الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – نهه دیرشمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

قهرمان مسلمانان تر پايه د جګړې تياري لري

د جګړې په وروستيو شيبو كې دوې داسې پيښې وشوې چې د مسلمانانو همت او قهرماني په ګوته كوي او دا ښيي چې هغوى د خداى په لار كې هر ډول قربانۍ ته آماده وو:

1- كعب بن مالك (رضي الله عنه) وايي: زه له هغو مسلمانانو نه يو وم كوم چې د غره له درې نه راووتلو، كله مې چې وليدل مشركين لګيا دي مسلمان شهيدان مثله كوي، نو ودريدم او بيا روان شوم كه ګورم چې يو مشرك چې زغره يې اغوستې په مسلمانانو شهيدانو تيريږي او وايي: دوى خو لكه د ذبح شويو پسونو په شان ټوټې ټوټې ډيرۍ پراته دي!! او يو مسلمان چې زغره يې په ځان كې ده دده لاره څاري انتظار يې كوي، زه ورپسې ورغلم او بيا مې دواړو مسلمان او كافر ته په ځير وكتل چې كوم يې قوي او كوم يې كمزورى دى او دا مې وپتييله چې دا كافر د وسلې او ساز و سامان له پلوه ورنه مخكى دى، خو همداسې ورته ګورم تر څو دواړه سره ونښتل، مسلمان داسې يو ګوزار ورباندې وكړ چې دوه شقه يې كړ له سر نه تر پښو پورې دوې ټوټې شو او بيا همدې قهرمان مسلمان خپل مخ لوڅ كړ او راته ويې ويل: څنګه ګوزار و اې كعبه؟ زه ابو دجانه (رضي الله عنه) يم.(١)

2- د جګړې په پاى كې يو شمير مسلمانې ښځې د جنګ ميدان ته راغلې. انس (رضي الله عنه) وايي ما عائشه بنت ابى بكر او ام سليم (رضي الله عنهم) وليدلې چې بډې يې وهلې او د پښو پازيبونه يې ښكاري، پخپلو اوږو د اوبو مشكونه راوړي او د خلكو په خولو كې يې ورخالي كوي، بيا ځي او بيرته يې را ډكوي، راوړي يې او د خلكو په خولو كې يې ورخالي كوي٢. عمر (رضي الله عنه) وايي: ام سليط (رضي الله عنها) به د احد په ورځ زمونږ لپاره ډك ډك مشكونه راوړل٣.

او لدې مسلمانو ښځو نه يوه هم ام ايمن وه كله يې چې ځنې ماتې خوړلي مسلمانان وليدل چې د مدينې په لور روان دي، مخونو ته يې خاورې وروشيندلې او ځينو ته به يې ويل: واخله دا د سنيو څرخ واخله او توره دې ماته راكړه! بيا ام ايمن په ډيره بيړه د جګړې ميدان ته لاړه او زخميانو ته يې اوبه وركولې چې حبان بن ابي العرقه په غشي وويشتله ولويده او بې پردې شوه، د خداى دښمن ورته په خندا شو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته دا ډيره سخته ښكاره شوه سعد بن ابي وقاص ته يې يو داسې غشى وركړ چې نوك يې هم نه ؤ او ورته ويې فرمايل: (‏ارم به‏)‏. وله! سعد غشى ورخوشى كړ او د حبان په غاړه ولګيد، د شا په تخته ولويد او بې ستره شو، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) داسې وخندل چې ان نواجذ (زامې) غاښ يې ښكاره شول او ويې فرمايل: ‏‏‏‏(‏استقاد لها سعد، أجاب الله دعوته‏).‏  سعد د ام ايمن انتقام او پور واخيست، الله تعالى يې دې سوال قبول كړي.(١)

په دره كې له ځاى په ځاى كيدو وروسته

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په دره كې د ننه پخپل مركز كې ځاى په ځاى شو، نو علي بن ابي طالب (رضي الله عنه) لاړ او خپل ډال يې له مهراس نه ډك كړ (ځنې وايي مهراس په احد كې د يوې چينې نوم دى او ځنې نور وايي مهراس داسې يوې پرښې ته وايي چې مينځ يې ژور وي او ډيرې اوبه پكې غونډيږي) په هر حال هغه خپل ډال له اوبو نه را ډك كړ او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې راوړ تر څو اوبه ورنه وڅښي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې اوبه وليدې يو ډول بوى يې درلود، نو ويې نه څښلې خو خپل مبارك مخ يې ورباندې ومينځلو، پاكې وينې يې ورنه پاكې كړې او يوه اندازه يې په مبارك سر واچولې او فرمايل يې: ‏‏(‏اشتد غضب الله على من دَمَّى وجه نبيه‏)‏.

