نظــر

هغه پيښه چې په نړۍ کې يې وجود نه درلود

م، نجم الرحمن (فضلي)

په اوسنی نړۍ کې خو د هر څه لپاره اصول وضع شوي، آن تردې چې د مږکانو لپاره هم يو شمير اصول او حقوق شتون لري، انسانانو ته هم يو شمير اصول او حقوق وضع شوي، په تيره بيا د انسانانو يوې ځانګړې ډلې خبريالانو ته خو ډير فوق العاده حقوق ورکړی شوي، چې له مخې يې خبريال کولای شي په نړۍ کې د هرې پيښې په هکله راپور ورکړي، ناخبره او د پيښې له ځای څخه ليرې خلک د پيښې له جزياتو خبر کړي، چې په همدې برخه کې خبريال ډير آزاد او خپلواک حيثيت هم لري.

راځو اصل مطلب ته هغه دا چې له څو ورځو راهيسې لومړی د کابل  ادارې او بيا د درستې نړۍ رسمي او غير رسمي رسنيو او خبريالانو په ډيره بې شرمي سترګې پټې خولې وازې او د يوې داسې پيښې جزئيات يې بيانول چې له سره يې په درسته نړۍ کې وجود نه درلود.

لومړی به راشو بي بي سۍ ته : که څه هم بي بي سۍ اوږدمهاله تاريخ لري او په  زياترو پيښو کې د انسانانو په غولولو کې کاميابه  شوې هم ده، خو دا ځل د ملا اخترمحمد منصور د وژل کيدو راپور په نشرولو او د مسلمانانو غولولو په خپل دام (لومه) کې داسې راګيره شوه چې د حيا او عزت جامې يې پريوتې او د شيطاني هغه تور پړونی يې چې له  کلونو راهيسې يې په ځان خپور کړی وو څيرې او په هوا کې بړبکی شو، خپل تاريخ يې برباد او خپل حيثيت يې له لاسه ورکړ.

له همدغې بې شرمي وروسته که چيرته د بي بي سۍ په کوم خبريال کې د زرې قدرې حيا هم پاتې وي زما په ګمان بيا به په راتلونکي کې د تير په څير په آزاد ستوني ونه وايي چې (دا لندن دی).

همدا رنګه د خبرې آژانس دانش کړوخيل هم په همدغه  دروغجن بازار کې مونږ ته خپل تير کړه را په ياد کړل، له نن څخه پنځلس کلونه دمخه کړوخيل د پښتو په يوه اخبار کې کار کاوه، له سهاره تر مازديګره به د ګلبهار د مردارو ناليو پر غاړه ښکته پورته تلو راتلو، په پنځه سوه به يې دروغ اخيستل او په زري به يې خرڅول.

کړوخيله ! مونږ ته  خو ستا هر څه معلوم دي، يوازې دومره به  درته ووايم که له کور څخه د باندې يې هله زرکوه کور ته  ځان رسوه، هسې نه چې ته ورځې پلار يا  تره دې د نيکونو په رواج عمل کړی وي، بيا به څه کوې.

د ازادۍ راډيو خبريالانو ته خو پکار دي چې په پوزه چارګل او غوږونو ته والۍ واچوي، دوی خو دومره بې حيايي وکړه چې د هوا په  څپو کې مرغانو هم پرې لعنت ووايه، په هغه وخت کې يې هم له بې شرمي لاس وانخيست کله چې طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه وليکل چې د خپل مشر غږيز پيغام ورته رسيدلی او ډير زر به يې رسنيز کړي، خو ازادۍ بيا هم په همدې وخت کې ملا اختر محمد منصور وژل شوی باله او د هغه پر ځای يې هيبت الله اخندزاده مشر ټاکه.

دا ده طالب وياند خپله وعده پوره کړه او د خپل مشر غږيز پيغام يې نشر کړ، خبرياله اوس پکې څه وايې؟ راځه ووايه چې نړۍ يو بل پرمختګ کړی هغه دا چې اوس مړي هم کولای شي چې له قبره اړيکه ونيسي او خبرې وکړي، افسوس ستاسو په حال، ژبې مو ګونګې او قلمونه مو مات شه.

او د کابل ادارې په هکله څه ويل ځکه نه دي پکار، هغه د چا خبره چې د لوڅو به څه لوڅ شي.

د همداسې مزدورو خبريالانو مخ دې تور شي لکه چې تور شو، خدای دې ذليل او رسوا کړي لکه چې ذليل او رسوا شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x