fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – څلویښتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–
رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم ) د خپل رب ثنا وايي او سوالونه ورنه كوي

امام احمد روايت كوي چې د احد په ورځ وروسته له دې چې مشركان بيرته ستانه شول، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل:‏(‏استووا حتى أثني على ربي عز وجل‏)‏، فصاروا خلفه صفوفاً، فقال‏:‏ ‏‏(‏اللهم لك الحمد كله، اللهم لا قابض لما بسطت، ولا باسط لما قبضت، ولا هادي لمن أضللت، ولا مضل لمن هديت، ولا معطي لما منعت، ولا مانع لما أعطيت، ولا مقرب لما باعدت، ولا مبعد لما قربت‏.‏ اللهم ابسط علينا من بركاتك ورحمتك وفضلك ورزقك‏)‏‏.‏
‏‏

(‏اللهم إني أسألك النعيم المقيم، الذي لا يحُول ولا يزول‏.‏ اللهم إني أسألك العون يوم العيلة، والأمن يوم الخوف‏.‏ اللهم إني عائذ بك من شر ما أعطيتنا وشر ما منعتنا‏.‏ اللهم حبب إلينا الإيمان وزينه في قلوبنا، وكره إلينا الكفر والفسوق والعصيان، واجعلنا من الراشدين‏.‏ اللهم توفنا مسلمين، وأحينا مسلمين، وألحقنا بالصالحين، غير خزايا ولا مفتونين‏.‏ اللهم قاتل الكفرة الذين يكذبون رسلك، ويصدون عن سبيلك، واجعل عليهم رجزك وعذابك‏.‏ اللهم قاتل الكفرة الذين أوتوا الكتاب، إله الحق‏)‏‏.‏ تيار شئ چې زه مې د خپل رب حمد او ثنا ووايم. اصحاب (رضي الله عنهم) ټول ورپسې صفونه صفونه ودريدل، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل:

اې خدايه! ټول حمد او ثنا ستا لپاره ده، اې خدايه! څه شى چې تا پراخه كړي هغه هيڅوك نه شي تنګولى او څه چې تا تنګ كړي هغه هيڅوك نه شي پراخولى، او څوك چې تا ګمراه او بې لارې كړي وي هغه ته هيڅوك هدايت نه شي كولى، او چا ته چې تا هدايت كړيدى هغه څوك نه شي ګمراه كولى، او څه چې تا بند كړي هغه هيڅوك نه شي وركولى، او څه چې تا وركړي هغه هيڅوك نه شي بندولى، او څه چې تا ليرې  كړي هغه څوك لنډولى نه شي او څه دې چې لنډ كړي هغه څوك ليرې گ كولى نه شي، اې خدايه! پر مونږ خپل رحمتونه بركتونه، فضل او رزق را نازل كړه.

اې خدايه! زه درنه د دايمي نعمت سوال كوم، هغه نعمت چې نه وروسته كيږي او نه له مينځه ځي، اې خدايه! زه د بې وسۍ په ورځ د كومك او د ويرې په ورځ د امن او امان سوال كوم، اې خدايه! زه د هغه څه د شر نه چې را كړي دې دي او د هغه چې نه دې دي را كړي له شر نه په تا باندې پناه غواړم. اې خدايه! له ايمان سره مو مينه پيدا كړه او زمونږ په زړونو كې يې ښايسته كړې، له كفر، فسق او نافرمانۍ نه مو وساته، او مونږ د راشدينو (هدايت كړى شويو) له ډلې نه وګرزوه، اې خدايه! مسلمان مو له دنيا تير كړه او له ايمان سره مو راژوندي كړه، او له رسوايۍ او فتنو څخه مو په امن کړه د صالحينو (نيكانو) په ډله ورګډ كړه، اې خدايه! هغه كافران ووژنې چې ستا د رسولانو تكذيب كوي او ستا له لارې نه خلك منع كوي، خدايه! دوى پخپل عذاب اخته كړې، اې خدايه! هغه كافران هم ووژنې چې كتاب وركړ شويدى. يا اله الحق.(1)

مدينې ته ستنيدل، د مينې او فداكارۍ څو نمونې

وروسته له دې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د شهيدانو له تدفين، د الله تعالى له حمد او ثنا، دعا او زاريو نه فارغ شو نو د مدينې په لور يې مخه كړه. د لارې په اوږدو كې مؤمنو صحابياتو (رضي الله عنهن) د مينې سر ښندنې او فدا كارۍ داسې مثالونه وړاندې كړل لكه څرنګه چې مؤمنو اصحابو (رضي الله عنهم) د جګړې په ميدان كې وړاندې كړي ؤ.

