افغانستان

ولسمشر مرسي: مصریان دې له تشدده لاس واخلي

نن ټکی آسیا ( شنبه) : د مصر ولسمشر محمد مرسي له خپلو هېوادوالو څخه په ټېنګه غوښتې چې له تشدده لاس واخلي، ښاغلي مرسي چې د انقلاب د برېالېتوب د دوهمې کلیزې د لمانځلو پر مهال یې خپلو هېوادوالو ته د دولتي تلویزیون له لارې وینا کوله له خپلو خلکو وغوښتل چې له خونړیو مظاهرو لاس په سر شي.
یاده دې وي چې په مصر کې د انقلاب د دوهمې کلیزې د را رسېدلو په ترڅ کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب پرمهال ۵ تنه وژل شوي او خوا و شا ۵۰۰ تنه ټپيان شوي چې ویل کېږي ۵۰ پکې حکومتي عسکر دي.
د ویلو ده چې دغه خوونړۍ مظاهرې د مصر د سیکولرو کړیو له لورې پر دې پار په لار اچول شوې چې ګواکې اخوان المسلین ګوند انقلاب ته سپکه کتلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x