افغانستان

د پکتیا سناتور: طالبانو پخپلو سیمو کې ښوونځي فعال ساتلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): په مشرانو جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې ښوونځي فعال او هیڅ ستونزه نه لري.

حاجي بازمحمد زرمتي نن د مشرانو جرګې په هغه غونډه کې چې د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت لوړپوړي مسوولین يې ور وغوښتي وويل، چې د زرمت نږدې ټوله سیمه د طالبانو په لاس کې ده خو ښوونیز بهیر يې سم روان دی.

د پکتیا دې سناتور وړاندې وویل چې د زرمت خلک له طالبانو سره ستونزه نه لري او نه هم طالبانو پخپلو سیمو کې د کومو پروژو مخنیوی کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې وړاندې تر دې دولتي سرچينو خپل وسله والو مخالفين د پوهنيز بهير پر وړاندې خنډ ګڼل او هغوی يې د ښوونځیو پر تړلو او ان سوځولو ملامتول.

طالبانو پرلپسې پخپلو خبرپاڼو کې ويلي چې دوی د ښوونیز بهير اړوند هیڅ ستونزه نه لري او نه يې هم په کومه سیمه کې فعال ښوونځی تړلی دی.

ياده دې وي دوه ورځې وړاندې د هېواد په شمال کې هم د کندوز والي د طالبانو تر لاس لاندې د ښوونځيو فعالیت ومانه، خو ويې ويل چې په دې ښوونځيو کې « افراطیت » تدرسېږي چې باید وتړل شي.

د پکتیا زرمت هغه ولسوالي ده چې د پکتیکا له مټاخان ولسوالۍ سره لګېدلې ده، چې دواړو لوریو ته د وسله والو طالبانو زور دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x