نظــر

وروستيو پيښو د ګوډاګيانو نارسيسيزم څرګند کړ

خالد رعد

په تېرو څو وروځو کې د هيواد په بيلابيلو ولاياتو کې دوه سرې ادارې ته د منسوبو افرادو لخوا داسې اعمال ترسره شول چې په واضح ډول ترې د ګوډاګۍ ادارې د غلامو مشرانو نارسيسيزم په ډاګه کړ.

د ګوډاګۍ ادارې مشران چې تر اوسه د بادارانو د وتلو او يوازې پاتې کېدو له کبله غلي او پټه خوله وو او خپله ځان غوښتنه يې نه وه ښکاره کړې، نن يې د ناټو عسکرو د پاتې کېدو له اعلان سره سم يو ځل بيا غوږونه هسک کړل او خپله اصلي څيره يې ولس ته ښکاره کړه، دوی خپل ځان ته د اهميت ورکولو په لوموړي پړاو کې دومره ژور لاړل چې آن د ولسي وګړو په وژلو يې پيل وکړ او خوند يې ترې واخيست.

که څه هم ولس د ديکتاتور مزاجه ع او غ په نس کې پراته افکار مشاهده کول او دوی هم په دې اړه څه نا څه آګاهي لرله؛ مګر له دې سره سره يې د ولس غولولو هڅه کوله، کله به يې سوله په هيواد کې د خواږه ژوند لومړی شرط ګاڼه، کله به يې له هيواده د فاريس او جاپان جوړولو وعدې ورکولې او کله به يې بيا په غونډو کې د هيوادوالو خودکفا کولو په ژمنو له ناستو خلکو چکچکې غوښتې؛ خو اوس چې وپوهيدل د دوی په غوړو خبرو يوازې هغه څوک خولې جنګوي چې په خولو کې يې څه زهر ورلويږي او دا هم تر هغو چې جيب يې ډک وي، او له دې غوړه مالو علاوه د ګيدړو په چمونو پوه او تجربه کار ولس هيڅکله د دوی په چل ول نشي تيروتلی او هغه څوک د خپل رهبر او مشر په توګه مني چې د دين، وطن او ملت د ګټو او ساتنې تضمين ورکولی شي، نو خپله مکاري ورته ناچله و ايسېده او بلاخره يې د ځان ګټه په دې کې وليده چې خپله خودخواهي څرګنده کړي او د دې لپاره له هيڅ ناروا کړنې هم ځان لري ونه ګوري.

په لنډو تيرو شويو ورځو کې د ګوډاګۍ ادارې لخوا مامور شويو غلامو عسکرو د هيواد په بيلابيلو ولاياتو کې يوازې په دې خبره خلک په شهادت ورسول چې د دوی له طبيعت سره سم نه وو ختلي، دې عسکرو لومړی د پکتيا ولايت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د مولوي شاهدالله منهاج په نوم يو ځوان عالم په شهادت ورساوه، د نوموړي د نژدې خپلوالو له قراره مولوي صاحب په دې جرم شهيد کړل شو چې په سيمه کې د يو وژل شوي دولتي کارمند جنازې ته نه وو حاضر شوی، دغه راز د ملي وحشت کارمندانو په پلازمينه کابل کې د ميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي عتيق الله حامد ۷۵ کلن عالم له دې امله نيولی او بيا سخت شکنجه کړی و چې د پلخشتي جومات له ممبره يې د ګوډاګۍ ادارې مشروعيت چيلنج کړی و، نوموړی ۲۱ ورځې وروسته د خپل ولايت ميدان وردګ مرکز ته نژدې په داسي حال کې د ملي امنيت! له وحشت ګاه بهر غورځول شوی و چې په بدن يې د بې رحمه انسانانو د وحشت نښې ښکارېدلی، ده څو ورځې وروسته د اجل داعي ته لبيک ووايه.

دغه راز د ميدان وردګ ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې له وروستۍ رامنځته شوې پېښې هم د کابل ميشتو چارواکو انانيت ښکاري او په مظلوم ولس د خپلې ناروا پاچايي چلولو د ليونتوب ښکاره ثبوت يې وړاندي کوي.

د دوه سرې حکومت مشران په داسي کړنو سره د ولس ويرول غواړي، ترڅو د دوی په وړاندې درېدل، په کړنو يې اعتراض کول او د دوی د واک په مخ کې خنډ کيدل ورته د ژوند په بيه ښکاره شي او له دې ويري چې د فلان او فلان په برخليک به اخته شي، څه له خولې ونه باسي.

دا ډول اعمال هغه خلک ترسره کوي چې د اروا پوهانو په اصطلاح نارسيسيتان دي، دوی ځان ته د اهيمت ورکولو په مبالغه کې بې نظيره وي او قدرت ته د رسيدو په لار کې او دغه راز د خپلې واکمنۍ په ځای ساتلو او ټينګولو کې د رحم او انسانيت په نوم څه نه پېژني.

له وطنه د ديکتاتور او نارسيسيت ککرو د پنا کيدو او د هيواد شموله اسلامي واک د نفاذ په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x