نظــر

د وردګو خونړۍ پېښه او ساړه غبرګونونه

ذبیح الله خورشیدی

د مخکیني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د واکمنۍ په وروستي کال د پروان ولایت په غوربند ولسوالۍ کې د وردګو ولایت په شان خونړۍ پېښه رامنځ ته شوه.

امریکایانو په هغو زده کوونکو ړنده بمباري کړې وه چې تازه د دولسمو ټولګیو فارغ شوي وو او د کانکور ازموینې لپاره په تیاریو بوخت وو.

زه د یو خیریال په توګه غوربند ته لاړم او هغه تنکي ځوانان مې په خپلو سترګو ولیدل چې امریکایانو د طالبانو په پلمه په څومره مهارت ویشتلي وو، خو توپیر یې په دې کې وه چې هغه بهرنیانو وژلي و او دا خپل حکومت.

لیکوال: ذبیح الله خورشیدی
لیکوال: ذبیح الله خورشیدی

پارلمان او حکومت هغه مهال په دې تړاو هېڅ کوم اقدام ونه کړ او داسې یې وښووله چې په ریښتیا هم څه ټکه نه ده لوېدلې.

یوازې هغه مهال د پروان یو وکیل عبدالستار خواصي چې مونږ یې د پېښې ځای ته بېولي وو، یو غږ پورته کړ خو، وروسته هغه هم سوړ شو.

اوس د وردګو ستره غمیزه چې د بښلو وړ نه ده یوازې د وردګو ولسونو او په پارلمان کې د هغوی وکیلانو ته ورپاتې ده.

دا دردونکې پېښې له بده مرغه چې هېڅ رسنیزې نه شوې او نه هم چا د عدالت کوم داسې لوړ غږ پورته چې ووایو په دې هېواد کې انسانیت لا لمنځه نه ده تللی.

ارګ پرون یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر غني د دې پېښې د څېړلو امر کړی خو، اجرایوي رییس چې په هېواد کې وه غوږونو کې یې مالوچ ایښی.

پارلمان په خپله غونډه کې د دې پېښې د څېړلو لپاره پلاوي ته دنده وسپارله مدني ټولنو په خپلو سرونو کمپلې راکش کړي او رسنۍ نه غواړي د حکومت له لوري ورکړل شوې پروژې ترې واخیستل شي یوازې څو محدوده رسنیو د ورګو پېښه د تمرکز لاندې نیولې.

زه فکرکوم که چېرته د دې پېښې پلټنې ونه شي او د اردو تنظیمي سرتیري د پوښتونو لاندې رانه شي ښایي د خلکو واټن حکومت سره لنډ شي او ملي اردو حیثیت ته سخته صدمه ورسیږي او خلکو ته به بې باوره شي.

د ملي اردو هېڅ سرتیری چې په دې ملک یې زړه سوځي او خپل هېواد ساتنه کوي داسې جنایت نه کوي خو د اردو په اډانه کې ځينې کړۍ شته چې د توکم پالنې او تنظیم پالنې له امله د خلکو په وژلو رحم نه کوي.

ولسمشر غني باید د ورګو ولسونو رایو ته درناوی وکړي چې په سختو بدو امنیتي حلاتو کې یې رایه ورکړه او ددې پېښې جدي پلټنه وکړي هغه څوک چې دا نه بښونکی جنایت یې کړی په عام محضر کې اعدام کړي.

که چېرته داسې ونه شي او د پلاوي پلټنې د کندوز او غوربند په څېر د کاغذ پر مخ پاتې شي په هغه صورت کې دې ولسمشر په ډېر درناوي له خپلې دندې استعفاء وکړي.

مونږ نور نه غواړو چې د افغانستان خلک په دې ډول ووژل شي او نه هم د دې ملاتړي یو چې دا حکومت خپل حاکمیت وبایلي.

په همدې ستره هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

هغه کسان چې د صليبيان په مادي ، فکري او شيطاني مديا روزل شوي وي د هغوی څخه د رحم تمه کول هسې خيال دی ، خو د عامو مسلمانانو په خال افسوس ده چې دوی هم قرار قرار د ظلم پر وړاندې بې احساسه کيږي ، او خپل احساس له لاسه ورکوي . حال دا چې ټول مسلمانان د يو جسد حيثيت لري .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x