مشرانو جرګه: د اندړو اربکيان د خلکو پېغلې له کورونو وړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): مشرانو جرګه وايي چې د غزني په اندړو کې مېشت اربکيان د خلکو له کورونو نه ښایسته پېغلې په زور وړي.

په مشرانو جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازی جمعه الدین ګيانوال وايي چې د اندړو اربکيان یوازې پر دې بسنه نه کوي بلکې له اندړو نه د پکتیکا د تېرېدونکو مسافرو لوټ ته يې هم مټې را نغښتې دي.

ګيانوال نن د مشرانو جرګې په غونډه کې وويل چې اربکيان د پکتیکا – غزني پر لاره مسافر تښتوي او بیا د زرګونو ډالرو په بدل کې خوشي کوي.

هغه وويل: «بې ادبي معاف، په هر کور ګرځي چې د چا ښايسته خور او لور وي هغه د دوی وي.»

ګيانوال د غزني د امنیه قومندان له لوري هغه اقدامات وستایل چې د اندړو د اربکيانو پر ضد يې ګامونه پورته کړي او د ده په وينا دوه تنه يې نیولي دي.

وړاندې تر دې هم رسنیو د ځايي اوسېدونکو له قوله راپورونه خپاره کړل چې اربکيان يې له کورنو پېغلې او مېړوښې مېرمنې وړي او بیا يې د پیسو په بدل کې را خوشي کوي.

د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل موده وړاندې هم د اندړو د اوسېدونکو له هغو لاريونوالو سره ژمنه وکړه چې له اربکيانو د خپل عزت خوندیتوب غوښت، چې د دا ډول پېښو عاملین به نيسي.

امرخېل ويلي و، چې له ده سره هم داسې اسناد او ويډيو کليپونه شته چې اربکیان د خلکو عزتونه لوټي، خو د ده په وينا اربکیان به يا وژل کېږي یا زنداني کېږي.

مګر د اندړو یو قومي مخور د نوم نه ښودو په شرط وايي چې د اربکیانو پخوانی مشر او د اندړو امنیه قومندان انجینر لطف الله کامران له اندړو تښتيدلی او پلازمېنه کابل کې اوسي، د ده په وينا که د محاکمې او عملیاتو خبره وي باید د اربکیانو ټول تښتېدلي قومندانان هم د محاکمې مېز ته راکش کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د