نظــر

د اغاجان مولوی صاحب د ارزونی د پاره

motasim

بسم الله الرحمن الرحیم

د قدوسی صاحب لیکنی زه هم په وسوسه کی واچولم ، او د اغاجان مولوی صاحب حالات هم له اوله څارمه ، محترم اغا جان مولوی صاحب په رښتیا ډیری مثبتی کړنی او ویناوی هم لری خو ځینی منفی خبری یی هم خلک په ګوتو کوی ، څوک چه د امارت اسلامی وخت کی دمالی چارو د وزارت مشرولی په غاړه ولری ، دا وړه دنده نه وه دا یواځی د امینو مشرانو مسولیتونه دی په هر چا ددی ډول مسولیتونو باور کول ګرانه خبره ده چه په شه ډول یی سرته ورسوی او تر هغی چه زه خبر یم دا دنده اغا جان مولوی صاحب په ډیره ایمانداری او امانت داری سرته رسولی ده ( دا چه ځینی ورونو لیکلی چه دی ډیر بد خویه وو د مالی چارو مسولیت سره باید سړی تر یو حده بد خویه وی هر څوک او ناڅوک تری د ناروا او ناروا هیلی لری ) په هر صورت دا د مولوی صاحب د اسلامی چارو اولنی دنده یا اوله مرحله وه ، د امارت په دوهمه برحه کی چه وسله وال جهاد دی هغه وخت هم د امارت د عالی شوری باوری شخص او حتی دوهم یا دریم سړی ګڼل کیدو ، او دهغه دریمه مرحله کی چه د سولی په خبرو کی یی په رشتیا یا دروغو متهم شوی وو دا برخه ماته ښه روښانه نه ده ، خو دا برخه چه ده باندی کراچی کی د مرګ حمله وشوه دی ډیر بد زخمی شو مګر له مرګه الله ج وژغورو دا چه دا د جا له خوا وه او بیا دده قبولی او معالجه په ترکیه کی دده د کورنی سره ډیری پوښتنی راپورته کړی او له هغی وروسته چه د تفاهم په نوم کومی هڅی روانی شوی ، دی کار هم د مولوی صاحب په دریز او د امارت اسلامی سره په اړیکو ژوری اغیزی وشیندلی او بیا د امارت غبرګون .

دا چه دی ورځو کی دی سعودی کی دی او ترکی دده د اقامی ورکولو سره مخالفت کړی دی دا هم پوښتنی دی چه دا کار شاته څه پایی لری ، خو دا چه محترم مولوی صاحب د طالب بندیانو د ازادیدو په هکله د پاکستان دریز تایید کړی او ستایلی دی زه یی هم تاییدووم او مولوی صاحب تراوسه د اسلامی امارت په ضد له نیکیو غیره تر اوسه بل څه نه دی ویلی دا یی هم د منلو او لمانځلو وړ ده .

مګر د مشرانو شه او بد دواړه لوی لوی وی ، یعنی شه یی که کم هم وی له نورو ډیره ګته لری او بد یی که کم هم وی د نورو له بدو ډیری بدی اغیزی لری کله کله یی جبران نه کیږی .

زه د مولوی صاحب د سولی هڅی که د تایید وړ هم وی خو که د عمومی مشرتابه له اجازی او مصلحته پټی وی د منلو وړ نه دی او کونکی یی باید د پوری څیړنی او تعقیب لاندی ونیول شی ، خو که دا هسی غیر رسمی خبری وی بیا پروا نه کوی ، چه د مسلمانانو تر منځ د جنګ او سولی پلانونه د ټولو مشرتابه په خوښه ، اواګاهانه وی او د هغوی له خوا باید څوک ټاکل شوی وی چه دا لوی کار تر سره کړی ، که نه نو دا بیا د سولی هڅی نه بلکه د اسلامی امارت د تسلیمی او ځان وزنی په معنی دی او د اسلامی امت د ویشلو اوماتی سبب کیږی .

