شعـــــرونه

غږ را وکړه – عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني
نه پو هېږم چې دا ولې؟

هسې نه چې لېونی شم

لاړ له کلي صحرانی شم

زړه مې مات دی زړه مې مات دی

غم دی غم دی پر ماغم دی

يک تنها راته زان ښکاري

بس چورتونه دي او زه يم

ای جانانه ته يې چېرته

ولې ورک يې ولې ورک يې

ماخو ډېرې نعرې وکړې

که مې غږ نه درځي تاته

نور مې ستونی پړسېدلی

نورې چغې وهی نشم

چارانجه راته راکړي

زه د ستا په انتظار يم

نه پوهېږم چې داولې؟

که کاڼه مې دي غوږونه

ماخو غوږ درته نيولی

غوږ يم غوږ يمه زه تاته

غږ را وکړه غږ را وکړه

چې مې روح بيا راژوندی

چې مې زړه لږ مطمئن شي

چې مې سترګي شي روښانه

بس دی ډېر دې انتظار کړم

هله زرشه هله زرشه

عرفاني يم عرفاني يم عرفاني يم

غوږ يم غوږ يمه زه تاته

غږ را وکړه غږ را وکړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x