نظــر

د ملا اختر محمد منصورد مرګ په اعلان کې د دولت او رسنيو رول

ليکوال: جرس

موږ دې خبر‌‌ې ته خوښ يو، چې له تېرې یوې نیمې لسیزې راهيسې مو په هېوادکې رسنۍ ډيرې او ازادې دي، خوچې سړي سم فکر ورته وکړي، نوله يوڅو محدودو چاپي او انټرنیټي رسنيو پرته نورې ټولې ديوه پردې هدف لپاره پیل شوي دي اودهمدغو پرديو جهتونو له لوري پیسې او امکانات ورکول کيږي، که د همدې پرديو جهتونو لپاره څوک چوپړ ونه وهي نوپه اوسنيو رسنيوکې تنخوا نشي پیداکولای.

رسنۍ په نوره نړۍ کې هم خطاوي کوي، خوچې ډيره کمه غلطي هم وکړي، بيايې جبيره پرځان لازمه ګڼي اود رسنيز اعتبار داعادې لپاره يا معذرت غواړي اوياهم دغلط رپوټنګ عوامل په ګوته کوي، خو زموږ په دې بدمرغه هيوادکې اوس هيڅوک له هيچا نه شرميږي، چيرته چې دولت دهرې ورځي په رښتيا کېدونکو دروغو نه شرميږي، نو رسنۍ به له چا څه سترګه وکړي؟

موږ ليکوال له خبريالانو نه هم زيات موثقومعلوماتو اورښتینې خبرته ضرورت لرو، خوچېرته چې رسنۍ رامينځ ته شوې د دروغو اوپوچو تبليغاتو لپاره وي او ژورنالست ته د دروغو پر راپور دسزا پرځاي مکافات ورکول کیږي، نوهلته به ليکوال هم دکره خبرپه اړه په ماليخوليا ناروغي اخته وي.

تیره ورځ مې د طالبانو دمشر پرمړينه غوښتل څه وليکم ، پرعواملو اوابعادو يې څيړنه وکړم، د دولت خبرمي موثق ګاڼه، ماويل ملي امنيت، اجرایه رئيس، دوستم اونور لوی لوی چارواکي به نو ولي په رڼا ورځ دومره ښکرور دروغ وايي!

يوازي د طالبانو له خوا د توضیحاتو ورکولوته لالهانده وم، که هرڅومره طالبانوته نږدې سرچينو داخبره حيرانونکي اودخندا وړ پروپاګند ګڼل، خوموږ د دولتي چارواکو دومره سترو سترو نومونو اوڅوکيوته دومره په سپکه چیرته کتلای شوای، چې خبره يې درڼا ورځې ښکرور دروغ راته ښکاره شي.

پیښه په پاکستان کې یاديده، نود پاکستاني خبریالانو توثيق اوترديدهم پکې اړين و، په اسلام ابادکې ميشت يوه پښتون ژورنالست سره مې په سکایف خبره شریکه کړه، ماویل که په دې اړه خپل معلومات راسره شریک کړې، هغه راته خنداکې وویل”یره جي سه پکې نشو وې، ماته چې چا د دې خبرې تائيدګړې هغه ځان زوړطالب ګڼي

خولږبنډلي شان دی، څوځله يې مخکې هم دروغ راته ویلی دي” ما ورغبرګه کړه څوک دی اوڅه نوميږي؟
وای ډاکټر امین الحق صیب ویل چې وژل شوې دي، خو د هغه هغه خبرې چې د دادالله منصور دژوند په اړه يې راته کړې وي، غونډې دروغ وختې نو اوس پرې باورکول ګران دي.

بنډلې د پیښور اوزموږدمشرقي په لهجه کې يوه نوې استیلاده، هغه چاته بنډلې وايي چې په سلوکې يې اتيافیصده خبرې دروغ وي، ډاکټرامين الحق دننګرهار اوسیدونکې، د جهاد په کلونو کې يې دمرهم پټي (ډسپنسري) کورس لوستی، له همدی امله خلګ ورته ډاکټرصیب امین وايي.

