افغانستان

د سره رود ولسوالۍ پر مرکز له سرتيري بريد وروسته جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۶، ۱۳۹۴ ل): د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ پر مرکز د موټر بم په واسطه سرتېری بريد وشو.

له سره رود ولسوالۍ د نن ټکی اسيا همکار د عيني شاهدانو له قوله وايي، چې بريد نن سهار له لمانځه وروسته وشو، چې د ولسوالۍ مرکز په ګډون، امنيه قوماندانۍ او نورو ودانيو ته يې هم زيان اړولی دی.

د عيني شاهدانو په وينا د ولسوالۍ مرکز او شاوخوا دولتي ودانيو کې د سپکو او درنو ډزو اوازونه اورېدل کيږي.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Yousaf

The frish reported that No Fight just Car bumb in near Police Head office in mor Shops & Musjeed damage in that Bumb,

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x