د الله تعالى لوى عذاب دې پر هغه چا وي چې د الله د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخ يې وينې كړ.(٢)

سهل (رضي الله عنه) وايي: قسم په خداى چې زه هغه كسان ښه پيژنم چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زخمونه يې ومينځل په سر يې اوبه ور واچولې او دا ښه راته معلومه ده چې په څه شي دده مبارك تداوي وشوه؟ د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لور فاطمې (رضي الله عنها) يې سر مينځه او علي (رضي الله عنه) له ډال نه اوبه ورباندې اچولې، كله چې فاطمې (رضي الله عنها) وليدل چې په اوبو سره وينه نه دريږي همداسې روانه ده، نو د پوزي (بوريا) يوه ټوټه يې وسيځله او په زخم يي ورگ واچوله او په همدې سره يې وينه ودريده.(٣)

محمد بن مسلمه (رضي الله عنه) ډيرى پاكې او خوږې اوبه راوړې، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وڅښلې او د خير دعا يې ورته وكړه(٤).

رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د زخمونو له امله د ماسپښېن لمونځ په ناستي وكړ او مسلمانانو هم په ناسته لمونځ ورپسې ادا كړ.(١)

د ابو سفيان پسخند او له عمر (رضي الله عنه) سره خبرې

وروسته لدې چې مشركينو د بيرته تګ تياري مكمله كړه ابو سفيان غره ته پورته شو او چيغه يې كړه: آيا محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ستاسې په مينځ كې شته؟ مسلمانانو ځواب ورنكړ. بيا يې چيغه كړه: ابن ابي قحافه شته؟ مسلمانانو ځواب ورنكړ. بيايې چيغه كړه: عمر بن الخطاب شته؟ مسلمانانو بيا هم ځواب ورنكړ، ځكه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغوى له ځواب وركولو نه منع كړي وو. ابو سفيان له دوى دريو پرته د بل چا پوښتنه ونكړه، ځكه هغه پوهيده چې د اسلام قيام په همدې دريو پورې تړلى دى. پدې پسې ابو سفيان وويل: ځه له دې دريو نه خو خلاص شوو. دلته عمر (رضي الله عنه) صبر ونه شواى كړى او په ځواب كې يې ورته وويل: اې د الله دښمنه دا درى واړه چې تا ياد كړل ژوندي دي، او الله هغه څه پرې ايښي دي چې ستا د خفګان او رسوايۍ سبب به كيږي! ابو سفيان وويل: ستاسې مړي مثله شوي، خو ما ددې نه امر كړى او نه مې دا كار غندلى او بد ګڼلى دى. او زياته يې كړه: (اعلى هبل) يعنى هبل لوړ دى. پدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل:‏‏(‏ألا تجيبونه‏؟‏‏)‏. ځواب يې نه وركوئ؟ اصحابو (رضي الله عنهم) وويل: څه ورته ووايو؟ ده وفرمايل: ‏‏(‏قولوا‏:‏ الله اعلى واجل‏)‏‏. ووايئ:  الله تعالى له ټولو نه لوړ او لوى دى.ابو سفيان بيا وويل: مونږ عزى لرو او تاسې يې نلرئ.رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏ألا تجيبونه‏؟‏‏)‏. آيا ځواب يې نه وركوئ؟ اصحابو (رضي الله عنهم) عرض وكړ څه ورته ووايو؟ ده وفرمايل: (‏قولوا‏:‏الله مولانا، ولا مولى لكم‏)‏‏.‏ ووايئ: الله زمونږ مولى دى او تاسې مولى نلرئ.

ابو سفيان وويل: څومره ښه كار وشو، نن ورځ د بدر د ورځې بدله ده، په جنګ كې خو كله ماتې او كله برى حتمى دى. عمر (رضي الله عنه) په ځواب كې ورته وايي: نه، برابر ندي، زمونږ مړي په جنت كې دي او ستاسې مړي په دوزخ كې.