طالبانوته نږدې سرچیني د ډاکټرامين وياندي نه تائيدوي، خو ډاکتر صیب د طالبانوپه مسایلوکې خبريالانوته مفت زنګونه وهي اوخپل معلومات ورسره شريکوي، خدايي خدمتګار دی! خوافسوس چې معلومات يې اکثره له خپلې خیټې وي.

د ډاکټرصیب امين دغې جزبې ته مي فکريوسي، چې کوم مجبوریت دي چې له ځانه دي، مامه شميره درګډيم جوړکړی، نه سر پیاز نه کون پیاز….اخر ولي؟

خبره رانه اوږده شوه، دپاکستاني خبریالانو پوره تائيد مي چې ترلاسه نکړای شو، نودې ته مي انتظار ویست چې کله به طالبان مکمل وضاحت خپورکړي اويابه دولت اونړيواله ميډيا ورستي اودقیق جزيات خپاره کړې، هاخوا د ملامحمد رسول د ډلې له خوا هم تائيد راغي، خوپرهغوي هم داوخت باور ګران وي، ځکه چې هغوي اوس تش داغنيمت ګڼي چې پرميډیایې خبر راشي که رښتيا وي که دروغ، عملي خوځښت يې هم داضدادو مجموعه ده، مشورې په اسلام ابادکې کوي اوغونډې په فراه کې د دولت دکمپاين په يوکيلومیتري کې کوي!

د دې ډلي وياندعبدالمنان نيازي صیب درويټر اژانس خبريال ته دتائيد لپاره زنګ وهلی و، خود هغه او د دوستم دواړو دعوې ماته يو وزن لري اوعملونه يې هم سره مشابه دي، دوستم هم په مزارشريف کې دجناياتو تاریخ لري اود عبدالمنان نيازي هم دمزارشریف يوه خاطره ماته ياده ده، چې خپل باډي ګارډ يوسف او”ګل پرو” ته يې دمحکمې فرصت هم ورنکړ! داخاطره به زه د اړتيا پروخت ليکم اوس خپلې موضوع ته راګرځم.

ما د مرګ د خبر د تفصیلاتو انتظارکاوه چې يوناڅاپه طالبانو دخپل مشرمخابروي وينا پرخپله ويبپاڼه خپره کړه ، اودروغ ويونکوته يې، د ښکاره دروغ ويلو پیغورونه ورکړل، خواوس به دچا سترګې وشرميږي، دلته نه دولتي چارواکی اونه واکمنه ميډیا په دې جعلي خبروشرميږي، ځکه دا يې نه اوله او نه دوهمه ده، بلکې لسیزه پرې واوښتله ، همدې ته يې کار اوهدف ويلی.

دکندوز په رخصت شوې ليليه کې دجنسي تيري خبرهم همدې چارواکو او واکمنې ميډيا ثابت نکړ، خونه يې له کندوزي ولسه بښنه وغوښته اونه يې ځان ته عار وګاڼه، البته دا ارمان به يې ضرور کړی وي، چې کاش ورستی عقل ړومبی وای اودومره موځان پوه کړی وای، چې ليليه کې څوک نه و، رخصتي وه، چې د پروپاګند لپاره موکوم بل ځای له اوله په نښه کړی وای؛ دطالبانو دکندوز والي ملاسلام اوامنيه قومندان شمس الدين يې وژلي اعلان کړل، هغه هم بیرته ژوندي شول!

دکندوزبمبارشوی روغتون يې هم دطالب سنګر وباله اود بمبارپرځای يې دغه پیښه دطالبانو له لوري انفجار وګاڼه، خوچې اوباما پخپله خوله پېښه تائيد اوروغتون يې ملکي او وژل شوي يې بې ګناه وګڼل، نودوي بیاهم پرخپلو پوچو دعوو خجالت احساس نکړ.

له بده مرغه د ملي امنيت اداره اوس هم د يوه متعصب ګروپ په واک کې ده، هغوي د ولس دعزت او ابروسره تل لوبې کړې او کوي يې.

