افغانستان

يوناما د وردګو دپېښې د بې پرې څېړنو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر «يوناما» په ميدان وردګو ولايت کې د ملي ځواکونو له لوري د توغول شوي توغندي دپېښې د غندلو تر څنګ ددغې پېښې د بې پرې څېړلو غوښتنه وکړه.

دغه پېښه د جمې په ورځ سهار وختي د ميدان وردګو د سيداباد په ولسوالۍ کې د ملي ځواکونو د توغندي د غورځېدو له امله چې د ولسي خلکو په کورونو ولګېد رامنځته شوه، چې په پايله کې يې لس کسان چې ډېری يې ماشومان وو ووژل شول.

يوناما د خپلو ترلاسه شويو معلوماتو پر بنسټ زياتوي چې دغه پېښه د ملي ځواکونو د توغول شوي توغندي له امله رامنځته شوې ده او ددې پېښې د څېړلو له پاره د دولت د پلاوي په اړه معلومات لري او وايي چې دولت بايد د رڼو او ډاډمنو پلټنو په رڼا کې ددغې پېښې عاملينو ته د قانون په چوکاټ کې سزا ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د میدان وردګو والي حیات الله حیات تر دې وړاندې رسنیو ته ويلي وو چې د پېښې د څېړلو له پاره يې پلاوی ټاکلی چې په نتيجه کې يې د ملي اردو درې سرتيري نيولي دي.

د يوناما په خبر پاڼه کې راغلي چې دولت بايد د پېښې قربانيانو سره مرستې وکړي او د ټپيانو درملنه وکړي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې زيات وخت د نړيوالو او ملي ځواکونو په هوايي او توغندويي بريدونو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي خو د پېښو د څېړنې په موخه د پلاوي د ټاکلو سره سره بيا هم د پېښو په اړه څېړنې ونه شي او بې پايلې پاتې شي.

د ملګرو ملتونو ادارې پر افغان حکومت غږ کړی چې د جګړو پر مهال دې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي

بايد وويل شي چې د وژل شويو کورنيو غړو هم تېره ورځ رسنيو ته ويلي و چې دولت دې ددې پېښې عاملينو ته سخته سزا ورکړي کنه نو د اعتراض په توګه به دوی په پراخو لاريونونو لاس پورې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

یوناما ته خبره ورسیدله ، یعنی د ګډ حکومت زور پری نه رسیږی ، او که لیونی دی هسی ماشومان وژنی نو یوناما ورله خپلو غلطیو ته پام راړوی او بیا دا هم ورته نه وایی چه دا مو انسانیت څه چه د حیوانیت خلاف کړنه او وحشت تر سره کړی صرف ورته وایی چه یو بی پری پلتنی یی په اړه پیل کړی ( یعنی د هغوی ټولی پلتنی تر اوسه د پری وی او په دی اړه د ی بی بری پلټنی وکړی د یوناما له (((( بی پری ))) څخه مطلب دا چه (((((( بی اهمیته او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x