
بادغیس ولایتي شوار: طالبان د خپل وزیر د لاسلیک پر شرط د ترکمنستان برق ته اجازه ورکوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د بادغیس ولایتي شوار وايي طالبانو د بادغیس ولایت له قومي مخورو سره په خبري غونډه کې ويلي چې دوی د ترکمنستان د برق د را تېرولو پلويان دي خو باید د دوی د اوبو او برېښنا د وزیر پر لاسلیک دا کار وشي.
د بادغیس د ولايتي شورا غړي وايي چې طالبانو د سیمې خلکو ته ويلي چې د برق په تېرېدونکې سیمه کې باید ټولو هغو کورونو ته برېښنا ورکړل شي چې تارونه يې ترې تېرېږي.
د بادغیس ولایتي شوار رییس ناصر نظري وايي چې طالبانو د قرارداد یوه کاپي غوښتي او ويلي يې دي چې د دې قرارداد یوه کاپي باید د دوی له وزیر سره هم موجوده وي.
دغه برق چې له ترکمنستان څخه د هرات تر قلعه نو پورې رارسېږي، د طالبانو د شرط په اړه د ګډ حکومت چارواکو توند غبرګون ښوودلی دی.
د اوبو او برېښنا و زیر علی احمد عثماني دا د طالبانو له لوري « باج » بللی او ويلي يې دي چې دوی حاضر نه دي چې د دې برق په اړه د طالبانو نظر وپوښتي.
هغه وايي که اړتیا پېښه شي، له امنیتي ځواکونو به هم مرسته وغواړي.
طالبانو د بادغیس د ولايتي شورا د غړو د څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.