د دې ادارې کسانو له ډیرو لس کلنو او دولس کلنو ماشومانو نه دپیسو په بدل کې جعلي ځانمرګي جوړکړي، چې دتلویزون پر پرده ووايي چې زه طالبانو ځانمرګي بريدته هڅولم، د دي لپاره چې پرطالبانو تور پوري کړي، چې له وړو ماشومانو د دې ډول بريدونو کاراخلي، اوبيا په دې ډول ډراموکې ميډيا هم اوږه په اوږه ورسره ولاړه وي.

خوپه دې اداره کې چې کوم ځوانان دنورو سيمودي، نوهغوي هم د دې متعصبې ډلګۍ په چوپړکې خپل هرډول تشخص له لاسه ورکړی.

يوه ډله هلکان د دې ادارې په سرپرستي کې فرهنګي فعاليتونه کوي، دغه هلوکان دخارجي قواوو اودولت په دفاع کې خپل اوپردې ته کنځلې ليکې، دوي ته ځيني خلګ د دولت اوخارجي قواوو بې بريکه دفاعيان هم وايي، ځکه دوي دهيواد له ملي ګټو، تاريخ اوديني ارزښتونو سره علاقه نلري، هرچاچې د خارجي قواوو پرعملياتو او د دولت پرځينو چارو نيوکه وکړه، په سپکوسپورو يې يادوي، دوي ته درانه ډالري معاشونه له خارجي سرچينو ورکول کيږي، نوځکه خو د خپلوخارجی ملګرو په دفاع کې ترټولو ارزښتونو تیردي، دهلوکانو دغه ډلګی د اسدالله خالد د رياست پرمهال، منظمه کړای شوه، دوي له خالدسره په هرډول اخلاقي کمزوريو کې لتاړ ياديږي، دسرخط په نامه ورځپاڼه او ويب پاڼه هم ددغو پرونيو هلکانو اوننيو ځوانانوده.

سرخط ورځپاڼه چې د طالب مشر د مرګ د خبرسرچينه هم وبلله شوه، دهمدغو فرهنګي فعالانو ده، چې په سرکي يې عبدالمجیدقراراوسيدشاسقيم ياديږي.

سړي نه پوهيږي چې داځل ددغه مصنوعي خبرصفر نقطه ولي سرخط وټاکل شوه، په داسي حال کې چې طلوع اویک له وړاندي لا ددې کار لپاره وو، کيدای شي چې هغوي ددې ورځپاڼې د کم ارزښت له امله دغه خبر ورته منسوب کړي وي، ترڅوله دې پاڼې د ډیسپوزیبل توکې يا ټیشوپيپرکار واخلي، چې په دې صورت کې به بيا د دې ورځپاڼې راتلونکي حثيت څه وي؟

اوکه دغه ځوانان غواړي چې له دې لارې خپله دغه ورځپاڼه مشهوره کړې، نودا ډول ناوړه شهرت به ورځپاڼې ته کومه ګټه ورسوي، داخوبيا هغه لطیفه شوه چې یوکس په بل ډول شهرت نشوای ترلاسه کولای، نولاړو جومات کې يې اودس ماتی وکړ، له هغه ورسته په خلګوکې دجومات په غ…ن مشهوره شو.

دهيواد په روان بحران کې دجګړې يو اړخ هم بې مسئوليته نه دی، دواړه اړخه د ولس په ناخوالوکې شریک بلل کيږي، خو وسلوال طالبان تبلیغاتي وسایل نلري، په وړاندي يې دولت اوبهرني اشرباڼي داسې نادوده ميډیا کاروي، چې نه دهیواد له ملي اودیني ارزښتونوسره سمون خوري اونه رسنیزقانون اورسالت ته وفاداره ده، د خپل مقابل د بدنامي لپاره په هيڅ صرفه نکوي، دولس دابرو اوعزت پروا هم نه ساتي، ځکه چې هدف يې دولس ښیګړه نه، بلکې دپردو چوپړ دی، له همدې امله په هيوادکې د سالم ژورنالیزم چاپیريال شتون نلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x