خبرتیاوی او پیغامونه

د ميلاد النبي (ص) په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على اشرف الأنبياء والمرسلين وعلى آله وصحبه أجمعين

اما بعد!

د بشريت د ستر ناجي د اسلام د لوي پيغمبر حضرت محمد رسول الله (صل الله عليه وسلم) د میلاد د ورځی په مناسبت د افغانستان مظلومو او متدينو خلګو او د نړي ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايم.

حضرت محمد رسول الله (صل الله عليه وسلم) چي د ميني، خواخوږی، صداقت، انصاف او انسانيت ستر ښوونکي ؤ تل د مسلمانانو تر منځ د يووالي، تعاون او ورور ګلوي لپاره زيار ايستي، د نفاق، شقاق او تربګني پر خلاف ېي مبارزه کول چي د دوي د ژوندانه ټوله چاري زموږ لپاره لارښود او سنت دي.

ګرانو مسلمانو هېوادوالو!

راځي چي د خپل ستر لارښود حضرت محمد رسول الله (صل الله عليه وسلم) د مبارکو ارشاداتو او نبوي سيرت په پيروي، اسلامي ورورګلوي خپلو منځو کې ټينګه کو، تربګني او نفاق ته د پاي ټکي کښيږدو.

والسلام

الحاج غرزي خواخوږی

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر

 

نيټه: ۴-١۱-١٣۹۱
۲۳-۱-۲۰۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x