ادبي لیکني

سپینه تیکه درسره راوړه «لنډه کیسه»

 نوراحمد صدیقي

فهیمه! زویه پاڅیږۍ چای تیار ده ویې څښۍ

فهیم له یاسره کمپله لرې کړه

ویې ویل: وروره جګ شه چای وڅښو چې جمات ته ولاړ شو که ناوخته شي ګوره بیا ملاصیب په قهر کیږي یاسر په بیړه بیړه چای څښلو ټوخه ټوخه ټوخه. . . د یاسر په وچه مرۍ چای لاړ شدید ټوخي پسې واخیست مور یې په شا وټپاوه زوی جانه چیرته دې بیړه ده په کراره دې چای څښه

یاسر په ښکلی انداز کې ورته وویل: مورې ته خبره نه یې جمات ته ځو، دا لا خبره نده

پلار یې وړوکی یاسر خپله سینه پورې ټینګ ونیوه

ویې ویل: یاسر زوی به مې د مولوي یاسر په څیر مجاهد عالم شي له خیره

ښځې یې د فهیم په سر لاس کیښود په ټنډه یې ښکل کړ

ویې ویل: فهیم زوی به مې له خیره راته د مولوی یاسین فهیم په څیر تکړه عالم شي

یاسر یې د مخ په دواړو خواوو ښکل کړ په جیب کې یې دستمال ورته کیښود

ورته ویې ویل: زویه پوزه دې په دې دستما پاکو

ګوره د کمیس په لمن یې پاکه نکړئ

فهیم ساعت ته وکتل خپله سیپاره یې واخیسته

وروره راځه چې ژر لاړ شو که ناوخته شي ملاصیب ګوره په قهر کیږي

د کوټې له دروازې یې بیرته د پلار په لور مخ را وګرځاوه

ویې ویل: پلار جانه نن به ګوره شروط صلات راته راوړې

او ریښتیا چی ملا صیب ته یوه لونګۍ راوړه چې قران شریف مې ختم کړ

یاسر چې د لونګۍ نوم واوریده خپله د الفبا سیپاره یې فهیم ته ورکړه د پلار په طرف یې ور منډه کړه

د پلار له غاړې یې لاسونه حلقه کړل او په اوږو یې ګونډې ور ووهلې

ویې ویل: ماته به لونګۍ راوړې توره لونګۍ

پلار جان یې په ټنډه ښکل کړه

ویې ویل: سمه ده زوی ته به مې توره لونګې راوړم

ښځې یې ورته وویل: د فهیم پلاره یوه اندازه د سوجي اوړه هم درسره راوړه فهیم جان زوی مې قران شریف ختم کړی ، مازدیګر ته به لږ حلوا په دې نیږدې کورونو وویشم

د قرارګاه قمندان کله ږیره چې بریتونه یې پر تورو ډبلو شونډو را پراته وو

د چوکۍ پر سر د سهار نوي راختلې لمر ته ناست وو

په لمنه کې یې د سیګرت تنباکو خالي کړي وو
او چرس یې په ګوتو میدول

په عسکر یی غږ وکړ: اوبچه عبدل چندانه مرمي یې توپ ډیسي بیار که ساعت نو بجه عملیات داریم

میده کړي چرس یې د سیګریټو له تنبوکو سره ګډ کړل او سیګریټ یې ترې ډک کړ

عسکر ته یې غږ کړل: او بچه عبدل زود بیا که پانزده دقیقه به عملیات مانده

له چرسو ډک سیګرټ ته قمندان اور ولګاوه

سیګرټ یې کش کړ

ټوخه ټوخو

بیا یې کش کړ ټوخه ټوخه ټوخه

اوبچه عبدل دوربین بیار کې سیل کنیم که بچا از مسجد نه برامده

بچا خو برامده یک دقییقه دیګر ضبر کنید که به یک مرمي ختم شود

چند سال باد همینها طالب میشوند

قمندان ډیسي توپ ته مرمۍ ور واچوله

یوځل بیایې په دور بین کې وکتل

ویې ویل: اوبچه عبدل هروخت که برت ګفتم، فایر ماشه را کش کو، قمندان غږ کړل فایر

عبدل هم ماشه کش کړه قمندان په خندا ویل: عبدل بسیار خوب به هدف خورد
د فهیم مور چې د توپ دروند غږ واورید

ویې ویل: زمن مې
لوڅې پښې له کوره بهر ووتله
مسجد یې له کور سره نیږدې وو

ګوري چې د مسجد مخې تنکې ګلان ماشومان چې سیپارې یې په لاسو کې دې شهیدان پراته دي
نوره لاره ترې ورکه شوه

ټیلیفون یې غوږ ته ونیو د فهیم پلاره اورې

د فهیم پلار ورته وویل: اورم ، دروان د یاسر زوی په لونګۍ پسې ډیر وګرځیدم
ښځې یې ورته وویل: سپینه تیکه در سره راوړه

ځامن دې شهیدان شول نور یې غږ په ژړا کې ورک شولو.

از موبایل سامسونگ ارسال کنید.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x