نظــر

د (دينو) ليوان په رمه نه ګډيږي

لیکوال: ميرزاحامد

د مازيګر لمانځه ته خلګ د جومات له مخه انتظار دي ، د لوړ کلي له خوا څخه يوځوان په ډيره بيړه را روان دی ، د خلګو هم ټول پام ده ته واوښتی ، که ګوري چي د کلي (دينو) دی ، غټ غټ ګامونه را اخلي او په سوې ساه تر مسجده راورسيد

خلګو  سلام اچولو ته لا نه پريښود ، ټولو په يوه خوله   ور ږغ کړو چي خير ، خير ! ؟

دينو ! بيا چيري تللی وې او داسي په سوي سا را روان يي څه پیښه خو نه ده ؟

په دې وخت کي د کلي ملاصاب هم راورسيد ، د لمانځه وخت رانژدې دی ، ملاصاب هم ورته وايي ، دينو خير !

له کومه رالې ؟ لوړ کلي ته تللی وې ؟

دينو د خپل (سوړن) عادت له مخې پرټولو يو وار نظر تير کړ او بيا يي خبرې شروع کړي

ول : لوړ کلي ته تللی وم، له هغې خواڅخه چي راتلم ، په دا بندکي کي بيخي ډير ليوان په مخه رالو ، وارخطا هم سوم ، خو د خداي فضل وو، لرګی راسره وو، چي پر پورته مي کی ټولو راڅخه منډه کړه ، سره تاش په تاشه سوو، ماهم ګامونه راغټ کړو ځان مي ځيني راخلاص کی.
کليوال سره وارخطا سوو،  ول خداي دي فضل کوي ، د کلي رمه هم يوساعت له مخه پر دغه خوا ګرزېده داسي نه وي چي  ليوان په رمه ګډ سوي وي ،شپونکی غريب بې هم خوړلی وي!!!

د کلي ملاصاب پر ور ږغ کړو ، چي راځئ ، راځئ د جمات وخت دی ، د ( دينو ) ليوان په رمه نه ګډيږي

خپل لمونځ وکو

قصه تر دې راياده سوه چي دا څو شپې کيږي په ټولو مطبوعاتو کي آوازي دي ، واي : د طالبانو مشر يي ويشتلی دی ، زخمي دی ، آن تردې چي د هسپتال په لاره کي يي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده ، د نوموړي تر څنګ عبدالله سرحدي هم وژل سوی دی.

د طالبانو ويندويانو ناري وهلي چي هیڅ څه نه دي پيښ سوي ، اميرالمؤمنين رک روغ ، د خپلو مجاهدينو په مينځ کي قرار لري ، آن تردې چي رسنيو د عبدالله سرحدي د خپلې خولې خبره  لا هم  نه منله ، نوموړي له الاماره ويب پاڼې سره مرکه وکړه ، چي زه ژوندی يم ، زموږ په کور کي هيڅ داسي پيښه نه ده رامينځته سوې

خو !

له بي بي سي نړيوالې رسنۍ رانيولې بيا تر آزادۍ راډيو ،  پژواک ، تاند ، طلوع، شمشاد او داسي نورو…

ټولو په يوه خوله همداخبره له يوې نامعلومي سرچينې بدرګه کوله ، چي د طالبانو مشر او عبدالله سرحدي دواړه په يوه خپل مينځي نښته کي وژل سوي دي، خو د ټولو خبرې لکه د دينو ليوان ، هيڅ شئ نه وو، تشه آوازه وه.

دادی نن د طالبانو د خپل مشر صوتي پيغام هم نشر سو، نوموړي ټولي هغه آوازې رد کړې چي داڅو ورځې غرب پلوه رسنيو شخوند ورباندي واهه ، د نوموړې پيغام د درواغجنو رسنيو پرټولو ادعاوو د بطلان کرښه راکش کړه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x