نظــر

د ارګ مطبوعاتي افتضاح

زمان اندړ

اول په کابل کې یوې له ارګه خړوبېدونکې ورځپاڼې ادعا وکړه چې د طالبانو مشر، ملا اختر محمد منصور د طالبانو په یوې خپلمنځي نښته کې ټپي شوی دی. وروسته بیا د دوستم ویاند، فیضي د ټپي کېدو خبره په مرګ واړوله.

فیضي له خپلې خبره سره ویل چې «ډېر دقیق» معلومات لري. اولې ورځپاڼې چې دا خبر خپور کړ، هغه له ارګ څخه د حنیف اتمر د دفتر ورځپاڼه ده چې له دې لارې يې څو هدفونه لرل:

اول: د اتمر او داعش ډنډوره

اتمر غوښتل چې د ظاهر قدیر له خوا خپله رسوایۍ د دغسې راپورونو د خپرولو له لارې پټه کړي. ظاهر قدیر په ډېر دقیقو اسنادو او شواهدو په ډېر صراحت او وضاحت سره څرګنده کړې وه چې د غني امنیتي مشاور د داعش د پروژې عمده تمویلوونکی او حمایه کوونکی دی.

د قدیر خبرو دنیا په سر واخیسته. خو دا اول ځل هم نه و چې په افغانستان کې د داعش پروژې تر شا د اتمر لاس ثابتېږي. څو میاشتې مخکې د پکتیکا بر حال والي له طلوع سره په خبرو کې وویل چې په دغه ولایت کې د داعیشیانو کورنیو ته د ملي امنیت شورا له دفتر څخه پيسې ورځي.

چون د غني په حکومت کې اتمر د واک د ثقل پر مرکز منګولې ښخې کړي دي، والي يې له دندې لرې کړ.

د والي له څرګندونو څه موده وروسته ویسا ورځپاڼې داسې اسناد او شواهد خپاره کړل چې د داعش پروژې تر شا د افغانستان ملي امنیت او د پاکستان ای اس ای دي.

د دې دواړو ادارو مشترکه ګټه په دې کار د طالبانو کمزوري کول وو. افغان حکومت خو طالب سره په جګړه کې عملاً ښکېل دی؛ خو پاکستانیان ځکه غواړي چې طالبان یا کمزوري او یا په څو ډلو ووېشل شي، چې که سبا د مذاکراتو خبره راوځي، بیا به د خپلو لاس پوڅو ډلو په لاس د مذاکراتو تیاتر کې تمثیل تود ساتي.

د داعش د پروژې په تمویل او غټولو کې د حنیف اتمر عمده هدف دا دی چې له امریکا سره د شرمېدلي تړون د لاسلیک لپاره د اوړو پزه جوړه کړي.

کله چې د غني حکومت تشکیل شو، په سبا یې په ډېره بیړه حنیف اتمر د ملي امنیت مشاور اعلان شو او لومړنۍ وظیفه یې له امریکا سره د هغه تړون لاسلیک و چې د غني په حکومت کې ډېرو ترې انکار کړی و.

د دې کار «ویاړ» ته یوازې اتمر کاندید و چې د افغانستان په تاریخ کې يې نوم له دې شاندارې لاسته راوړنې سره ثبت شي. اوس اتمر کوشش کوي چې لاسلیک شوي تړون ته توجیهات جوړ کړي. تر څو وښيي چې دی پوهېده چې داعش راروان دی، ځکه یې دا «مهم» تړون لاسلیک کړ!

اتمر د ملا اختر محمد منصور د مرګ او ژوبلې خبر په نشرولو او پړسولو سره خپل هدف ترلاسه کړ. اوس څوک نه له داعش سره د اتمر د ملاتړ خبره کوي او نه هم دا پوښتنه کېږي چې غني چې هغه کمېسیون وټاکه چې د قدیر د تورونو پلټنه وکړي، د هغه کار چېرته ورسېد. هغه تورونه او هغه کمېسیون دواړه نور هېر شول. همدا د اتمر تر ټولو مهم لاسته راوړنه وه.