په لار كې حمنه بنت جحش (رضي الله عنها) د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخې ته ورغله، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې د ورور عبدالله بن جحش په شهادت خبره كړه او غمرازي يې ورسره وكړه، دې انا لله و انا اليه راجعون وويل، خپل ورور ته يې له الله تعالى نه د مغفرت سوال وكړ. بيا يې د ماما حمزه بن عبدالمطلب (رضي الله عنه) د شهادت خبر وركړ او غمشريكى يې ورسره وكړه. دې انا لله و انا اليه راجعون وويل او د مغفرت دعا يې ورته وكړه. بيا يې دخاوند مصعب بن عمير (رضي الله عنه) د شهادت خبر وركړ پدې سره حمنه يو ځل په چيغو شوه په تړمو تړمو يې وژړل. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏إن زوج المرأة منها لبِمَكان‏)‏‏.‏ميړه د ښځې په وړاندې خاص مقام لري.(2)

همدا راز له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د بني دينار د يوى داسې ښځې ملاقات وشو چې ميړه، ورور او پلار يې په احد كې شهيدان شوي وو. اصحابو (رضي الله عنهم) د هغوى د شهادت خبر وركړ او د غمشريكۍ څرګندونه يې ورسره وكړه. نوموړې مؤمنې وويل: د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) څه حال دى؟ دوى ورته وويل: هغه په خير او سلامت دى يا ام فلان، الحمدلله همغسې په خير دى لكه ته يې چې غواړې! دې وويل: ما ته يې راوښيئ چې ورته وګورم! هغوى په اشارې سره رسول (صلى الله عليه وسلم) وروښود،دې وليد او ويې ويل: (كل مصيب/ بعدك جلل – له تا نه پرته بل هر غم او مصيبت كم دى) (1) (ستا له غمه پرته بل غم، غم ندى).

همدا راز د سعد بن معاذ (رضي الله عنه) مور په منډو منډو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخې ته راغله، سعد بن معاذ (رضي الله عنه) چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د آس قيزه يې نيولې وه عرض وكړ يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغه زما مور ده! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: په خير راغله او ورته  ودريد، چې را نژدې شوه د زوى عمرو بن معاذ (رضي الله عنه) په شهادت يې غمشريكي ورسره وكړه. دې وويل: دا چې ته مې روغ وليدې، نور غم راباندې سپك شو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د احد د شهيدانو خپلوانو ته دعا وكړه او ويې فرمايل: (‏يا أم سعد، أبشري وبشري أهلهم أن قتلاهم ترافقوا في الجنة جميعاً، وقد شفعوا في أهلهم جميعاً‏)‏‏.

[‏اې د سعد مورې! خوشاله اوسه او د نورو شهيدانو خپلوانو ته هم د خوشالۍ زيرى  وركړه او ورته ووايه چې ټول شهيدان يو ځاى په جنت كې دي او د ټولو خپلوانو په هكله يې شفاعت كړيدى.] دې عرض وكړ يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مونږ راضي يو، څوك به لدې وروسته ورباندې ژاړي؟ بيا يې عرض وكړ يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د شهيدانو پسمانده ګانو ته دعا وكړه! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏اللهم أذهب حزن قلوبهم، واجبر مصيبتهم، وډحسن الخَلفَ على من خُلِّفُوا‏)‏.‏اې خدايه د دوى له زړونو نه غم وباسه، د مصيبتونو بدله يې وركړه، او د دوى سبب ساز شې.(2)

رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په مدينه كې

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د دريم هجري كال د شوال په اوومه د شنبې په ماښام مدينې ته ورسيد، كله يې چې كورته تشريف يووړ خپله توره يې فاطمى (رضي الله عنها) ته وركړه او ورته ويې فرمايل: ‏‏(‏اغسلي عن هذا دمه يا بنية، فوالله لقد صدقني اليوم‏)‏. [لورې دا وينې ورنه ومينځه، قسم په خداى چې دا توره ډيره راسره ريښتونې او سيي وه.]

