نظــر

افغانستان یم هر چا وکړل ګذارونه په ما !

که څه هم    شاعر نه  یم  خو د شعر او شاعرۍ سره  مینه لرم اود هیواد او وطن په  اړه د لیکلو شعرونو لوست را ته  نوې احساس راکوي ، په دې اساس یی  ډیر وخت  بیا بیا  لولم .  په دي  لړ کي مي  همدا لږ وخت  مخته  د اغلې نوریه وهاب  یوشعر تر سترګو  شو ، چې  په  یو ځآی کي یی ډیر ښه لیکلي :
افغانستان یم  هر چا وکړل ګذارونه په ما                   په خپل بدن کي مي د تورو پرهارونه شمارم

دا زه  نوریه به یی سنګر ته نظرماتې شمه                  په  تورو غرو کي د غازیانو سنګرونه شمارم

دا شعر می  داسي وخت له نظره تیریده چي دانګلیس شهزاده هم په  هیواد کي زمونږ دولس په خلاف د نظامي عملیاتو او هلته دخلکو په وژلو  ویاړ کړي وو او ددغه شرمناکه  عمل د یادونو سره یو ځای خپل هیواد ته راستون شوي .
 دا شعرډیري په زړه پورې او ډیرې  ژوري کلیمي  لري ،  که دا ټکي لږ څه  ژور  وکتل شي نو په دغه  څو جملو کي یی په افغانستان  او ددي  هیواد په ویاړلي ولس  دسرسختو دښمنانو اوپه  ځآنګړې توګه د نولسمي  ، شلمی  او همدا  اوس د یوشتمی پیړۍ د ښکیلاګرو ځواکونو ټول تیري  را نغښتي .
 په  دي  اوږده موده  کي  کي  دخپلو او پردیو په ګډون  هیچاهم په دي  ولس رحم  نه دي کړي ، که  په نولسمي پیړۍ کی انګلیس  دخپلو لښکر و سره ددي  هیواد د اشغال  له پاره راغلي وو  او دري ځلي یی د افغان ولس سره ډغرې  وهلي  او خپل ګوډاګیان  یی په ولس تپلي  او  زمونږ د ولس په لسګونو زره  ښځي او نر ، کوچنیان او زاړه  یی په  شهادت  رسولي  او د ولس په  ټټر یی د زخمونو ډک داغونه پری ایښی او د ډیري شرمیدلي ماتي سره مخ شوي او په ټیټ سریی  د تیښتي لار خپله کړې ، او که  په  شلمه پیړۍ کی  روسانو ددي  هیواد د اشغال  هڅي کړي  او د  یونیم  او دوو میلیونو ترمنځ  وګړي یی په شهادت  رسولي  اوپه  همدي  اندازه  یی معیوب  او زخمیان کړي  او ټول ولس یی بي کوره کړې چې دبی کوره شوو  کسانو اندازه یی د ټول نفوس  تر نیمایی پورې  رسیدلې  ،خو د ډیرو زخمونو د پریښودو وروسته یی سر ټیټ کړي  او په دي هیواد کي یی  «دروسي عسکري  پوهانو د ویناو له مخي » تر یو میلیون پورې   خپل وسله  وال  ځواکونه په داسي  حال کی ددی هیواده ویستلې چي  دمخ دبیرته   راګرځولو همت یی هم نه درلود.
دانګلیس  دیرغل د وختونو دزخمونو په اړه  مونږ د خپلو پخوانیو څخه قصي اوریدلی ، خو هغه راته هسي یو داستان ښکاریده ، ځکه  هغه یادونه چي دهغه  وخت سره تړلي وو اوپه کي ویل کیده چي څه ډول مجاهدینو د انګلیسي  ځواکونو سره  ډغرې وهلي  اودهغوې  دتوپونو په   خولو کي به یی خپل څادرونه ایښوول تر څو خوله یی بنده کړي او ….نور وهڅوې چې حمله پري وکړي .  ځکه دوخت د بدلون  او د نوو او مډرن وسایلو  راپیدا کیدو  زمونږ ذهنونه هم دې لورې ته  رااړولي وو اودا  خبرې  راته  هسي  په هسې قصې معلومیدې . خو دروسانو د یرغل په  وخت کي ،دجنګ او جهاد هغه پیښې چي همدا اوس هم زمونږ په ذهنو کي همداسي تازه  دې لکه همدا اوس  چي دامریکایانو ا و ناټو د ځواکونو د یرغل  پیښې دي .