پدې پسې ابو سفيان زياته كړه: اې عمره (رضي الله عنه)! راشه ما ته لنډ راشه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏‏(‏ائته فانظر ما شأنه‏؟‏‏)‏. ورشه وګوره چې څه وايي؟ عمر (رضي الله عنه) ورغى. ابوسفيان ورته وويل: د خداى په روى راته ووايه چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مو وژلى دى كه نه؟ عمر (رضي الله عنه) ورته وويل: نه، والله نه، هغه همدا اوس ستا خبرې اوري. ابو سفيان ورته وويل: ته زما په نزد له ابن قَمِئَۍ نه ډير رښتينى  او غوره يې.(1)

د بدر په ميدان كې د يوې بلې مقابلې وعده

ابن اسحاق وايي: كله چې ابو سفيان او لښكر بيرته تلل نو داسې يې وويل: په راتلونكي كال كې مو د بدر په ميدان كې د يوې بلې مقابلې وعده ده درسره. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يوه صحابي ته وويل: ‏‏(‏قل‏:‏ نعم، هو بيننا وبينك موعد‏)‏‏.ورته ووايه سيي ده، دا به زمونږ او ستاسې تر مينځ وعده وي.(2)

د مشركانو  د دريځ او پلان په هكله تحقيق

بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و سلم) علي (رضي الله عنه) ته امر وركړ چې: (‏اخرج في آثار القوم فانظر ماذا يصنعون‏؟‏ وما يريدون‏؟‏ فأن كانوا قد جَنَبُوا الخيل، وامْتَطُوا الإبل، فإنهم يريدون مكة، وإن كانوا قد ركبوا الخيل وساقوا الإبل فإنهم يريدون المدينة‏.‏ والذي نفسي بيده، لئن أرادوها لأسيرن إليهم فيها، ثم لأناجزنهم‏)‏‏.‏ لاړ شه وګوره مشركين څه كوي؟  څه اراده لري؟ [وګوره كه دې وليدل په اوښانو سپاره دي او آسان يې همداسې ورسره روان كړيدي، نو پوه شه چې د مكې لورته روان دي او كه په آسانو سپاره وو او اوښان يې همداسې ورسره روان كړي وو، نو بيا پوه شه چې دوى د مدينې په لور روان دي، قسم په هغه ذات چې زما مرګ او ژوند دده په واك كې دى كه د مدينې اراده يې وكړه ورپسې ورځم به او دړې وړې كوم به يې.] علي (رضي الله عنه) وايي: زه ورپسې ورغلم تر څو په حالاتو ځان خبر كړم هلته مې وليدل چې په اوښانو سپاره او آسان يې همداسې ورسره د مكې په لور روان كړي وو.(3)

د شهيدانو او زخميانو كتل

د مشركينو له ستنيدو وروسته مسلمانانو ته ددې فرصت په لاس ورغى چې د خپلو شهيدانو او زخميانو خبر واخلي. زيد بن ثابت (رضي الله عنه) وايي: د احد په ورځ  رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وليږلم تر څو سعد بن الربيع (رضي الله عنه) ولټوم او امر يې راته وكړ: ‏‏(‏إن رأيته فأقرئه مني السلام، وقل له‏:‏ يقول لك رسول الله صلى الله عليه وسلم‏:‏ كيف تجدك‏؟‏‏)‏.كه د سعد وليد، نو سلام مې ورته وايه او پس له سلام دا ورته ووايه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) درته وايي چې څنګه يې؟ زيد (رضي الله عنه) زياتوي زه لاړم او د شهيدانو په مينځ كې ګرزيدم تر څو سعد ته ورسيدم كه ګورم چې هغه  خپل آخريني نفسونه باسي، د ځنكدن په حال كې دى، د تورو، غشو او نيزو اويا ګوزارونه يې خوړلي. ورته مې ويل: سعده! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سلام درباندې وايي او پوښتنه دې كوي چې څنګه يې؟ ده راته وويل: په رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دې سلامونه وي او زما له خوا نه ورته عرض كړه چې يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! د جنت خوشبويي مو تر سږمو كيږي، او زما قوم انصارو ته ووايه: كه د تاسې يو كس هم ژوندى وي او دښمن پدې وتوانيږي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ځان ورسوي، نو د خداى په وړاندى به عذر ونلرئ! په همدې وخت كې يې روح له مبارك بدن نه ووته او له فاني دنيا نه يې سترګى پټې كړې.(1)