علي (رضي الله عنه) هم خپله توره وركړه او ورته ويې ويل دا هم ومينځه په خداى قسم چې ډيره ريښتونې وه راسره. نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏لئن كنت صدقت القتال، لقد صدق معك سهل بن حُنَيف وأبو دُجَانة‏)‏‏.‏ كه ته په سيي او ريښتونې توګه جنګيدلى يې، نو سهل بن حنيف او ابو دجانه هم ريښتني جنګيدلي دي.(١)

د دواړو ډلو مړي

زياتره روايات پدې اتفاق لري چې د مسلمانانو د شهيدانو شمير اويا تنه ؤ چې زياتره يې له انصارو څخه وو. د انصارو پنځه شپيته (65) تنه په شهادت رسيدلي وو، يو څلويښت يې د خزرج قبيلې او څلور ويشت نور له اوس قبيلې څخه وو. يو يهودى هم مړ شوى ؤ او له مهاجرينو نه يوازې څلور كسان په شهادت رسيدلي وو.

د مشركانو د مړيو په هكله ابن اسحاق وايي چې:گ له دوى نه دوه ويشت كسان وژل شوي وو، خو كه ددې غزا په هكله د مغازي د ليکونکو او اهل السير هغو روايتونو ته چې د جګړې په مختلفو مراحلو كې د مشركينو د مړيو په هكله روايت شوي دقيق نظر وكړو نو دا به راته په ډاګه شي چې له مشركينو نه دوه ويشت نه، بلکه اوه ديرش كسه وژل شوي وو(٢). (والله اعلم)

په مدينه كې فوق العاده حالت

مسلمانانو د يكشنبې شپه د دريم هجري كال (د شوال مياشتې اتمه) په مدينه كې پداسې حال كې تيره كړه چې حالات فوق العاده (اِضطراري) وو، ټول تيارسۍ وو. كه څه هم ډير ستومانه وو، خو د مدينې ټولې لارې او دروازې يې څارلې، پخپل رهبر حضرت محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې خاصه پيره كوله ځكه له هرې خوا يې ويره درلوده او په زړونو كې يې شكونه او شبهې راولاړيدې.

د حمراء الاسد غزا

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دغه شپه ټوله د جګړې او له جګړې نه د راپيدا شويو حالاتو په هكله په فكر او سوچ كې سبا كړه لدې نه يې تشويش درلود هسې نه مشركين دا فكر وكړي چې د جګړې په ميدان كې له برلاسۍ سره سره مو څه خاصه ګټه ونكړه، پښېمانه نه شي او له لارې نه بيرته د مدينې په لور حمله رانه وړي، نو ددې تشويش د دفع كولو پخاطر يې تصميم ونيو چې د مكې لښكر تعقيب كړي ورپسې ووځي.

اهل مغازي (سيرت ليكونكي) وايي: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د احد  د غزا په سبا يعنې د دريم هجري كال د شوال په اتمه د يكشنبى په ورځ اعلان وكړ چې:‏‏‏(‏لا يخرج معنا إلا من شهد القتال‏)‏. د دښمن مقابلې ته ورځو، تيار اوسئ، او يوازې هغه كسان به راسره ځي چې د احد په غزا كې يې برخه اخيستې ده. عبدالله بن ابي ورته وويل: زه هم  درسره ځم. ده ورته وفرمايل: نه، ته مه ځه. مسلمانان كه څه هم ټپيان وو او زړونه يې له غمونو او ويرې ډك وو، خو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د امر تطبيق ته تيار شول، ويې ويل: د سر په سترګو آماده يوو. جابر بن عبدالله (رضي الله عنه) عرض  وكړ يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زما دا هيله  ده چې په هره جګړه كې درسره وم خو څرنګه چې پدې غزا كې پلار پدې مكلف كړى وم چې د خپلو خويندو سر پرستي او كفالت وكړم، نو كور كې پاته شوى  وم، خو اوس د تلو اجازه  غواړم! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اجازه وركړه، نو ورسره روان شو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خپل لښكر سره روان شو او له مدينې نه اته ميله ليرې په حمراء الاسد نومي ځاى كې مستقر شو، په همدې ځاى كې معبد بن ابي معبد الخزاعي د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ملاقات ته راغى اسلام يې راوړ. او ځنې وايي چې په اسلام نه ؤ مشرف شوى، خو له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يې خوا خوږي درلوده ځكه د بني خزاعه او بني هاشم تر مينځ د تعاون تړون شوى ؤ راغى او عرض يې وكړ: يا محمده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! تا ته او ستا اصحابو (رضي الله عنهم) ته چې كوم تكليف رسيدلى مونږ ډير پرې خفه يو، ډيره سخته راباندې تمامه شوې، زمونږ دا هيله ده چې الله تعالى دې عافيت په برخه لره. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر ورته وكړ چې لاړ شه او د ابو سفيان حوصله شكني وكړه، روحيات يې ور كمزوري كړه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې د مشركينو د بيرته را تاويدو او پر مدينې د حملې كوم تشويش درلود هغه  رښتيا ؤ. كله چې مشركين له مدينې نه 26 ميله ليرې روحاء نومي ځاى  كې دمه شول يو په بل يې پړه اچوله يو بل ته يې ويل: هيڅ مو ونكړل، د مسلمانانو شان او شوكت مو ورمات كړ نور مو همداسې پريښودل د هغوى مشران مو پريښودل چې بيا به خلك درته راغونډوي او مشكلات به درته راولاړوي، راځئ بيرته ورتاو شو او له ريښو نه يې راوباسو.