دروسانو په خلاف  په ستر اوویاړلي جهادکي مو کتل  بلکه د هنر خلکو یی فلمونه او ویډیو ګاني  جوړولي  چې څه  ډول  مجاهدین  د هغوي په ټانکونو  ورخیژي او په  تبر باندی  یی  وهي تر څویی مات   کړي او عسکر تري بیرون را وکاږی ، خو شکایت به یی کاوه  چي تبر پرې کار نه کوي . دا او داسي نورې په زرګونو نموني او مثالونه یی زمونږ  په  ذهن کي  اوړي  را اوړي ،خو دروسانو دي  ټولو وسایلو، مرګ ژوبلو ، او تباهیو …. افغان ولس  په ګونډو نه  کړ بلکه برعکس یی روسان  تیښتی  ته اړ کړل ، داسي تیښته  چي اوس یی   دغه هیواد ته دنیغ  په نیغه بیرته راتلو جرئت هم ترې سلب کړي دي ..
او دادي اوس مو هیواد د۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر د اومي را په دیخوا دپخوانیو خواخوږو!؟ د مدرن  وسایلوسره یوځاې، د نوو ازمیښتونو  او په انسانانو باندی ددې  وسایلو د تمرین کولو  مرکز ګرزیدلي ، هغه  امریکایی  عسکر چې دهلمند په یوه کلي کی یی ۱۶ کسه  کوچنیان او ښځي په یوه شپه کي  نه یواځي دا چي  په خواږه خوب ویده  له منځه یوړل  بلکه دهغوي مړو ته  یی  اور واچاوو،  او ویل یی  چي  دوي   ته  خوند ورکوي  چي  یو افغان  پخپله  نښه کړي  او له منځه  یی یوسی، دا قاتل ، مجرم او جنګي ځناور څومره په څرګنده توګه  په ځانګړي هلي کوپتر کی دافغانستان ددولت او دهملند دمسؤلینو تر سترګو لاندی  وویستل شو ،امریکا ته و استول شو او هلته یی  په یوې نمایشي  محاکمه کي و دراوو ، خو وکیل یی هغه عصبي او لیوني  معرفي کړ او په دی توګه یی دقضا دمنګلو څخه خلاص کړ، هغوي  چي په خپلو بیرحمانه بمباریو  کي  په لسګونو کسان  دودنودخوشحالیو او یا د خیر خیرات  په وخت کي  وژلي  هغوی خو بلکل  برې الذمه ګرزیدلي  اما هغوي  چي  زمونږ د ولس دمړو په جسدونو   متیازي  کړي او ویډیوګاني یی خپري شوي هم  وایی  چي هغوي ته دی کار خوند ورکاوه ، وکیل یی وایی چي ددوې ذهني وړتیا له منځّه تللی، یو بل یی بیا وایی  چی دافغانانو  ځورونکي وژل  ورته  خوند ورکوي . بل یی بیا زیاتوي  چي  افغانان  زمونږ دښمنان دي  او ددښمن  اودهغې ځوځاک  وژل  راته  روا او جایز  عمل ښکاري او دخپل دښمن  وژل راته  خوند راکوي .
همدا خبره  د انګلیسانو له  خواهم  بیا بیا تکراریږي ، په  ځانګړي توګه  هغوې ته  چي خپل پخواني تاریخ را یادوي اود افغانستان اوانګلیس  په دري مهمو جګړو خبر دي او په  دي هم خبر دي  چي  انګلیس د خپلي اخري ماتي په وخت  څه ډول خپل پنځه ویشت زره  ځواکونه  له لاسه ورکړل او په څه  شرمونکي  توګه د افغانستان پریښوولوته  اړشول .  ډیره کي  یی  دخپلو پخوانیو بدو داخستو په خاطر هم تشویقیږي  چي  هلته ولاړ شي او په همغه ولایت کي  چي نیکونو یی ددوي  یرغلګروسرتیرو ته  شرمونوکي ماتي ورکړې وه ، دیره  شي  او دهغه ځآي دخلکو په وژلو خپله پخواني تاریخي  بدله  واخلی.
 ډیره  په زړه پورې یی د انګلستان د شهزاده  هاري سرګندوني دي  چي وایی :   د ويشتونکي مرستيال پيلوټ په توګه مې له خپلې دندې خوند اخېست، ځکه چې : «زه له هغو خلکو څخه يم چې په  Xbox او پلې سټېشن کې له لوبو سره مينه لرم او زه فکر کوم چې زه له خپلو ګوتو سره په عملي ډګر کې هم ډېر ګټور يم.»
