نړۍ

بارک اوباما: داعش امریکا نشي ویرولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ویلي چې داعش د کالیفورنیا په څېر بریدونو سره امریکا نشي ویرولی.

بارک اوباما په خپله اونیزه وینا کې وویل چې د کالیفورنیا بریدکوونکي تاشفین ملک او دهغې خاوند سیدرضوان فاروق کیدای شي پر دهشتګردی مجبوره شوي وه، هغه وویل موږ امریکایان یو او په ازاد چاپیریال کې ژوند کوو، موږ د قوي اعصابو خاوندان یو څوک مو نشي ویرولی.

د سپیني ماڼۍ څخه په یوه بل خپاره شوي بیان کې راغلي چې د کیلیفورنیا بریدونو موږ دې ته چمتو کړو چې څنګه کولی شو په ازاده فضاء کې ژوند وکړو او خپل ولسونه له یو بل سره وتړو او یو قوي نظام رامنځته کړو.

تېره اونۍ د کالیفورنیا په سان برنارډینو سیمه کې دوه پاکستاني بریدکوونکو چې یو یې خاوند او بله یې میرمن وه پر یوه ټولنیز مرکز برید وکړ، په برید کې ۱۴ تنه ځای پرځای ووژل شول او ۲۱ نور ټپيان شول، تر برید وروسته داعش د یوې اعلامیې په خپرولو سره د بریدپړه پرغاړه واخیستل.

په فرانسه، امریکا او لندن کې تازه بریدونو لویدیځ په ویره کې اچولی او هره شېبه د نویو بریدونو انتظار کوي، دوی ټولو په یوه خوله پر داعش عملیات پیل کړي، په عراق او سوریه کې ددې ډلي مرکزونه هره ورځ تر هوایې بریدونو لاندي نیسي او بمباری پري کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

هر هغه کار چه د بی ګناه او بی دفاع خلکو ژوند او ګټی پکی تباه کیږی لوی وحشت او لوی خیانت دی اسلامیت خو څه د انسانیت ضد عمل دی حتی د حیوانت خلاف عمل دی یو شان ځناور هماغه ځناور نه وژنی او بیا هغه وژنی چه ناځاپه او سمدلاسه یعنی د د هشتګری وی . د دی ډول کړنو عملی کونکی دوه ډوله دی یو په اوله خط کی جه ّهم ځان او هم نور تباه کوی او یو هغه کسان دی چه دوی رهبری کوی او کله هغه رهبری شوی هم تر شا نوره او نوره… نور لوستل »

khalid

دامریکا او داعش دی لوبی ته چی سړی ګوری عینا سړی ته هغه دموږک او پیشی دکارټون لوبه ور په یادشی تاسی باور وکړی چی امریکا او نور صلیبی هیوادونه دداعشیانو له جهل نه په استفادی په ټولو مسلمانانو ‌ډری وهی

الحاج استا ذ بیانزی

د داعش او امریکا دشمنی ماته د چایو او د هندوانی دشمنی را په یادوی ، چا ، چاته همدا د چایو او هندوانی د دشمنی قیصه کوله چه دوی یو د بل سره دشمنی لری باید سره یوځای نه شی هغه بل ورته ویلی دوی سره دوستان دی دشمنی یی اصلا زمونږ سره ده . د داعش او امریکا سره دوستی ده دشمنی یی زمونږ سره ده داعش په دومره لږ وخت کی دومره پرمخ تلل چه د روس ، امریکا ، فرانسی ، انګریز ، جرمنیانو او د دوی د عربی غلامانو ټولو وسه پری نه رسیږی چه… نور لوستل »

رحمت الله

والله سړی حیران شي دا کافرانو ټوله ځمکه سره تبی ګرزولې او په خپله هم په شپه او ورځ نه پوهیژي، خو ددوی جنګ له اسلام سره ده او په خپل منځ کی هم سیالي لری، داسي حالت رامیځته شوی چي سړی دفتنو له ویري له کوره نشي وتلای.
هغه ورځ مي یوه ویډیو کتله چي د سوریی عسکر د داعش بیرغ سوځوي اوپه هغه باندي کلیمه لیکلی، سره لدی چي دواړه دمسلمانی دعوه لري خو کلیمه سوځوی او مسلمانان وژني.
الله مو دی ایمان نه پکي زیانوي.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x