ایا دابه ممکنه وی چه د محترم مولوی صاحب او د امارت اسلامی له مسولینو څخه په دی هکله څه توضیحات وړاندی شی ، چه ډیری خبری مرموزه پاتی دی تر څو مرموزی خبری په ډاګه شی ( نو که دی کی دریم ګړو لاسوهنه کړی وی هغه به هم ښکاری ته راوځی ). زه شخصا تر اوسه د محترم مولوی صاحب په هکله منفی اټکل او قضاوت نه شم کولی تر څو چه د تحلیل او قضاوت د پاره څه په لاس کی ولرو دده په مخ کی زه اوس هم د اسلامیت او جهاد نور وینم له لاسه یی مه ورکوی او مه یی بی هیلی کوی او زیات فکر کوم چه د اسلام د دشمنانو به واسطه څه غلط فهمی را منځته شوی راته ښکاری .

له ډیره وخته دا ډرامه چلیږی ، دشمنانو تل کوشش کړی دی چه د مشرتابه په بنسټیزو پرزو کی ګوتی ووهی او بیا مجاهدین سره وویشی او خپلو کی یی سره واچوی . حتی هغه چه دافغانستان د منافقانه تش په نامه د سولی د عالی شوری هیثت د صلاحدلدین په مشری پاکستان ته تللی وو او د پاکستان له دولت څخه یی د طالب بندیانو د خوشی کیدو هیله کړی او هغوی منلی وه ، له هغی پروسی هم کوشش کیدو چه دواړه دوه مځی او لاسپوځی غلام حکومتونه په خپله ګته او یا د خپلو بادارانو په ګټه کار واخلی یعنی د افغانستان حکومت توقع درلوده چه طالب بندیان له ازادیدو وروسته د افغاسنتان حکومت ته وسپارل شی او هغوی یی د بندی طو طیانو په شان د سولی په نوم د ځان په ګټه استعمال کړی کوم چه د پاکستان د پالیسیو خلاف او یا په مجموعی ډول د طالبانو د ویشلو پروسه به وی نو د پاکستان حکومت د دوی د غوښتنی اوله برخه چه دوی باید ازاد شی ، ومنله او دا برخه چه د افغانستان حکومت ته به یی و سپاری کومه چه (د پاکستان د حکومت ځان وژنه) وه ونه منله چه دی کار د کابل اداره ددی پرخای چه له پاکستان راضی شی نور هم خفه کړل او دا کار یی د طالبانو د قوت د زیاتوالی سبب وګڼو او د افغانستان په چارو کی د پاکستان لاسوهنه ،( دلته وو چه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو دوه مخی په ډاګه شوه )، او د کابل اداره ددی خبری په تکیه وایی چه پاکستان د سولی په پروسه کی له دوه مخی کار اخلی چه طالب بندیانو د ازادولو په هکله یی د د وی اوله غوښتنه ومنله او دوهمه یی چه د افغانستان د حکومت اصلی هدف وو رد او د هغی په ضد یی عمل وکړو .

اوسنی نړی کی د نړی سیاسی قدرت د بین المللی مافیه او تروریزم په لاس کی دی داسی چادوګری پیښی او مداریتوب روان دی سړی نه شی کولی د سیاسی تحلیل له مخی حقایقو ته نزدی اټکل وکړی شی . پشتو کی یو متل دی وایی (ناسته یم د تا سره ، زړه می په کندو کی دی ، قربان له بیرونه شم ) په یوو خت کی چه څوک دوستان دی هغوی دشمنان هم دی او به یوه وخت کی چه څوک دشمنان دی دوستان هم دی بین لمللی مافیه او ماسونیزم حالات داسی جوړ کړی دی چه نه څوک دوستان او نه څوک دشمنان پیژندلی شی . په سوله کی د چنګ پیله او په جنګ کی سوله پیل کیږی ، د اوسنی دجالی مافیه په خبرو کی باور ، وفا ، اخلاص او رښتیا اخری کچی ته رسیدلی ده .