د برتانيې  دغه   شاهزاده چې څلور مياشتې وړاندې دخپل فوځي خدمت ددویمي دوري له پاره  افغانستان ته تللي وه ، دجنوري په ۲۰ مه  یی خپله دنده پايته ورسوله او بېرته برتانيې ته ستون شو. نوموړي د هلمند د باسټين په عسکري پنډغالي کي خبريالانو ته وويل، چې ده په ډېرو جنګي عملياتو کې برخه اخېستې او د اپاچي چورلکو د مرستيال پيلوټ او ويشتونکي په توګه يې دنده ترسره کړې ده. ده په وياړ سره ويل، چې پر طالبانو  يې د توغنديو او ۳۰ ملي متري توپونو بريد کړی او وژلي يې دي. ده د خپلو وژنو لپاره داسې استدلال کاوه، چې: د يو چا ژوند  واخله چې د يو بل چا ژوند وژغورې!« دا دبرتانیی د شهزاده دریځ دي  ، چي د افغانانو په وژلو غواړی  خپل هیوادوال  مصئون اوخوندي کړي .»
شاهزاده هاري  چي  په  خپل پلی سټیشن  کي  په کمپیوټري  لوبو کي  بوخت  را ستر شوي  او هلته یی په کمپیوټر کی  دخلکو په وژلو  او دهغوې  د له منځه وړلو څخه خوند اخست ، همدا لوبي یی په  افغانستان کي په ژوندۍ توګه  د افغان   دبي دفاع ولس   دځوانانو  او زړو ، ښځو او نرو سره  تر سره کړي .  او همغه خوند یی چي د خپل کمپيوټر  یا پلی سټیشن  څخه  اخست  هغه یی دلته  په  عملي بڼه کي  وکوت .
د شاهزاده هاري  دغه   خبروپه  خپرنیزو  او الکترونیکي  ټولو خپرونو کي  ډیر بد انعکاس موندلي ، ددغه شهزاده  پخواني ریکارډ په ډاګه کوي  چي  هغه د نازیانو کارنامي  خوښولي اودهغوې کالي یی اغوستل اودا ورته  ویاړ ښکاریده .  
د حزب اسلامي  مشر ښاغلي حکمتیار په خپلوهغو  څرګندونو کې   چي د نوي عیسوي کال  په لمړۍ  ورځ یی د برطانوي  ورځپاڼي (ډیلي ټیلیګراف ) سره  په  یوې اوږدي مرکي کي  کړې ،هم شهزاده  هاري کلک غندلي  او ویلي یی دی چي :« دبرتانیه په شرابو مست شهزاده د مظلومو افغانانو د ښکار په موخه  افغانستان ته راځي  غواړي د هلي کوپتر په راکټو سره مجاهدین ښکار کړي ، په دی کرکجني وینادشرم احساس  هم نه کوي ،  عملا یی و لیدل چي  نژدي وو دې پخپله ښکار شي .»
حکمتيار په هلمند کې د (باسټين) پر کمپ د مجاهدينو بريد ته  په اشاري کولو وویل ،« چې کله پر دغه کمپ بريد وشو شاهزاده هاری وليدل چې دی په خپله  ښکار یږي نو د همدې لپاره يې د پټېدو لپاره سوړی لټولې.»
                               من از بیګانګان  هر ګز نه نالم ،                                      هر انچه کرد ان اشنا کرد.
