خبرتیاوی او پیغامونه

دمولوي نصیرالدین اخنذاده د وفات په اړه

دمولوي نصیرالدین اخنذاده د وفات په اړه

«موت العالِم  موت العالَم»

د الله  عز وجل د فرمان  له مخې  چي  فرمایی «کل نفس ذائقة الموت….»  ، هر ژوې به  هرو  مرو دمرګ خوند څکي .دا  نړۍ فاني ده  او ټول  مخلوقات به د الله  جل جلاله  ددی فرمان  له مخي د مرګ سره مخ کیږي ، په نړۍ کې به دالله  تعالي د مقدس  ذات   پرته  بل هیڅ  نه پاته کیږي لکه  چي فرمایی « کل من علیها فان  ویبقې وجه ربک ذالجلال  و الاکرام»

نن سهار مي  د شهادت په بریښنا پاڼه کی د افغانستان د اسلامی تحریک د ډیر مؤمن  ، ثابت قدمي ، متقي  ، مجاهد او مخلص  مشر او استاد، مولوي نصیرالدین  اخنذاده  د وفات خبر ولوست .  څرنګه  چي  مرحوم مولوي  نصیرالدین اخنذاده  نه یواځي  زما  دتحریک  ډیر نژدی ملګري او استاد پاته  شوي   هغه  زما  دمرحوم  پلار مولوي ګل رحمن دیوبندي  رحمه الله هم ډیر نژدی ملګري وو .  دوي دواړو د نورو جیدو اومخلصو علماو سره  یوځاي د حزب اسلامي افغانستان په دارالافتاء کي  کار کاوه  او ډیر نژدی  اوخواږه ملګري او دوستان هم وو ، ماته به مي کله  کله  مرحوم  پلار دمرحوم مولوي نصیرالدین اخنذاده د تقوي ، علمیت ، پوهي  او اخلاص په اړه ډیر  څه ویل . اودهغه په علمیت  یی  دزړه  له کومي  باور  درلود. په دې اساس دهغه دمړیني خبر راته  همدومره  دروند تمام  شو  لکه د مرحوم  والد  رحمه الله دمړیني خبر چي راته تمام  شوی وو .

ریښتیا یی ویلي چي د یوه عالِم  مړینه د ټول  عالًم دمړیني سره برابره ده ،  که څه هم مرحوم  مولوي نصیرالدین اخنذاده اوس زمونږ  تر منځ  نه شته  خو هغه  اوس  دومره شاګردان  روزلي  چي انشاءالله دهغه دحق اوصداقت  دغه  پیغام  به  خپل ولس ته  په پوره  ریښتونولۍ سره  ورسوي .

د الله تعالي ددربار نه  مرحوم  مولوي صاحب اخنذاده ته  د ټولو مرحومینو مؤمینیو سره یو ځاي د جنت الفردوس  غوښتنه کوم او کورنۍ او دوستانو ته یی د زړه د صبر او زغم   دعا.

همدا  راز دحزب اسلامی افغانستان    د اجرائیه  شورا غړو  او د ولایت  ټولو  منصوبینو ته   دمرحوم  مولوی  صاحب  اخنذاده د وفات  په اړه د زړه  له کومي تسلیت  وړاندي کوم .

اللهمغفر هم و غفرلنا وللمؤمنین و المؤمنات

قریب الرحمن سیعد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x