داسې ښكاري چې دا يوه عادي او سطحي رايه وه او هغو كسانو وړاندې كړې وه چې د دواړو ډلو د قوت او روحياتو سيي اندازه يې نه وه لګولې. او همدا وجه وه چې يو مسوول مشر صفوان بن اميه مخالفت كوي او وايي: اې خلكو! دا كار مه كوئ، زه ويريږم كه دا ځل ورتاو شئ نو هغه مسلمانان به هم ستاسې خلاف را ټول شي كوم چې د احد غزا ته نه وو راغلي، ځئ مكې ته ځئ، برى ستاسى دى، او كه بيرته وروګرځيدئ نو هسې نه چې حالات ستاسې په خلاف بدل شي او د ماتې سيلۍ درباندې راتاو شي! خو د صفوان رايه ونه منل شوه ځكه زياترو بيرته مدينې ته  ستنيدل غوښتل او فيصله وشوه چې د مدينې په لور به حمله وروړي خو مخكې لدينه چې ابو سفيان خپل لښكر د مدينې په لور مرش كړي، معبد بن ابي معبد را ورسيد ابو سفيان لدې نه خبر ندى چې هغه په اسلام مشرف شوى، پوښتنه يې ورنه وكړه معبده وايه څه خبر دې راوړى؟ معبد د ابو سفيان په خلاف د عصبي او تبليغاتي جنګ له اسلوب نه كار واخيست او ورته ويې ويل: خبر خو دا دى چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له يو زيات شمير لښكر سره په تاسې پسې راوتلى دى، دومره كسان  ورسره دي چې ما كله هم دومره زيات لښكر ندى ليدلې، ټول له ډيرې غصې درته شنه دي، هغه كسان هم ورسره راوتلي كوم چې د احد په ورځ نه وو موجود، او څه يې چې له لاسه وركړي سخت ورباندې پښېمانه دي،  تاسې ته يې زړونه دومره ډك دي چې ما يې مثال ندى ليدلى! ابو سفيان ورته وويل: خوار شې، دا څه وايي؟ معبد وويل: والله چې زما ګمان خو دا دى چې مخكې لدينه چې ته حركت وكړئ د آسانو ټنډې به ووينئ او د دوى د لښكر لومړنى ګروپ به لدې غونډۍ نه راښكاره شي. ابو سفيان وويل: قسم په خداى مونږ خو ورباندې د بيا حملې فيصله كړې تر څو ريښې يې له بيخه وباسو! معبد ورته وايي: دا كار مه كوه، زه نصيحت درته كوم، زه دې خير غواړم.

په همدې سره د مكي لښكر روحيات كمزورې شول، حوصلې يې ماتې شوې، ويرې او ډار واخيستل خير يې پدې كې وليد چې د مكې په لور شاتګ ته ادامه و ركړي، خو ابو سفيان ددې پخاطر چې له اسلامي لښكر سره د بل ټكر مخه ونيسي او پرې نه ږدي چې نور هم د دوى لښكر تعقيب كړى د مسلمانانو په خلاف يې يوه تبليغاتي حمله وكړه او هغه داسې چې د عبدالقيس يو كاروان مدينې ته روان ؤ او لدې ځايه تيريده

ابو سفيان ورته وويل اې خلكو زما يو پيغام محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته رسوئ؟ او زه وعده در كوم كله چې مكې ته راغلئ نو ددې كار په بدل كې به د عكاظ په بازار كې دومره مميز دركړم چې ستاسې اوښان يې وړى شي. دوى ورته وويل: هو، رسوو يې. ابو سفيان وويل: محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ووايئ چې مونږ دده او د اصحابو (رضي الله عنهم) په خلاف د بيا حملې فيصله كړى او اراده لرو چې دا ځل يې ريښې له بيخه راوباسو.

