نظــر

خدای مو د درواغو له سپینېدو ساته!

قاري سعيد

یو کال مې د رمضان په میاشت کې د هنګو د زرګري په الجامعة الاسلامیه مدرسه کې له مفتي دین اظهر صاحب سره ترجمه کوله،مدرسې ته نږدې د ملګرو اطاق و شپه به مې همالته کوله، د مفتي صاحب ترجمه په یوه واړه ایف ایم راډیویي سټیشن هم نشرېده چې زموږ د اوسیدو په اطاق کې په راډیو اوریدل کیدله.

مفتي صاحب به هره ورځ پوره سپاره ترجمه کوله، یوه ورځ چې په غالب ګمان اتلسمه سپاره و، کله چې یي سیپاره پای ته نږدې کړه او یوازې څو آیتونه پاته و،زه له درسه ولاړ شوم او د اطاق په خوا لاړم، دا مي یقین و چې مفتي صاحب به ترجمه د سيپارې له پای ته رسیدو سره ختموي او ترڅو چې زه اطاق ته رسیږم ترجمه به خلاصه وي.

چې اطاق ته ورسیدم ډیر ملګري ناست و، یوه رانه وپوښتل چې ترجمه خلاصه شوه، زما یي چې په خلاصیدو یقین و ورته ومې ویل چې هو خلاصه شو،هغه راډیو روښانه کړه ګوري چې په ایف ایم باندې لا هم ترجمه روانه ده او مفتي صاحب نولسمې سیپارې ته اوښتی.

له دې سره ملګرو لحاظ وکړ ویي نه خندل خو ماته چې په هغه شیبه کوم حالت پیښ شو باور وکړئ چې په ژوند مې داسې سخت او بوږنوونکی حالت نه دی لیدلی، حتی اوس یي هم چې رایاد کړم نو له ځان سره وشرمیږم.

دا تر دې وویل چې په دنیا تر ټولو لویه رسوایي شاید دا وي چې په یوه مسلمان باندې مخامخ دروغ واوړي.

نن چې له شرقه تر غربه د طالبانو په میلیونونو دښمنانو هغوی چې د انسانیت او سړیتوب دعوه هم کوي مګر ستر دروغ ورباندې اوښتي نه پوهیږم څه ډول پوزونه او اوربوزونه به یي نیولي وي.

زما په باور خو که دوی لږ هم د حیاء په نوم څه درلودلی باید چې پوره یوه میاشت یي ستر کړی وی او خپلې ټیټي شوې سترګې یي نه وای راښکاره کړې،ځکه د دوی داسې لنګ ښویېدلی چې باور مو وشه په ځای یي موږ شرمیږو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هدایت هدایت

قاري سعيد صاحب !
ته هم عجیبه سړی یی
شرمیدلی به څه وشرمیږی
که شرم یی لرلای تراوسه به دانیظام په دی حال نه وه روان

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x