خلكو د زخميانو په مينځ كې اصيرم (عمرو بن ثابت) هم وموند لدينه مخكې به يې چې هغه ته د اسلام بلنه وركوله ده به نه منله او اسلام به يې نه قبلاوه. له همدې امله خلك حيران شول چې اصيرم دلته څه كوي او څنګه راغلى؟ هغه خو په اسلام نه ؤ مشرف شوى، پوښتنه يې ورنه وكړه: څنګه او ولې دلته راغلى يې؟ له خپل قوم نه د دفاع پخاطر راغلى يې او كه له اسلام سره د مينې په اساس؟ ده په ځواب كې ورته وويل: زه له اسلام سره د مينې پخاطر دلته راغلى يم، ما په الله او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ايمان راوړى او له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه د دفاع پخاطر دومره وجنګيدم چې حالت مې تاسې ګورئ، په همدې خبره يې سترګې پټې شوې. هغوى دا خبره بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورسوله، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏هو من أهل الجنة‏)‏‏.‏هغه جنتي دى. ابو هريره (رضي الله عنه) وايي: دا پداسې حال كې چې يو لمونځ يې هم نه ؤ كړى.(١)

د زخميانو په ډله كې ‏‏ قُزْمَان هم ؤ چې د زمري په شان جنګيدلى ؤ اوه يا اته تنه مشركان يې وژلي وو، خو اوس د زخمونو له وجې پروت ؤ مسلمانانو را اوچت كړ او د بني ظفر محلې ته يې يووړ او زيري يې وركول خو ده ورته وويل: قسم په خداى چې زه صرف د خپل قوم د ناموس پخاطر جنګيدلى يم او كه دا نه واى نو هيڅ جګړه به مې نه وى كړې! او كله يې چې د زخمونو دردونه زيات شول نو ځان يې پخپله حلال كړ او خودكشي يې وكړه.

كله به يې چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په حضور کې يادونه وشوه، نو فرمايل به يې: (‏إنه من أهل النار‏)‏.؛ هغه دوزخي دى.(٢)

او دا د هر هغه چا جزا او سزا ده چې د قوم او يا بل كوم دنيوي غرض په خاطر جنګيږي او وژل كيږي. هر څوك چې د الله له رضا نه پرته بل هدف ولري كه څه هم د مسلمانانو په لښكر كې ومري او ان كه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په لښكر او د اصحابو په مينځ كې هم وي جزا يې همغه ده چې د قزمان وه.

ددې په خلاف د شهيدانو په مينځ كې د بني ثعلبه د يهودانو يو كس هم ؤ، كله چې د جګړې خبرې كيدلې هغه خپل قوم ته ويلي ؤ: اې يهودانو! قسم په خداى چې تاسې ښه پوهيږئ چې د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مرسته او مدد په تاسې فرض دى. دوى ورته وويل: نن خو د هفتې ورځ ده. ده ورته وويل: د تاسې لپاره كومه هفته نشته، بيايې خپله توره او وسله واخيسته او ويې ويل: كه زه مړ شوم، نو مال مې ټول د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دى، هر څنګه يې چې زړه وي هغسې دې وكړي. بيا د جګړې ډګر ته ننوت او تر هغې پورې وجنګيد تر څو ووژل شو، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: (‏مُخَيرِيق خير يهود‏)‏‏.‏مخيريق غوره يهودى و.(٣)

د شهيدانو را غونډول او د فن كول

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپله د شهيدانو ليدلو ته ورغى او ويې فرمايل: ‏‏(‏أنا شهيد على هؤلاء، إنه ما من جريح يُجْرَح في الله إلا والله يبعثه يوم القيامة، يَدْمَي جُرْحُه، اللون لون الدم، والريح ريح المِسْك‏)‏.زه د دوى شاهد يم. حقيقت دا دى هر څوك چې د خداى په لار كې زخمي كيږي، الله تعالى يې د قيامت په ورځ پداسې حال كې بيرته را ژوندى كوي چې له زخم نه به يې وينې روانې وي رنګ به يې د وينو وي، خو بوى به يې د مشكو بوى وى.](1)

