نظــر

ښځې او انتخابات

Election-posters

د افغانستان د ولسمشريزو ټاكنو((خپلواك))؟! كميسيون د ۱۳۹۱ل كال د لړم په لسمه د افغانستان د ولسمشريزو ټاكنو د درېيم پړاو مهال وېش په داسې حال كې اعلان كړى، چې د بهرنيانو له وتو سره به بل ولسمشر واك تر لاسه كوي.

په دغه مهال وېش كې راغلي :

د ۱۳۹۲ ل كال تر ثور به نوم ليكنه كيږي، د وږي په مياشت كې به ولسمشرۍ ته نوماندان وليكل شي او د همدې مياشتې په ۲۶ به يې نومونه خپاره شي.

د همدې كال د لړم په ۲۶ به د نوماندانو ټاكنيزې هڅې پيل كيږي او د ۱۳۹۳ل كال د وري په ۱۶ به د ټاكنو وروستۍ پايلې هېوادوال واوري.

د غه كميسيون غوښتنه كړې، چې طالبان او حزب اسلامي دې د هېواد قوانين ومني او په ټاكنو كې دې برخه واخلي.

كه څه هم د افغانستان راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو ته شاوخوا يو كال او دوه مياشتې پاته دي، خو امريكايي سناتورجان كيري، چې د امريكا بهرنيو چارو وزارت ته هم نوماند شوى د جمعې په ورځ(د سلواغې۶) وويل:

د ۲۰۱۴ م كال كې د منلو وړ ولسمشريزې ټاكنې غواړو. كه څه هم دا ټاكنې به له هر نظره بشپړ ې نه وي او په ډېرو، بېلابېلو دلایلو ښايي ونه توانېږو په دې بهیر کې بې عیبه واوسو، خو که ټاكنې له ابتدايي معیارونو سره سمې او د نړيوالو څارونکيو لپاره د منلو وړ وي، نو موږ ته به داتوان راكړي، چې پر بريالي شوي حكومت اعتماد پيدا كړو. كه په دې برخه كې موږ بريالي نه شو؛ نو ډېره به گرانه وي، چې موږ د امريكا خلك او په آيساف كې خپل ملاتړي همغږۍ ته قانع كړو.

د هېواد له ربړول شوي، بېوسه شوي او سپك شوي ولس سره دغه لوبه د ۱۳۸۸ ل كال د غويى په ۵ تازه شوه او د همدې مياشتې تر ۱۸ نېټې روانه وه او دا هيله كيده، چې له ټاكنو وروسته به د سولې او خپلواكۍ پرلوري عملي گامونه پورته شي او د همغږۍ له مخې به افغانان د سولې د ضمانت كوونكي حاكميت لرونكي شي؛ خو گورو، چې په نيتونو كې اخلاص نه تر سترگو كيږي.

جان كيري د تېرو او راروانو ټاكنو په اړه امريكايي سناتورانو ته خپل ټينگار په دې توگه وړاندې كوي:

د ولسمشرۍ په تېرو ټاكنو كې د دغه بهير د قوايد و په باب يو شمېر جدي پوښتنې موجودې وې او موږ اړ وو، چې په دې اړه تفاهم وكړو؛ خو زه فكر نه كړم، چې دا ځل به د تفاهم لپاره ځاى پاته وي. دا ځل به يو نوى ابتكار وي او زه ډاډ دركوم، چې موږ به دغه بهير له ډېر نږدې څخه وڅارو.

همدا كبل دى، چې د نويو ټاكنو لپاره د هېواد نرينه ځواك ډېر ناراضه ښكاري او دا غږ اوريدل كيږي، چې ولسمشر ټاكل شوى دى.

په هره توگه د ټاكنو كميسيون د قانون له مخې مكلف شوى، چې د ټاكنو د مهال وېش بېلابېل پړاوونه لږ تر لږه ۱۲۰ ورځې دمخه خپاره كړي.

له دغې ليكنې زما موخه داده؛ هغه ښځې او ميرمنې، چې ټاكنو ته د ځان كانديدولو لپاره زړه نا زړه دي كه په ځان كې دا استعداد گوري خامخا دې په نوم ليكنو كې برخه واخلي او د ولسمشرۍ، ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو ټاكنو ته دې ځان كانديد كړي او يا دې د شر و فساد د واك و ځواك په لږولو كې خپلې بېلابېلې هڅې وكاروي؛ ځكه، چې اوس د هڅو او مبارزې وخت دى.

افغان ولس هغه چاته ډېره اړتيا لري، چې د ملي مقدساتو د ساتنې غم ورسره وي او د هېواد پرخراب حالت يې د تن غوښې اوبه كيږي.

موږ د روان پړاو په ولسي جرگه كې وليدل، چې د نرينه وكيلانو په نسبت په ښځينه وكيلانو كې ډېره پوهه او استعداد شته او څرگندونې يې هم هيلې راټوكولى شي. ښكاره بېلگه يې كوفي، شكريه باركزۍ او نورې ټولې هغه خويندې دي، چې په ولسي جرگه كې د ډاډ وړ، جوړوونكې او بشپړوونكې خبرې كوي.

ښځې ته د خبرو او ټاكنو حق اسلام وركړى؛ د كور او ټولنې د ميړه او ميړني په ټاكنه كې ښځه پوره اختيار لري، په ايجاب و قبول كې د شاهدانو ليږل ښځې ته د ټاكنې د حق غوره ثبوت دى.

د ميړه او ملگري انتخاب د عمل يوه ځانگړتيا ؛ خو ولسمشرۍ، پارلمان او ولايتي شوراگانو ته يې كانديد او ټاكنه بله ځانگړتيا ده. د ټولنې لپاره دوى دا حق لري، چې ځان كانديد او هم بل ته رايه وركړي.

دوى كولى شي، چې له هر راز جبراو تاوتريخوالي پرته خپله رايه وړاندې كړي او يا د ځان لپاره په بشپړجرئت د اوبو له بوتل ويشتلو پرته خپل حق وكاروي او داسې چاته رايه وركړي او يا وغواړي، چې د رايې اهل وي يا دا جرئت په كې وي، چې د خپلو موكلينو د حقوقو د خوندي كولو لپاره كار وكړي او په هېواد او پارلمان كې له وېرې پرته خپله رايه څرگنده او ځان د حقوقو مدافع كړي.

په اوسني وخت كې، چې ټوپكسالارانو پردي ځواكونه د تاريخي هېواد پلورلو ته راوستي او د قضايي مصعونيت هيله يې لري؛ د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې د زور و زر متعصبينو زړه دردوونكي، غوني ځيږوونكي او له وحشت او كركې ډك كارونه پيل كړي، افغانستان يې په داسې لار روان كړى، چې د دغه لرغوني او تاريخي هېواد بربادي او تباهي په كې پرته ده.

څوك له دې روانې تباهۍ هېواد پال او هېواد غوښتونكي شخصيتونه خلاصوي، څوك په دغه هېواد كې د متعصبينو د وژل شويو غچ اخلي او څوك د احمدشاه بابا او ميرويس نيكه په رښتيني تړون له منځه تللي دي. څوك د نورو د تباهۍ او بربادۍ د غچ اخستلو لپاره تخريبي كارونه كوي او غواړي، چې په دې توگه د افغانستان له دښمنانو سره مرسته وكړي او په بېلابېلو لارو دغه هېواد برباد او غچ واخلي.

دا د دغه هېواد د صادقو بچيانو دنده ده، چې د غرض لروونكيو هغه موخې ترنظر لاندې ونيسي، چې دوى يې د بوسو لاندې تېروي.

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x