تاسی د اوباما او کرزی خبری حتی د استعماری پاڼو څخه راټولی کړی د هغو ضد او نقیض خبری واوری چه په عین دقیقه کی هم مثبت او هم منفی خبری کوی ،( هغه چه کوی هغه نه وایی او هغه چه نه کوی هغه په تکرار تکرار او ویاړنو سره یادوی) ، اوباما په خپلو خبرو کی د افغانستان د ملی حاکمیت ته داحترام یادونه کوی خو وایی چه زمونږ اکثره نظامی قدرت په اوسنی لاسپوځی اداری ته وسپارل شی ( ټول نه یادوی او بیا هم هغی ته ملی حاکمیت ووایو ؟) ملی حاکمیت په سلو کی سل کنترول او حاکمیتت ته ویلی شی نه دا چه د کور واک ستا خو ماندینه کی به دی شریک یم ، که تاسی ډاریږی زما عسکر به پاتی شی خو هغوی به ازاد وی چه غلاکوی ، که څوک وژنی او که د چا ناموس خپلوی ، تاسو نه شی کولی چه د افغانی حاکمیت لاندی یی مجاکمه کړی ، دا څومره د بی غیرتی شپی دی او زمونږ مشر خو ورته د هوکی سر خوځوی خو له ډیره شرمه داخبره ورته په خوله داسی وایی چه مونږ به ددی کار د باره( د افغانانو لویه جرګه را غونډه کړو) هغو ته به ووایو (چه د طالبانو شرعی نظام منی او که د امریکایی عسکرو هر دول بی ناموسی) . نو چه هغوی هره یوه قبوله کړه ، نو کرزی صاحب به له اوباما څځه د ډالرو بله امیانی د جرګی د غړو د پاره را خپله کړی د خآن په شان پلورل شوی غلامان به د جرګی په نامه له ټول هیواده راجمع کړی او د مشر بابا وړاندیز به ورته وړاندی کړی چه تاسی د ټول ملت په نمایند ه ګی راغلی یاست ، یو خوا پاڼ او بل خوا پړانګ دی ټاسی کوم مرګ قبلوی .

ورونو د ټوقو او ساعت تیری وخت نه دی ، په دی غم کی هم مه اوسیږی چه مونږ به خامخا بریالی کیږو خوځښت ته اړه ده زمونږ په برخه لیک فیصلی کیږی ، که د ا د دجال د راتګ وخت وی او دجالی سیستم رامنځته کیږی د الله ج اراده هم داوی چه مونږ په ددی زوند په اوږدو کی د اسلامی نظام په پیاده کولو نه بریالی کیږو مګر د الله ج په ازموینه کی (چه زمونږ د بندګی ثابتونه ده ) باید له شیطانی قوتونو او دسیسو و نه ډاریږو او هغه چه زمونږ انسانی مسولیت او اسلامی رسالت دی په پوره ایمانداری او امانت داری سرته ورسوو او د اخرت دایمی ژوند ښکلی کړو .

بیا هم اصل مطلب ته راځم ، حالات ډیر حساس دی ، استعمار کله هغه کارونه چه په جنګ کی یی لاسته نه شی راوړی په سولی کی یی لاسته راوړی . مونږ باید نه ډیر خوش باوره شو چه په هر چا بی احتیاطه باور وکړو او نه دومره وډاریږو چه په هر چا باور ورک کړو او له هر چا و داریږو ، د مشرانو ورونو یوه کمیټه وټاکل شی دغه کمیته بیا د اغا جان مولوی صاحب په شان متهمو مشران ورونو کارونه تعقیب او وڅیړی او بیا اخرنی پریکړه وکړی چه دا زمونږ دوست کیدی شی او که زمونږ دشمن به شی ، د اسلام دشمنان په هڅو کی دی چه د مسلمانانو تر منځ د بی باوری فضا رامنځته کړی او نورو ټولو مسلمانانو ته باید اعلان شی چه هر څوک په زوره له څانه اسلامی مشر جوړ نه کړی او د هر چا په هکله هر څه باید ونه ویل شی حتی د هغو په هکله هم چه د امارت اسلامی له خوا رد شوی هم وی په درناوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x