ځينو اصحابو (رضي الله عنهم) خپل شهيدان مدينې ته وړي وو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر وكړ چې هغوى بيرته راوړي او د شهادت په ځاى كې دې دفن شي، غسل دې نه وركوي او له خپلو جامو سره دې خاورو ته وسپارل شي، خو اوسپنې او پوستي شيان دې ورنه ليرې گ كړى شي. دا شهيدان به دوه دوه او يا درى درى په يوه قبر كې دفن كيدل او دوه دوه شهيدان به يې په يوه جامه كې سره پټول او فرمايل به يې: ‏‏(‏أيهم أكثر أَخْذًا للقرآن‏؟‏‏)‏.كوم يو يې ډير په قرآن پوه ؤ؟ خلكو به چې هر يوه ته اشاره وكړه همغه به يې په لحد كې له هغه بل نه مخكې كړ او فرمايل به يې: ‏‏(‏أنا شهيد على هؤلاء يوم القيامة‏)‏.د قيامت په ورځ به زه د دوى شاهد وم. عبدالله بن عمرو بن حرام او عمرو بن الجموح (رضي الله عنهما) چې دواړه سره دوستان وو په يوه قبر كې دفن شول.(2)

پدې وخت كې د حنظله (رضي الله عنه) مبارك جسد نه و مسلمانان ورپسې وګرزيدل كه ګوري چې يو ځاى په ځمكه ايښودل شوى او اوبه ورنه څاڅي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) ته وفرمايل چې دا دي ملائكې ده (حنظله) ته غسل وركوي. او بيا يې وفرمايل: ‏‏(‏سلوا أهله ما شأنه‏؟‏‏)‏. دده له كورنۍ نه پوښتنه وكړئ چې څه خبره ده؟هغوى يې له ښځې نه پوښتنه وكړه. هغې كيسه ورته وكړه، او له همدې ځايه حنظله په غسيل الملائكه مشهور شو.(3)

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې كله د خپل تره او رضاعي ورووره حمزه (رضي الله عنه) حال وليد بې حده زيات خفه شو، ترورۍ يې صفيه (رضي الله عنها) هم راغله چې خپل شهيد ورور حمزه (رضي الله عنه) وګوري، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم يې زوى زبير (رضي الله عنه) ته وويل چې مور دې بيرته بوزه تر څو خپل ورور حمزه (رضي الله عنه) پدې حالت و نه ګوري! خو صفيه (رضي الله عنها) ويل آخر ولې څه وجه ده چې ما د خپل ورور ليدو ته نه پريږدئ؟ زه خبره شوې يم چې ورور مې مثله شويدى، خو څرنګه چې دا د الله تعالى په لار كې دى، نو مونږ ورباندې راضي يوو، زه دا ثواب شميرم او ان شاء الله صبر به كوم. بيا راغله او حمزه (رضي الله عنه) يې وليد، دعا يې ورته وكړه، انا لله وانا اليه راجعون يې وويل او له الله تعالى نه يې د مغفرت سوال وكړ. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر وكړ چې حمزه (رضي الله عنه) له خپل خوريي او رضاعي ورور عبدالله بن جحش (رضي الله عنه) سره په يوه قبر كې دفن كړي.

ابن مسعود (رضي الله عنه) وايي: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې په حمزه (رضي الله عنه) څومره وژړل مونږ كله هم دده مبارك دومره ژړا نده ليدلې، د حمزه جنازه يې د قبلې لور ته كيښوده بيا ورته ودريد په ژړا شو او دومره يې وژړل چې د ژړا آواز يې لوړ او په سلګو شو.(١)

د شهيدانو منظر ډير در دوونكى او غموونكى ؤ، زړونه يې چاودول. خباب (رضي الله عنه) وايي د حمزه (رضي الله عنه) كفن نه ؤ، يو تور ليكدار چادر ؤ چې سر به يې پرې پټ شو نو پښې  به يې لوڅى شوې او چې پښې گ به يې ورباندې پټى شوې نو سر به يې لوڅ شو، بالاخره يې سر پرې پټ شو او په پښو يې د اذخر واښه ورواچول شول.(٢)

عبدالرحمن بن عوف (رضي الله عنه) وايي: مصعب بن عمير (رضي الله عنه) شهيد شو، هغه له ما نه غوره ؤ او پداسې يوه چادر كې په كفن شو چې سر به يې پرې پټ شو پښې  به يې لوڅى وې او چې پښې  به يې پټى شوې نو سر به يې لوڅيده. همدې ته ورته يو روايت له خباب بن ارت (رضي الله عنه) نه هم روايت شويدى چې پكې راځي: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راته وفرمايل: سر يې پدې چادر پټ كړئ او په پښو كې اذخر واچوئ.(٣)

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د