نړۍ

لندن: یوه کس د اورګاډي په تمځای کې خلګ په چړو وهلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۵، ۱۳۹۴ ل): د لندن په ختیځ کې تر ځمکي لاندي د اورګاډي په تمځای کې یوه کس درې تنه په چاړه وهلي چې په هغوی کې دیوه روغتیایې حالت نازک ښودل شوی دی.

بریدکوونکي د برید پر مهال نارې وهلي: (دا د سوریې لپاره).

د لندن پولیسو پېښه یو تروریستي عمل بللی او په اړه یې پلټني پيل کړي دي، په لندن کې د ۲۰۱۳م کال تر پېښو وروسته دا لومړۍ ځل دی چې هلته په یوه ښکاره برید کې خلګ ژوبل کیږي.

پولیسو برید کوونکی ژوندی نیولی خو د هغه د هویت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

پولیسو برید کوونکی ژوندی نیولی خو د هغه د هویت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
پولیسو برید کوونکی ژوندی نیولی خو د هغه د هویت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

پولیسو همدارنګه د لندن د اوسیدونکو څخه د بیداره اوسیدلو غوښتنه کړي.

د بریطانیې پارلمان د تېري چهارشنبي په ورځ په سوریه کې د داعش پر ضد د هوایې بریدونو منظوري ورکړه او تر هغه وروسته بریطانوی جنګي الوتکي سوریې ته رسېدلي او هلته یې بمباری پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x