دا كاروان حمراء الاسد ته ورسيد چيرته چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خپل لښكر سره اړولي وو، د ابو سفيان خبره يې ورته وكړه او زياته يې كړه: مشركين درته راټول شوي، ورنه وويريږئ، خو د دوى دې خبرې د مسلمانانو په زړونو كې د غيرت څپې راوپارولې، ايما يې نور هم پياوړى شو ((الَّذِينَ قَالَ لَهُمْ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَؤهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَاناً وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ الْوَكِيلُ   (173) فَانْقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِنْ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُوا رِضْوَانَ اللَّهِ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ (174)  (آل عمران: 173-١٧٤).

[هغه (مومنان) چې خلکو ورته وويل خلک درته راټول شويدي ورنه وويريږئ، (پدې سره د دوى ايمان لاپسې پياوړى شواو وويل دوى بس دى مونږ ته الله او څومره ښه وكيل (كار جوړونكى) دى الله. نو بيرته راوګرځيدل (دا مؤمنان) په نعمت سره له (جانبه د) الله او (په) فضل (احسان او رحمت سره له الله نه) چى ونه رسيده دوى ته هيڅ بدي (نه زخم نه قتل نه هزيمت) او تابعان شول دوى د رضامندۍ د الله او الله څښتن (مالك) د فضل (احسان رحمت) ډير لوى دى.]

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دلته حمراء الاسد ته د يكشنبې په ورځ راغلى ؤ دوشنبه، سه شنبه او چار شنبه د شوال  9 – 10- 11 يې همدلته تيره كړه او بيا د مدينې په لور ستون شو. مدينې ته له ستنيدو نه مخكې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ابو عزه الجمحي په ګوتو ورغى او دا هغه كافر ؤ چې  د بدر په غزا كې اسير شوى ؤ، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ډير فقر او زياتو لوڼو درلودلو (د هغوى د كفالت) پخاطر پدې شرط خوشى كړى ؤ چې بيا به د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خلاف څه نه وايي او پخپل شعر سره به خلك د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خلاف نه تشويقوي. خو هغه خپل عهد مات كړ، غدر او خيانت يې وكړ خلك يې پخپل شعر سره د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مقابلې ته هڅول او د مقابلې لپاره يې د احد ميدان ته راغى. كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ونيو، نو عرض يې وكړ: اې محمده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! ما وبښه پر ما احسان وكړه، او د لوڼو پخاطر مې پريږده، هغوى بل څوك نلري، وعده دركوم چې بيا به داسې ونكړم! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏‏(‏لا تمسح عارضيك بمكة بعدها وتقول‏:‏ خدعت محمداً مرتين، لا يلدغ المؤمن من جحر مرتين‏)‏.اوس به داسې و نه شي چې بيرته مكې ته لاړ شې پخپل مخ به لاس راكاږې او وايي به: دوه ځله مې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته بازي وركړه، مؤمن له يوه غار نه دو ځله نه چيچل كيږي. بيا يې زبير (رضي الله عنه) او يا عاصم بن ثابت (رضي الله عنه) ته امر وكړ چې ويې وژني، نو هغه يې سر ورنه قلم كړ.

همدا راز د مكې له جاسوسانو په يوه جاسوس هم د اعدام حكم تطبيق شو. دا جاسوس معاويه بن المغيره بن ابي العاص ؤ چې د عبدالملك بن مروان د مور له پلوه بابا كيده. كله چې مشركين له احد نه ستانه شول نوموړى (معاويه) د خپل تره زوى عثمان بن عفان (رضي الله عنه) ته راغى، عثمان (رضي الله عنه) دده لپاره له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه امن وغوښت، او هغه (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پدې شرط امن وركړ چې له دريو ورځو نه به زيات نه پاتې كيږي او كه پاتې شو، نو وژل كيږى به. او كله چې اسلامي لښكر له مدينې نه ووت نو ده د قريشو لپاره جاسوسي پيل كړه او له دريو ورځو نه زيات پاتې شو، خو كله چې اسلام لښكر بيرته راستون شو، معاويه هڅه وكړه وتښتي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زيد بن حارثه او عمار بن ياسر (رضي الله عنهما) ورپسې واستول هغوى تعقيب كړ او ويې واژه.(1)

حقيقت دا دى چې حمراء الاسد بيله او مستقله غزا نده بلكه دا د احد غزا تکمله او يوه صحنه ده.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د