داټول زمونږ او ددې ولس د یو شمیر محدودونا اهله بچیانو  په لاسو  ترسره کیږي ، د یو څو پیسو او دیوې کمې مودې د ځواک د تر لاسه کولو په  خاطر هر پردي  ته لاس په  نامه ولاړ کسان  دي  چي ددې ډول  غمیزو او پردیو ته دخپل هیواد د دروازو دپرانستلو وسیله ګرځي . ډیره په زړه پورې  ده چی  په داسي وخت کي  چې امریکا او دناټو غړي هیوادونه  د دولس کاله اوږوده  تباه کونکي جنګ نه وروسته  غواړي  دهیواده  خپلې پښی  سپکي کړي ، یو لړ نا افغانان  چي  فکر کوي  د غلا او فساد  دروازي  به پرې بندې شي ، د پردیو په پښو  پوري نښتي او دهغوې  څخه دخپل  ژوند ضمانتونه غواړي . حال داچي  دوې لکه  زمونږ د ولس په څیر  زخم خوړلي ددي هیواده  تښتي  خوترشایی یو شړیدلي اوفاسد نظام پاته کیږي  ، اوکه هغه اصلاح  نه شي نو  په هیڅ  توګه به افغان ولس ته  دمنلو وړ نه وي . لکه چې دحزب اسلامی مشراو دبهرني  اشغال په مقابل کي  ولاړ  حکمتیار په خپله مرکه کي وایی :   حقیقت دادې  چې  دولت  شړیدلي ، واکمنو خپل حیثیت او اعتبار په  بشپړه توګه  له لاسه  ورکړې ، دشدیدو داخلي اختلافاتو ښکار شوي ، ناهیلي او پریشانه دي ، بهرني  ځواکونه ناکام  شوي ، حالات  ورځ تر بلي د لازیات خرابیدو په لور روان دي  شایدد ۲۰۱۴ کال وروسته  دداسي پیښو سره مخ شو چي هیڅوک  یی  انتظار نه لري .
ددې  ناوړه  پیښو څخه دخوندي پاته کیدو  له پاره  حکمتیار  وړاندیز کوي  چي «:ټول  افغاني لورې دې په دی توافق وکړي  چي  تر ۲۰۱۴  پورې دې ټول بهرني ځواکونه په بشپړه توګه ووځي ، ازاد اوعادلانه   انتخابات دې تر سره شي  ،( او د افغانانو د ازادو او خپلواکه  ټاکنو په پایلو کي  چې کوم نظام منځته راځي  او کومه  سیاسي ډله په کي  ډیره  کي  رایی وړي نو) دهغې  ډلی حکومت ومنو چي دافغان ولس د اکثریت رایه تر لاسه کړي .
حکمتیار  دبرتیانیی  شهزاده ( هیري )  په  اړه چې  تر اوسه په  افغانستان کي  د وسلوالو په خلاف  جنګییده   او هم  په  هیواد کي  دانګلیسي  عسکرو د شتون  په اړه وویل چې :د برتانيې شاهزاده هاري يو شغال ( ګیدړ)دی چې د نېشې په حالت کې بېګناه افغانان وژني.  حکمتيار په دغه نادره مرکه کې وايي، چې  تر ۲۰۱۴ کال وړاندې  به دوې  د  بهرنيو پوځيانو پرخلاف خپل بريدونه نور هم زيات کړي ،څو په راتلونکې کې بيا څوک جرئت ونه کړي افغانستان ته د جګړې لپاره راشي . دی وايي، چې برتانيه دغې ناعادلانه، بې ګټې او وحشيانه جګړې ته ځکه راغلې چې سپينه ماڼۍ خوشاله کړي، خو برتانويان به له تلفاتو، وينو او وير پرته بل څه ترلاسه نه کړي. حکمتيار وايي: زه نه پوهېږم چې څنګه د برتانيې خلک دا منې چې د دوی بچيان څرګند مرګ  ته د دې لپاره ولېږل شي چې امريکايي جنرالان خوشاله شي. حکمتيار د شاهزاده هاري په اړه وايي: برتانوی شاهزاده افغانستان  ته «ددي  له پاره»  راغلی، چې بېګناه افغانان د نېشې په حالت کې ووژني.دی غواړی چې د خپلې چورلکې له توغنديو سره زموږ مجاهدين په بې شرمۍ سره ښکار کړي. ليکن دی له دې ساده واقعيت څخه ناخبره دی چې د زمريانو او عقابانو ښکار آسان نه دی. شغال نه شي کولای چې زمريان ښکار کړي!
حکمتيار وايي: داسې ښکاري چې برتانوي چارواکي اوس هم د اتلسمې او نولسمې پېړۍ خوبونه ويني او غواړي چې له سفير سره يې د يوه (وايسرای) په توګه چلند وشي او شاهزاده يې په يونيوفورم کې د دې لپاره بهرووځي چې انسانان ښکار کړي او هغه شيطاني رول بيا ولوبوي چې پخوا يې لوبولی دی.
