شعـــــرونه

غزل – جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

خړې پړې مقبرې دي د ګلانو هدیره ده
ماتې شناختې او جنډې دي د ګلانو هدیره ده

دغه خړ قبرونه ګورئ! پکې سپین ستوري دفن دي
د ژوندون شمعې یې مړې دي د ګلانو هدیره ده

سپین نرګس او ارغوان او ګلابونه پکې ښخ دي
پرې انبار خاورې سپېرې دي د ګلانو هدیره ده

تور لونګ او چینارونه ژڼي تللي له دنیا دي
په ژړا مو سترګې سرې دي د ګلانو هدیره ده

تش د خاورو ډېري نه دي! لږ را تم شئ لارویو
څه هستۍ پکې پرتې دي! د ګلانو هدیره ده

د هر چا جانان پکې دی، د هر چا ارمان دی دلته
دا د ډېرو زړو ټوټې دي د ګلانو هدیره ده

جنتي زلمي دي دلته له دې تورو خاورو لاندې
پاس پرې ترخې زرغونې دي د ګلانو هدیره ده

“خدرخېل” نه د خوښۍ او تسلۍ توري ورک شوي
ساندې ساندې ترانې دي د ګلانـــو هدیره ده

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x