د فیسبوک له لاسه ، ایرانۍ پيغلې ځان وواژه

دشرق خبري آژانس دراپور له مخې  د رویا  په نوم  یوې ۱۷ کلنې ایرانۍ له هغه وروسته ځان وواژه کله چې په دې وویریده چې دشخصي ژوند ځیني عکسونه به یې دفیسبوک له لارې خپاره شي .

د رویا پلار چې دتهران په ختیځ کې اوسي وایي  رویا څو ورځې وروسته د واده  مراسم لرل ، خو له څو ورځو یې فکر ډیر خراب وو ، ماته یې وویل چې  ګرځنده ټیلفون مې نادرکه شوی او دوو اوباشو  ځوانانو  په لاس ورغلی ، هغو ځوانانو تهدید کړي یم چې که  ژرترژره یې ناروا غوښتنې ونه منم ، نو په مبایل کې موجود شخصي عکسونه به مې په فیسبوک باندې خپاره کړي .

 رویا چې یوه عفیفه نجلۍ وو ، ددې ځوانانو غوښتنه یې رد کړه خو هره شیبه دې ته منتظره وه چې انځورونه به یې په فیسبوک نشر شي ، هغې او پلار یې په دې اړه محکمې ته هم شکایت کړی وو ، خو محکمې ددوی قضیه جدي نه وه بللې ، درویا پلار وایي رویا په دې ورځو کې سخته پریشانه وه  ، له کوره بهر نه وتله او ټوله ورځ یې له کمپیوتر سره تیروله  او فیسبوک پاڼه یې بیا بیا کتله چې هسې نه عکسونه یې نشر شوي وي ، خو  په وروستیو کې درویا مړی داسې مهال وموندل شو چې ځان یې زیندۍ کړی او دژونده ډیوه یې ګل کړې وه .

درویا له مرګ وروسته ایراني پولیسو دغه دوه تنه کوڅه ډب ځوانان نیولي خوهغوی محکمې ته ویلي چې دوی فکر نه کاوو چې رویا به دا قضیه دومره جدي نیسي ځکه  په فیسبوک دعکسونو نشر اوس د ډيرو لپاره یوه عادي خبره ده .

دا خبر که څه هم یوجزئي پیښه ده ، خو دهغو لپاره چې له فیسبوک ، مبایل ، عکاسۍ او دنوې ټیکنالوجۍ له نورو وسائلوسره ډیر سراوکار لري   یو مهم خبرداری کیدلای شي .

ډیری فیسبوکیان اوس هم په ډیره بیباکۍ په فیسبوک کې پردي تصویرونه بې له اجازې نشروي ، دغه رنګ زیاتره دګرځنده مبایل څښتنان بې له  اجازې دخپلو ملګرو یا ناشناخته کسانو عکسونه اخلي ، حتی ځیني خلک په ودونو یا نورو مناسبتونو کې  دمستوراتو ( ښځینه وو) عکاسۍ هم کوي ، چې دا کاملا یو غیراخلاقي او غیراسلامي کار دی ، که چیرې ددوی داوړ عکاسۍ فیسبوک یا یوټیوب ته لاره پیدا کړي دامکان لري چې په افغاني پتمنه ټولنه  کې دخلکو ترمنځ لویې لانجې وزیږوي ، دوه کاله وړاندې په خلیج کې یوه مسافر افغان خپل ملګری له دې امله وژلی وو چې په مبایل ټیلفون کې یې  دکورنۍ دیوې تورسرې عکس موندل شوی وو  .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د