نړۍ

یمن : د عدن والي له شپږو ساتونکو سره ووژل سو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): له یمن څخه رارسیدلي راپورونه وايي چي د عدن ولایت والي  نن سهار د نوموړی ښار په التواهي نومي سیمه کښې ووژل سو.

د راپور له مخي ښاغلي جعفر محمد سعد نن سهار له سیمې څخه تیریدی ، چي موټر یې د سړک غاړې په مین وربرابر سو او نوموړی له شپږو ساتونکو سره یو ځای ووژل سو.

بل لورته په سیمه کښې شاهدان وايې چي چاودنه له باروتو نه ډک موټر په وسیله ترسره سوې وي، ځکه چي غږ یې ډیر لوړ او  نیژدې سیمه کښې ولړزوله .

داسي راپورونه هم خپاره سوي دي، چي په ښاغلي جعفر باندي برید سوی دی، خو پخلی یې تراوسه ندی سوی.

جنرل سعد د روان کال د اکتوبر په میاشت کښې د عدن والي وټاکل سو او تردې وړاندي نوموړوی د ولس مشر عبدربه منصور هادي پوځي سلاکار  او په پوځ کښې يې په لوړو منصبونو باندي دندې ترسره کړي وي..

د یادونې ده چي وژل سوي والي د عدن ښار اوسیدونکی دي.

تراوسه پوري د نوموړي د وژنې پړه کومې وسلوالې ډلې په غاړه نده اخیستې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x