
پکتيکا: ګيان ولسوالۍ کې بهرنيانو شپني عمليات ترسره کړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د بګرام له هوايي اډې ورغليو بهرنیو پوځیانو شپني عملیات ترسره کړي او د دوولسو تنو د وژلو دعوه يې کړې.
د پکتیکا امنیتي مسوولین وايي چې دوی د دې عملیاتو ترسره کېدل مني، خو په وينا يې دا بهرنیانو پخپل سر ترسره کړي چې دوی نه پکې شريک او نه هم خبر دي.
د دې ولایت امنیه قومندان زړور زاهد وايي چې په ګيان ولسوالۍ کې د تېرې شپې په عملیاتو کې چې پلان په بګرام هوايي اډه کې نیول شوی و، د دوولسو تنو طالبانو له وژل کېډو او پنځو نورو له ژوندي نیول کېدو خبر شوی دی.
طالبانو په پکتیکا کې د خپلو کسانو د نیول کېدو یا وژل کېدو پخلی نه دی کړی.
بهرني پوځیان په داسې حال کې شپني پوځي عملیات ترسره کوي چې څو ورځې وړاندې هم د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ناټو سر منشي ټينګار وکړ چې دوی په جګړه کې ښکېلتیا نه غواړي او پوځيان يې په افغانستان کې د افغان عسکرو په روزلو بوخت دي.
ياده دې وي د لويديځو رسنیو د راپورونو سره سم د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله له لوري د ګډ حکومت له را منځته کېدو سره هم مهاله محمد اشرف غني له بهرنیانو ته د شپنیو عملیاتو د بيا پیل غوښتنه وکړه.
د بهرنیو عسکرو له لوري د شپنیو عملیاتو اړوند د پخواني ولسمشر حامد کرزي او امریکا تر منځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې وي، چې د واک په وروستیو کې يې شپني عملیات بند کړای شول.
تر اوسه خپلواکو سرچينو نه دي ويلي چې د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې نیول شوي او وژل شوي کسان څوک دي.