شعـــــرونه

تل به نه وي دا ظلمونه

يرغلګرلاس به خـــداى غوڅ كــړي تل به نه وي داظـــلمونه
تل به نه وي بمــبــارونه تـــل به نه وي.خـــــړټانـګونه

پاك الله دمظـــلــــوم مـــل دى پاك الله غــيرت ســتـــايلى
راځئ صـبـر دځـان مـــل كـــــړو راځئ وكــــــړو جهــــادونه

دظالم عاقبت خــواردى اې مظــلومه بيــا به مـــــات شي
دا وحشي تــــــــور زنــدانـــونه داخــــروړي ځــنــځــيـــــرونه

ژر سئ ژرسئ مــؤ مـــنا نــو دايمــان تـــوښه پــوره كـــړئ
دادنيـــا ده ســــــرګـــر دانه نه خـــــــلا صــېـــږ ي داكارونه

هرسړى چي خواري كښ سي هرسړى چي ځان اصلاح كړي
ددولت خمـــار به مـــړ شي نه خـــر څـېــږ ي به ننـګـــونه

داربك دښمــن خـــوب نشته بيـــا دتېښتي لاري ګــوري
اشغالګــــرو ګــــرېـــوانـــو ته دغــــــــازي رســـي لاســـونه

دباران په څـــېــر بـــه هـــلـــه بـيـــا الهـــامـــــه ! انـــــواراوري
بياچي عشق دخداى رضاكړوبياچي نيست كړوګنـاهـونه

سيداحسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x