کیږی، ورکول کیږی نه! دا لمړی ځل ندی چی د وردګو مظلوم اولس یا خو د شخصی شرکتونو د سګورت او یا هم دا ځل د اوردو د عسکرو لخوا پداسی وحشیانه ډول په شهادت رسیږی. ای ولسه که مو دا ځل دا ثابته نکړه چی ستاسو د وینی رنګ هم د نورو په شان سور او زمونږ نه هم اوبه نه، بلکی وینه بهیږی، نو هر ورځ بیا د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x