د ډېلي ټېلګراف په رېپوټ کې راغلي چې دغه مرکه په نا مالومه غرنۍ سيمه کې  د افغانستان پولې ته نږدې ترسره شوې او حکمتيار د ټېلېګراف ليکلي پوښتنو ته د ويډيو له لارې ځوابونه ويلي دي.
http://www.telegraph.co.uk/news/worldnews/asia/afghanistan/9761925/Afghan-warlords-interview-is-encouraging-sign-of-political-engagement.html
خوطالبان  وایی چې هیري خپل  مغزي توازن  له لاسه ورکړي او شوني ده چي دلیونتوب  لمړني مرحلي ته به ورداخل شوي وي .
ویل  کیږي  چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۲ کال تر اخري ورځي پورې ، په دغه دولسو کالو کي ، دنړۍ تر ټولو ستر  ویرونکي  جنګي ځواک  او د نړۍ یواځني  سوپر پاور (امریکا)  د نړیوال  په اصطلاح  دهشت پر خلاف  جنګ!! کي د نړۍ  په ترټولو کمزورې  او غریب  هیواد  افغانستان  کي تر اوسه پورې  (۱۹۵۰)   روزل شوي  وګړي له لاسه ورکړي ، دا په داسي  حال کی  چي دامریکا د بحري  قواو یوه  قوماندان ( ډبلیوپرایس ) د وحشت او ویري  په  حال کي  خپل ځان وویشت  او په دی توګه یی په افغانستان کی د امریکي ځان وژونکو عسکرو په  شمیر کي  چي  د  ځآن وژني  شمیره یی ( ۲۶۷۶)  ته رسیږي  خپل ځان  ورزیات کړ.
دغه  پورتنۍ شمیري د یوې افغانې ښځي  سبیناخان  چې د جنوبي وزیرستان  اوسیدونکي  ده  او د (مونټیري انسټیټیوټ  اف  انټر نشنل سټډیز ) په ریسرچ کې  کار کوي  او غواړي د ( دشخړو دحل دلارو په پیدا  کیدوکي)  ماستري واخلي ، له اړخه  برابري شوي دي . د سبیناخان  د ریسرچ  په  اساس  په افغانستان او عراق کې دامریکایی  جنګیدونکو ځواکونو  څخه په  هرو ۲۷ ساعتو کي  یو کس  ځان  وژلي دي . په دي دواړو هیوادونوکي  جنګیدونکو امریکایی فوځیانو هر سلو کسانوڅخه  د یولسو او شلو کسانو تر منځ ځان وژني کړي دي ، ددوې  ډیره کي په ذهني او   رواني ناروغتیاو ککړ  ښوول شوي  دي
دامریکا د ځواکونود ځآن وژني دغه  ویرونکي ډرامي  د(  پنتاګون) د ۵۴ عربه  ډالرو  د صحي  پانګي  څلورمه  برخه  په همدي  ذهني ناروغانو باندی  مصرفیږي ، خو ددي  د ناروغانو شمیره  ورځ په ورځ  تر ویرونکی  اندازي پورې  زیاتیږي .
دغه ټول هر څه مونږ ته د قرانکریم دا آیت  په  ښه توګه را څرګندوي  او راته وایی  چي  خفه کیږئ مه ، لکه څنګه  چې تاسي زخم لیدلي  په همدي  توګه ستاسو دښمن  هم زخم خوړلي ، قرانکریم  داسي  فرمایی:
 «ان یمسسکم قرح فقد مس القوم قرح مثله و تلک الایام نداولها بین الناس  ولیعلم  الله الذین  امنوا و یتخذ منکم شهداء والله لا یحب الظالمین (العمران  ۱۴۰)
«که  تاسو ته کوم زخم  در رسیږي  نو دښمن  قوم ته خو هم دغسي زخمونه ور رسیدلي  اودا خو هغه ورځي دي  چي په خلکو کي یی  اړوو را  اړوو، اوتر څو الله  هغه کسان  معلوم کړي چي ایمان  یی راوړي ، او له تاسو نه  ځیني  شهیدان ونیسي او الله  خو ظالمان نه خوښوي » (دقران په پلوشو کی  دتفسیر څخه)
 په دي اساس  د اغلي نوریه وهاب د شعر دا برخه چي وایی : (افغانستان یم  هر چا وکړل ګذارونه په ما )   بلکل  په حقیقت  ولاړ ه  خبره ده ،خو هغوې  چې  پرمونږ یی ګذارونه کړي ، هغوې هم داسي ګذارونه خوړلي چي راتلونکي نسلونه به یی ورته په تاریخ کي  ولولي.

قریب الرحمن سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x