دیني، سیرت او تاریخ

د جهاد پریخودلو نقصانات

۱- قُل إِن كانَ ءاباؤُكُم وَأَبناؤُكُم وَإِخوٰنُكُم وَأَزوٰجُكُم وَعَشيرَتُكُم وَأَموٰلٌ اقتَرَفتُموها وَتِجٰرَةٌ تَخشَونَ كَسادَها وَمَسٰكِنُ تَرضَونَها أَحَبَّ إِلَيكُم مِنَ اللَّهِ وَرَسولِهِ وَجِهادٍ فى سَبيلِهِ فَتَرَبَّصوا حَتّىٰ يَأتِىَ اللَّهُ بِأَمرِهِ ۗ وَاللَّهُ لا يَهدِى القَومَ الفٰسِقينَ.
[توبه ۲۴]ترجمه: ته اووایه که وی ستاسو پلاران او ځامن او رونړه او بیبیانی او قبیله او هغه مالونه چه تاسو کسب کوی

او تجارت چه تاسو ویره کوی د کوټه د هغی نه او هغه کورونه چه تاسو خو ځوی زیات محبوب وی تاسوته دالله تعالی او رسول دهغه او د جهاد فی سبیل الله نه. پس انتظار اوکړی ترهغی پوری چه راولی الله تعالی حکم خپل او الله تعالی هدایت نه کوی قوم فاسقانوته.
دی آیت کریمه کښ د الله تعالی د طرفه نه دعذاب او زوال او د ذلت راویستلو ډیر سخت تخویف دی په هغه قوم باندی چه هغوئ درشته داری دمحبت په وجه یا دمالونو او تجارتونو او مکانونو دمینی په وجه جهاد فی سبیل الله او مقابله د دشمن پریګدی دالله تعالی د قهر دغضب نه او عذاب دبچ کیدلو طریقه صرف جهاد دی.

۲- يٰأَيُّهَا الَّذينَ ءامَنوا ما لَكُم إِذا قيلَ لَكُمُ انفِروا فى سَبيلِ اللَّهِ اثّاقَلتُم إِلَى الأَرضِ ۚ أَرَضيتُم بِالحَيوٰةِ الدُّنيا مِنَ الءاخِرَةِ ۚ فَما مَتٰعُ الحَيوٰةِ الدُّنيا فِى الءاخِرَةِ إِلّا قَليلٌ.
[توبه ۳۸]ترجمه: ای ایمان والو! څه وجه ده ستاسو چه هرکله تاسوته اوئیلي شې اوزي په لاره دالله تعالی کښ درانه شۍ
تاسو زمکی ته آیاتاسو راضی شوی په ژوند د دنیا په مقابله د آخرت کښ پس نه دی سامان د ژوند د دنیا په مقابله د آخرت کښ مګر لږدی.

۳- إِلّا تَنفِروا يُعَذِّبكُم عَذابًا أَليمًا وَيَستَبدِل قَومًا غَيرَكُم وَلا تَضُرّوهُ شَيـًٔا ۗ وَاللَّهُ عَلىٰ كُلِّ شَيءٍ قَديرٌ.
[توبه ۳۹]ترجمه: که اونه وتلی جهاد ته عذاب په درکړی عذاب دردناک بدل کښ به راولی بل قوم سیوا ستاسو نه او ضر-ر به اونه رسوی هغه ته هیچ قسم او الله په هر شی باندی قدرت لرونکی دی.
په دواړو روایتنو کښ ترک دجهادئی دمنافقینو خوئی ګرزولی دی او دجهاد پریخودلو په وجه دنیا پرستی زیاته شی.
او آخرت هیر کړی شی. او دالله تعالی د دردناک عذاب مستحق شی او د داسی قوم فنا او دنور قوم دنیا ته راتلل اوشی.

۴- قُل لَن يَنفَعَكُمُ الفِرارُ إِن فَرَرتُم مِنَ المَوتِ أَوِ القَتلِ وَإِذًا لا تُمَتَّعونَ إِلّا قَليلًا.
[احزاب ۱۶]ترجمه: ته ورته اووایه هر ګز نفع نه ورکوی تاسوته تختیدل که تاسو او تختی د مرګ نه یادقتل نه اودغه وخت فائده نه شی ورکیدی تاسوته مګر لږه.
په دی آیت کریمه کښ دمنافقانو حال زکر دی چه هغوئ د جهاد نه تختیدل کوی نو الله تعالی او فرمائیل چه دجهاد دتختیدلو په وجه دمرګ نه خلاصیدل نه کیږی بلکه ژوند د ذلت دی.

او احادیث پدی هکله.

۱- روایت دی د ابوهریره رضی الله عنه نه چه نبی کریم صلى الله عليه وسلم فرمائیلی دی چه څوک مړشو او غزائی اونکړه اونه ئی په
زړه کښ دغزا خیال اوکړو نو مړ شو په څانګه دمنافقت باندی.
(مسلم-۱۹۱۰. ابوداود-۲۵۰۲).
پدی حدیث کښ پریخودل دجهاد او ترک د ارادی دجهاد دمنافقت ټکړه ګرزولی شوی ده.

۲-روایت دی د ابو امامه رضی الله عنه نه چه نبی صلى الله عليه وسلم فرمائیلی دی. چه چا غزا اونکړه اونه ئی سامان تیار کړو دپاره دغازی اونه ئی نیابت اوکړو دغازی په اهل کښ په خیر سره. اوبه رسوی الله تعالی ده ته سخت عذاب مخکښ د قیامت د ورځی نه.
(ابوداود- ۲۵۰۳).
په دی حدیث کښ پریخودونکو دجهاد اونه کونکو د امداد مجاهدینوته په دنیا کښ دسخت عذاب تخویف (ویره) ورکړی.

۳-روایت دی د ابوهریره رضی الله عنه نه چه
فرمائیلی دی رسول الله صلى الله عليه وسلم) څوک مخامخ شو الله تعالی ته بغیر د نښی د جهاد نه نو پیش به شی الله تعالی ته او په ده کښ به کنډاو وی.
(ترمذی-۱۶۶۶)
پدی حدیث کښ فرمائیلی دی چه څوک جهاد پریګدی او دجهاد هیڅ قسم اثر په هغه کښ نه وی.
نه زخم وو نه دوړه نه ستړی والی اونه تیاری د اسبابو د جهاد نو د قیامت په ورځ د دی انسان په وجود کښ به دنمیګړتیا نښه وی او په میدان حشر به به داده شرمندګی نخه وی.

لیکوال ابراهیم ال-افغانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x