
افغانستان
الکوزی: افغانستان په صادراتو کې ۱۰۰ ميليونه ډالره تاوان کړی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي چې د ګډ حکومت په سږني کال کې مو پخپلو صادراتو کې ۱۰۰ ميليونه ډالره تاوان کړی دی.
د دې خونې مرستيال خان جان الکوزي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د بهرنیو هېوادونو د فشارونو او مافيايي کړیو له امله افغانستان پخپلو صادراتو کې ۱۰۰ ميليونه ډالره زیان ليدلی دی.
د الکوزي په وينا دا تاوان یوازې د مڼو او نورو میوو له امله شوی دی، چې هند ته د صادرولو په وخت کې ایران او هند پر دې ټینګار کړی چې د واګې بندر پر ځای باید د چابهار او عباس بندرونو له لارې نه کار واخیستل شي.
د هغه په وينا ياد بندرونه د واګې بندر چې اوس مهال ترې افغان صادرات کېږي، درې برابره اوږده لاره ده، چې ګټه ډېره زیانمنوي.
الکوزي په ګډ حکومت غږ وکړ چې دا تاوان د ناسمې حکومتدارۍ له امله رامنځ ته شوی دی، د هغه په خبره په تېرو دریو میاشتو کې يې د دولت هره دروازه ټکولې خو هیڅ اقدام نه دی شوی.
نوموړي بر دې سربېره په هند، چين او پاکستان کې د افغان سوداګرو لپاره د ګډ یو مرکز نشتوالی هم ستونزه یاده کړه.
خو بلې خواته بیا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وايي چې د صنایعو او سوداګرۍ خونې له لوري دوی ته شکایت نه دی شوی او دوی له دومره زیان خبر نه لري.
د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي وویل چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا دوی ته کوم رسمي شکایت نه دی شوی.