دویم: د طالبانو اختلاف

کله چې جولای کې د ملا محمد عمر مجاهد د مرګ خبر نشر شو، طالبانو په عجله ملا اختر محمد منصور د خپل مشر په توګه اعلان کړ. منصور د ملا محمد عمر په ژوندني کلونه د طالبانو د مبارزې مشري کړې وه. منصور په ډېرو سختو شرایطو کې وکولای شو چې طالبان هم په نظامي، هم سیاسي او هم اقتصادي برخه کې پرمختګونه وکړي. منصور هم جګړه بریالۍ رهبري کړه او هم یې سیاسي لاسته راوړنې د پام وړ وې.

جالبه دا ده، چې هغوی چې د منصور د رهبرۍ مخالفین ګڼل کېږي، د هغوی مطبوعاتي پوښښ ټول د کابل د یک او ژوندون تلویزیون په غاړه دي! هغه ټلویزیونونه چې کرۍ ورځ د طالب جهت او مبارزې ته توهین کوي. اوس څنګه کېدای شي چې دغسې یوه رسنۍ په مخامخ ډول د طالبانو د یوه داسې غونډې تصویري راپور نشروي چې د ملي اردو له پوستو سره د څو کیلو مترو فاصله لري!

د اتمر د مطبوعاتي ډلې له خوا د منصور د مرګ خبر له نشرولو دویم عمده هدف دا و چې د طالبانو په لیکو کې د اختلاف خبره توده او عمده وساتي. کنه طالبانو د منصور په رهبرۍ وکولای شول چې د کندوز په څېر عمده ولایت ونیسي.

نورې هغه خبرې سړې شوې چې طالبان تجزیه شول، انشعاب راغی او کمزوري به شي. د اتمر او غني مطبوعاتیانو ځکه وغوښتل چې په دغسې یو وخت کې د منصور د مرګ خبر له خپرولو سره دا وښيي چې د طالبانو په لیکو کې اختلافات دومره جدي او مهم دي چې ان د طالبانو پر مشر هم ډزې کېدای شي.

له دې مخکې چا تصور نه شوای کولای چې د طالبانو پر مشر دې ډزې وشي. د دوی کوشش دا دی چې دا خبر ورو ورو مطبوعاتي کړي او بلاخره یې داسې تبلیغ کړي چې د طالبانو مشر هم په نښه کېدای شي.

افتضاح

دا شاید په تېرو څوارلسو کلونو تر ټولو لویه مطبوعاتي افتضاح وه چې له ارګ څخه خپره شوې ورځپاڼه یې «افتخار» لري. هم یې ارګ راپور خپروي او هم یې بیا د لومړي مرستیال ویاند تاییدوي.

ځینو رسنیو راپور ورکړ چې «افغان حکومت د منصور د مرګ خبر تاییدوي». دا نو اوس څومره ستر شرم او مطبوعاتي افتضاح ده چې د بې وسه غني ګډوډ حکومت ورسره مخ کېږي. د دې افتضاح عمده ګټه دا شوه چې نور به څوک د ارګ په مطبوعاتیانو او ویاندویانو باور نه شي کړای.

دا د افتضاح ګټه شوه چې د غني و اتمر د مطبوعاتي ټیمونو د ډنډوره چیانو افتضاح یې خپره کړه.

په دې افتضاح کې هغه په اصطلاح معیاري رسنۍ هم شاملې دي چې د یوې داسې ورځپاڼې خبر یې نشر کړ چې هر خبر او نظر یې د فېسبوک له یوه سټېټس څخه زیات ارزښت او معیار نه لري. یوه داسې ورځپاڼه چې له ارګ خړوبېږي، خپرونې یې ټولې د فېسبوک په ښکنځلو او سپکو چلېږي، اوس څنګه یوه په اصطلاح معیاري رسنۍ د دوی په افتضاح کې ځان شامله کړي؟!

ښه شوه چې ولس دا د افتضاحاتو معماران ښه وپېژندل!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x