افغانستان

کندز: چاودني د دوو تنو لوړ رتبه افسرانو په ګډون لس تنه پولیس ووژل

نن ټکی آسیا: نن د شنبې په ورځ مازیګر ناوخته د کندز په ښار کی یوه درنه چاودنه شوه، چي له کبله یې د دوو تنو لوړ رتبه افسرانو په ګډون ۱۰ تنه پولیس ووژل شول، او ۱۹ تنه نور ټپیان شول.

د کندز امنیه قومندانۍ څخه چارواکو ویلي چي نن مازیګر په سیمه ایز وخت د پځو بجو او دریشو دقیقو په شاوخوا کي د کندز ښار په مرکزي چوک کي د تالاشي پر پولیسو سرښندونکی برید وشو، چي له امله یې د تروریزم پر ضد د مبارزې مدیر عبد الله زمری او د کندز ولایت د ترافیکو مدیر محمد اسلم سادات د اتو تنو نورو پولیسو په شمول ووژل شول.

هغوی زیاته کړی چي په دې برید کي پنځه تنه نور پولیس او ۱۴ تنه نور عام خلګ ټپيان شول، چي روغتون ته رسول شوي، او تر درملني لاندي دی.

د کورنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ورته معلومات ورکړي، اویلي چي ددوو تنو افسرانو په شمول لس تنه پولیس مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دیوې خبرپاڼي په نشرولو سره ددې پيښي مسئولیت په غاړه اخیستی، او ویلي چي دا برید د غزني ولایت یو تن اوسیدونکي محمد اسماعیل له خوا تر سره شو، چي په ترڅ کي یاده مرګ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x